د خوب ډولونه او مصنوعي خوب

د خوب ډولونه:

مصنوعي خوب
طبيعي خوب

مصنوعي خوب هم په ډېرو لارو تر سره کېږي.لکه:
۱-هیپوتیزم: هیپوتیزم  هغه حالت دی چې ځانګړي خلک یې  د خبرو، د لاسونو په حرکاتو او په  ځير کتلو سره بل کس   تر اغیزې لاندې راولي  او هغه ویدوي.
۲- مستی : د نشۀ موادو په خوړولو او پېچکاري کولو سره یو چا ته خوب ورتلل دی
۳- انستېزى : د ډاکترانو له لوري د جراحي عملياتو په وخت کښي تر سره کېږي.ناروغ ویدیږی  او درد نه حسوی
۴- بيهوښي (ګيچوالی )
دا ډول خوب  په څو حالا تو پوري نښتې دی لکه د ضربې خوړل ،ناجوړي، د دارو  اودرملو اغیزه….

له څرنګه چې په خوب کې  دنفس  ( عقل )اختیار د ویده سړی له لاسه وځي او هغه تحویل کیږی نو  ځکه په خوب کې انسان په بدو کړو نه ګناهکاره کیږی او دا چې روح  د نفس  تر دباو لاندې نه وي نو روح هرچیرې چې یې زړه وغواړي ځي چې همدا د روح تګ د ډول ډول خوبونو لامل ګرځي  نو که به مصنوعي ډول چا ته خوب ورکړ  شي نود هغه دنفس اختیار د خوب ورکونکي  لاس ته لویږي   او ویده کړي سړی  د هغه د امر تابع کیږي او هغه یوازې د هغه ږغ اوري او مني
خدای تعالی د نورو واکونو  تر څنګ  دا واک هم انسان ته ورکړی مګر ډیر خلک تر اوسه له دې واک څخه ناخبره دی او هغه ته يې وده نه ده ورکړې

مصنوعی خوب:

یو سړی ته  په خپله ایراده  بل سړي ته  د هغه په  خوښه  خوب ورکولو ته مصنوعي خوب وايي چې د ویده شوې سړی  نه یوازې روح  بلکې ټول بدن د هغه تابع کیږي، ویده شوی  سړی یوازې د خوب ورکونکی ږغ اوري د هغه په امر لیري شی ویني  او له لیر ي واټن څخه ږغونه اوري.
«د  انسان نه پيژندل شوی واک»  په کتاب کې راغلي  چې  ټول خلک دا توان نه لري چې څوک ویده کړي  مګر   تر اوسه  انسانان له خپل  دې بدني  واک څخه بې خبره دي او لا یې نه پيژندلي.
مصنوعی خوب  درې ډوله دی
۱-هیپنوتیزم:  هیپنوتیزم یوه  یوناني کلمه  ده چې د خوب مانا لري چې دا هم یو القایي ارادي  حالت دی.
د «دننه راز په کتاب »کې راغلي  چې لومړی وار دا نوم ډاکټر «جیمز برید»  کارولی دی او هغه خوب ته ویل شوی دی چې په ځانګړې تلقین سره  خلک ویدو ي
ځینې  وایي هیپوتیزم مصنوعي خوب ته وایي چې  یو  روښانه ټکي ته په دوامداره توګه  کتلو سره تر لاسه کیږي
هیپنوتیزم پخوا په  کلدانیانو، آشوریانو، مصریانو، هندیانواو ایرانیانو ا و کاینانو کې رواج درلود چې دخلکو ددرملنې دپاره یې کاروی ولې وروسته  ور ک شو بیا په (۱۷۷۵ )کې  اترشي ډاکټر « فرانسوا آنتوان مسمر»  له هغه څخه یادونه وکړه    هغه ویل: چې انسان یوه  قوه لکه مقناطیسی  قوه لری چې کولی شي د هغه له لارې په نورو اغیزه وکړو.
خو هیپوتیزم خوب نه دی ځکه په هغه کې د تفکر واک ، دخبرو امکان،  قضاوت او تګ هم راځي نو ویلی شو هغه  یوه  ځانګړې عاطفی اړیکه ده نو ځکه هغه ته مصنوعي خوب ویل شوی دی
۲-تله پاتی :  تله پاتي چې «تله»  یې دلیری  او «پاتوس»  یې د احساس مانا لري  یاني له لیری احساس  کولو ته وايي  چې دا احساس د معمولي احساس له لاری څخه لاس ته نه راځي
ځینې وایي تله پاتی  له یو سړی  سره له لیری فکري اړیکې ټینګولو ته وايي  یاني هر  څه چې یو سړی سوچ کوي  هغه بل یې درکولي شی یا هغه پېښه چې لیري  واقع کیږی هغه بیله دی چې له هغه محل سره اړیکی ولري د هغه خبر یږي.
یاني تله پاتي د فکر انتقال یا ددو سړیو تر منځ معنوي  او فکري اړیکو ته وايي یا ددو نفرو تر منځ له  لیری واټن څخه  دیو مطلب القا  ته وايي

داچې ایا انسانان   د تله پاتی واک لري؟ ډول ډول نظرونه  شته  د «روح د حقیقت» په کتاب کې راغلي چې د یو چا  د سوچونو واک بل  څوک اخیستلی نشي .مګر ویل  کیږي ځینې ځینې دا توان لري.
کله چې نجاشی د حبشې پاچا مړشو حضرت محمد (ص) په مدینه  منوره کې په  هغه ګړۍ خبر شو او د هغه ته د هغه په غیاب کې د فاتحي لمونځ ورکړ.
۳-عادی مصنوعی خوب : په تلقین سره دچا ویدوته وايي او لکه هیپو تیزم هغه تر خپلی اغیږی لاندی راولی  چی د پوه سړی  ته داسی خوب ورکول ډیر وخت غواړی   دا عموما  د انسان سره سایکولوژیکی  اړیکه نیول دی چې ځېني خلک دا ډول  ذاتی   واک لری  او قوه لری چي په خبرو څو ک ویده کړی

your ads

طبيعي خوب :

هغه وخت  پیښیږی چې  وجود د ستړيا احساس وکړي  يا فزيولوجيکي ذهني فعاليتونه د کار کولو په موخه د درېدلو په حالت کښي شي دماغ د انسان ستر کنترول کونکى امرکوي چې د خپل فعاليت ساحه ( دماغ اکبر، دماغ اصغر او نخاع شوکي )دي د خپلو فعاليتونو خوځښت لنډ کړي ځکه عصبي رشتې د سترګو په ديد اثر غورځوي او سر د ګنګسيت خواته هڅول کېږي وروسته بيا د حرکاتو په کنترول خپل حکم مني او د لاس پښو حرکت درېږي يا درندېږي. ارږمۍ چې له خوب څخه  پيدا کیږی او  د خوب  دراتلو  نښه  ده پیدا کیږی
د دې حالت د رفع کولو د پاره هر انسان خوب کوولو ته اړ کیږی چي اکثرآ انسان د شپې   ویدیږی چې د سبا  لپاره د بيا کارکولو توانمندي پيدا کړي

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب