د قرآنکريم د ځینو سورتونو او آيتونو فضيلت او بې شميره ګټې

د البقره سورت ورستني دوه آيتونو ( آمن الرسول … آخر د سورت پوري ):

تلاوت کول یې د انسان د حفاظت سبب ګرځي:

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : من قرأ بالآيتين من آخر سورة البقرة في ليلة كفتاه (البخاري – 5008 )

څوک چې د سورت بقرې ورستي دوه ايته د شپې تلاوت کړي ده لره کافي دي (د هر شر او بلا دافع ګرځي )

عن أبي هريرة أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال :- لا تجعلوا بيوتكم مقابر إن الشيطان ينفِر من البيت الذي تقرأ فيه سورة البقرة ) رواه مسلم ( 780 ) .

له ابی هريره رضی الله عنه نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :تاسې د خپلو کورونو نه قبرونه مه جوړوئ يقيناً په هغه کور کې چې د البقرې سورت لوستل کيږي شيطان له هغې کور نه تښتي .

د البقرې او آل عمران سورتونو فضيلت :

ا بو أمامة الباهلي ‏ ‏قال :‏ ‏سمعت رسول الله ‏ ‏صلى الله عليه وسلم ‏ ‏يقول :اقرءوا القرآن فإنه يأتي يوم القيامة شفيعا لأصحابه اقرءوا الزهراوين ‏ ‏البقرة ‏ ‏وسورة ‏ ‏آل ‏ ‏عمران ‏ ‏فإنهما تأتيان يوم القيامة كأنهما غمامتان أو كأنهما غيايتان أو كأنهما ‏ ‏فرقان ‏ ‏من ‏ ‏طير صواف ‏ ‏تحاجان ‏ ‏عن أصحابهما اقرءوا سورة ‏ ‏البقرة ‏ ‏فإن أخذها بركة وتركها حسرة ولا تستطيعها ‏ ‏البطلة  )المسلم )

ژباړه : د حضرت امامه رضی الله عنه نه روايت دی چه ما د رسول الله صلی الله عليه وسلم نه اورېدل  هغه ارشاد وفرمايلو : قرآن لوله قرآن د قيامت په ورځ د خپلو لوستونکو شفيع جوړېږی ، را ځی به حاصتاً ( الزهراوين ) يعني دا دوه اهم سورتونه ( البقره ـ ال عمران ) لوله هغه به د قيامت په ورځ خپل لوستونکی پخپل سوري کې اخستی داسې به راځی لکه چه د وريځی ټوټه  وي يا سايبان وي يا د مرغيو د سيل په شان به وي . دا دواړه سورتونه به د قيامت په ورځ د خپلو لوستونکو څخه  دفاع کوي  ،او ويې فرمايل چه لوله سوره بقره ځکه چه ددې حاصلول ډېر برکت لري او اهل بطالت ددی طاقت نه لری .

د اهل بطالت نه مراد ساحران او ګوډکر دي يعنې څوک چې سورت البقرة وايي د هغه تلاوت زيات برکت لري او د هغه په لوستونکې باندې  سحر او جادو کوم اثر نه کوي

د آيت الکرسي (الله لا إله إلا هو الحي القيوم … تر ختم د آیت ) تلاوت کول :

له ابی امامة رضی الله عنه  نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : من قرأ آية الكرسي دبر كل صلاة مكتوبة ، لم يمنعه من دخول الجنة إلا أن يموت (رواه النسائي وصححه ابن حبان او صحيح الجامع  ۶۴۶۴ ) .

يعنې : څوک چې د فرض لمانځه څخه وروسته ايت کرسي ولولي ، کله چې وفات شي جنت ته به داخل شي .

په بخاري شريف کې د ابی هريرة په روايت په  يوه اوږه حديث شريف کې راغلي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  ابي هريرة رضی الله عنه  الله عنه ته وويل :

إِذَا أَوَيْتَ إِلَى فِرَاشِكَ فَاقْرَأْ آيَةَ الْكُرْسِيِّ مِنْ أَوَّلِهَا حَتَّى تَخْتِمَ الآيَةَ (اللَّهُ لا إِلَهَ إِلاَّ هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ) وَقَالَ لِي: لَنْ يَزَالَ عَلَيْكَ مِنَ اللَّهِ حَافِظٌ، وَلا يَقْرَبَكَ شَيْطَانٌ حَتَّى تُصْبِحَ، …. » (البخاري)

که د خوب په وخت کې آيت کرسي (اللَّهُ لا إِلَهَ إِلاَّ هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ … تر آخر د آیت پورې ) ووايې ټوله شپه به پرښتې ستا حفاظت کوي او تر سبا پورې به تا ته شيطان نه راځي .

د سورة الكهف  فضيلت :

عن أبي الدرداء أن النبي صلى الله عليه وسلم قال : ( من حفظ عشر آيات من أول سورة الكهف عُصم من الدجال وفي رواية ـ من آخر سورة الكهف ـ ) [ رواه مسلم ]

له ابي درداء نه روايت دی چې نبی صلی الله عليه وسلم فرمايي : چا چې د سورت کهف لس لومړني آيتونه ياد کړل د دجال د فتنې به په امن شي او په بل روايت کې دي چې آخر د سورت کهف .

وقال عليه الصلاة والسلام : ( من قرأ سورة ( الكهف ) ليلة الجمعة، أضاء له من النور ما بينه وبين البيت العتيق ) [ صحيح الترغيب والترهيب / 736 ]

همدارنګه فرمايي : چا چې د جمعې په شپه سورت الکهف تلاوت کړ د ده کور څخه تر بيت العتيق پورې به نور وي او په بل روايت کې د دواړو جمعو تر مينځ به نور وي

د شپې لخوا د تباک الذي تلاوت کول (د قبر د عذاب نه د نجات وسيله ده ) :

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : إن سورة في القرآن ثلاثون آية شفعت لصاحبها حتى غفر له هی : تبارك الذي بيده الملك (صحيح الماجه – 3068 ) .

د ابي هريرة رضی الله عنه  نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : په قرآن کې درش ايته دي چې د تلاوت کوونکي د پاره تر هغه پورې شفاعت کوي تر څو هغه وبخښل شي دا تبارک الذي (سورة الملک ) دی .

بل حديث شريف کې راځي : عن ابن مسعود رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم (سورة تبارك هي المانعه من عذاب القبر) ( السيوطي صحيح الجامع 4727 – سلسلة صحيحية  1140 ) .

ابن مسعود رضی الله عنه وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : سورت تبارک الذی د قبر د عذاب مانع ګرځي .

عن عبد الله بن مسعود قال : من قرأ تبارك الذي بيده الملك كل ليلة منعه الله بها من عذاب القبر ، وكنا في عهد رسول الله صلى الله جل جلا له  عليه وسلم نسميها المانعة  .رواه النسائي ( 6 / 179 ) وحسنه الألباني في صحيح الترغيب والترهيب 1475 ).

عبدالله بن مسعود رضی الله عنه وايي : چا چې هره شپه تبارک الذی تلاوت کړ الله جل جلاله دی د قبر له عذاب څخه وساتي ، او مونږ به د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کې تبارک الذی سورت ته المانعه ويلو ( د قبر د عذاب مانع ) .

د سوره اخلاص (قل هو الله ) د تلاوت فضيلت :

(قل هو الله أحد ) تعدل ثلث القرآن ، و ( قل يا أيها الكافرون ) تعدل ربع القرآن .(صحيح الجامع الألباني – 1477)

قل هوالله احد د قرآنکريم د دريمې حصي سره برابر دی او قل يا ايها الکافرون د قران د څلورمې حصي سره برابر دی ( د تلاوت کولو ثواب )

وعن ابن عباس رضي الله عنهما قال : قال رسول صلى الله عليه وسلم ” أيعجز أحدكم أن يقرأ في ليلة ثلث القرآن ؟ ، قالوا وكيف يقرأ ثلث القرآن ؟ قال صلى الله عليه وسلم ” قل هو الله أحد ” تعدل ثلث القرآن ” “رواه مسلم “.

ابن عباس رضی الله عنه وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : آيا د تاسې څخه څوک په دې عاجز دي چې په يوه شپه کې دری ځل قرآن تلاوت کړي ؟ مونږ وويل څنکه به څوک دری ځله تلاوت وکړای شي ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : د قل الله تلاوت د قرآنکريم د تلاوت له دريمې حصې سره برابر دی .

د معوذتينو (قل اغوذ برالفلق او قل اغوذبرب الناس ) تلاوت (د انس او جن د شر او وسواسو سحر او جادو نه نجات )

عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ الله عَنْهَا: أَنَّ النَّبِيَّ صلی الله عليه وسلم إِلَى فِرَاشِهِ كُلَّ لَيْلَةٍ، جَمَعَ كَفَّيْهِ ثُمَّ نَفَثَ فِيهِمَا، فَقَرَأَ فِيهِمَا: )قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ( وَ )قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ( وَ )قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ( ثُمَّ يَمْسَحُ بِهِمَا مَا اسْتَطَاعَ مِنْ جَسَدِهِ، يَبْدَأُ بِهِمَا عَلَى رَأْسِهِ وَوَجْهِهِ، وَمَا أَقْبَلَ مِنْ جَسَدِهِ، يَفْعَلُ ذَلِكَ ثَلاثَ مَرَّاتٍ. (بخارى:5017)

د بې بې عايشې رضی الله عنه نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم دا عادت ؤ چه هر شپه به چه کله د آرام د پاره خپلې بستري ته تللو نو خپل دواړه لاسونه به يې يو ځای کړل او قل هو الله ، قل اعوذبرب الفلق او قل اعوذبرب الناس ولوستل بيا به یې په لاسونو باندې وپوکل بيا د کوم ځای پورې چه کيده په خپل مبارک بدن به يې راکشول دا عمل به يې دری ځله تکرارولو .

آن لاين اسلامې لارښود

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب