د غاښو اناتومي یا دغاښو د جوړښت څېړنه
د یوه ځوان انسان دغاښو شمېر ۳۲ وي . د غه غاښونه په زاموکي په دې ډول ځائ پر ځائ سوي دي : ۸ غاښه لاندي اوباندي د مخ غاښونه، ۴ نېښونه لاندي باندي او ۲۰ نور پلن غاښونه لاندي باندي دننه په خوله کي پر زامو باندي ټینګ دي . ځیني انسانان له طبعیته څلور د عقل غاښونه نه لري، چې دغه ۴ دعقل غاښونه په ۱۷ کلنۍ یاپه ۳۰ کلنۍ کي راځي . نو د دغو انسانانو دغاښو شمېر ۲۸ توغاښو ته رسيږي .
د ماشومانو غاښونه ( دشېدوغاښونه) چې ټوله پوره سي ۲۰ غاښو وي . طبعي د یوه ماشوم د شېدو غاښونه د ۶ ږو میاشتو یا د ۹ هو میاشتو څخه پیل کېږي . ځیني استثناي حالتونه هم سته ، چې ماشومان په ۴ میاشتنۍ هم د غاښو په ایستلو پیل کوي او یا چې له موره پیداسي غاښونه ولري . دغه ۲۰ غاښه تر دوه نیم کلنۍ پوري پوره کېږي . د ماشوم په خوله کي دغه غاښونه داسي ځائ پر ځائ سوي دي : ۸ دمخ غاښونه ۴ نېښونه او ۸ د پاي غاښونه دي، چې په دې حساب لس غاښه پورته او لس کښته دي . وروسته تر شپږ کلنۍ بیا تر ۱۲ کلنۍ پوري اصلي یاني پاته کېدونکي غاښونه راځي .
د مخ غاښونه او نېښونه ټوله یوه ريښه لري . پلن غاښونه یوه یا درې ريښې لري . د غاښو دريښو شم ېر په ځانګړیزه توګه د یوه وګړي نه تر بل وګړي پور فرق لري، خو په عمومه توګه هرڅومره چې غاښ د خولې پاې ته کېږ ي ريښې ئي ډېريږي .
دانسان غاښونه چې ليدل کېږي مختلف ښکاري، خو د ټولو جوړښت یو شی دی . غاښونه چې تر ووریو پورته ښکاري ورته د غاښو «تاج » یا سروکي واي . تر سروکو کښته چې یو څه باریکه او ريښې خواته ځي د غاښ غاړه یا تنه واي، په وورویو کي پټي وي نه ښکاري . کښته د غاښ تر تنې د غاښ ريښه ده، چې دوه پر دریمه د ټوله غاښ جوړه وي . نو په دې ډول غاښ په شکولکه کي ټینګ ولاړ دی .
د غاښ سروکی په یوه پرده کي پټ دی، چې د غي پردې یا نسج ته د غاښ مینا واي . دغه پرده ډېره کلکه ده یاني د بدن تر ټولو هډوکو کلکه ده . دغه مینا ۹۸ وي په سلو کي د معدني مالګو څخه لکه کلسیم، فوسفات او فلور څخه جوړه سوې ده . د غاښ د فلور تړښتي جوړښت د غاښ د کلکواله سره ډېره مرسته کوي . دغاښ مینا و هر ډول انساني فشار ته مقاومت لري . مګر و هر کمیاوي فشار ته مقاومت نه لري . مکروب او تېزاب کولاي سي هر څرنګه چې کلکه مینا وي ملایمه کي او خوږه وي ئي . تر دغي کلکي پردې لاندي د غاښ مونډه (Dentin) دی، چې د غاښ تر مینا څه ملایم دی او د غاښ عمومي برخه جوړه وي . د غاښو مینا او دغاښو مونډه د کلکو توکو څخه دغاښو شمېرل کېږي . د غاښ په مونډه کي وړوکی نری کانال تېرسوی ، چې په دغه کانال کي د غاښ اعصاب تېر سوي ، چې په دغه واسطه د یوه خوږ او یا د غاښ د ناموزه کېدو خبر د غاښ و د ننه ته ورکوي .
د غاښ مینا د غاښ د تنې سره ډېره نازکه کيږي، چې په دې ډول د غاښ مونډه حفاظه نه لري . که چيري وورې د غاښ څخه څه کښته راسي نو دغه ځائ لڅ شي او بې حفاظې پاته شي، که له دغه ځا یه سره د غاښو برس، تودې یا سړې اوبه ځني ومښلي ډېره بې ځایه څانګه کوي .
برعکس د مینا بیا د غاښ مونډه (Dentin) د ژوند تر پایه که غاښ جوړ وو تل که خوږ سو برته غوښه راوړي او جو ړیږي . دغه لامل دی، چې د غاښ حساسیت، وروسته تر یو څه مهاله له منځه ځي یاني غاښ بېرته جوړيږي .
دغاښ حرام مغز (Pulpa)
د غاښ په دننه کي یوه پسته ماده پرته ده، چې دغه دغاښ حرام مغز دي، چې د غاښ د عصب سره یو ځائ دی . او د غاښ د وینو بهیر سمه وي او غاښ له دننه څخه په وینو تغذیه کوي .اودغه حرام مغز چې دغاښ د ريښې د څوکه په یوه وړوکي سوري کي دی دشکولکي سره تړاو پیدا کوي . د عصب ریښې او د وینو وړوکي رګونه د غاښ د څوکي د سوري څخه و هډوکو ته د غاښ په حرام مغز کي ورځي .
غاښونه باید ښه وساتل سي تل د غاښو په کرېم پرېوله سي او یا په ملایم پا ک مسواک پرېوله سي . کلک شی باید په غاښ مات نسي په کال کي دوه واره د غاښو ډاکټر ته ورتګ هرومرو دی . هغسي د غاښو برس باید استعمال سي،چې وورۍ ئي مني .
یو د پاړسي شاعر وايي:
لذت دنیا زن و دندان بود ګر زن و دندان نباشد جهان ویران بود
محمد سرور وکیلي
ژباړه د « ویکي پېدیا» څخه (Wikipedia)