چه‌ګوارا څوک و؟ څنګه دا لقب ترلاسه کړ؟

د چه ګوارا د ژوند ژور او جالب اړخونه:

ارنستو رافایل ګوارا دلاسرنا چې په چه‌ګوارا مشهور دی، انقلابي مارکسیست او د کوبا د چریکي جنګ رهبر د ژوئن په ۱۴مه په کال ۱۹۲۸ د آرژنتاین په روساریو ښار کې په یوه اسپانیايي- ایرلندي کورنۍ کې وزېږېد.

د پلار نوم یې ارنستو ګوارا لینچ او مور یې سلیا دلاسرنا نومېده. چه ګوارا د جولای د ۲۶ د جنبش چې رهبري یې فیدل کاسترو کوله، اصلي غړی و چې ۱۹۵۹ کې واک ته ورسېد. هغه وروسته له یوې مودې چې د کوبا د نوي دولت کلیدي مسوولیتونه یې پر مخ وړل، په کال ۱۹۶۶ کې یې کوبا پرېښوده او د همدارنګه انقلابونو د جوړولو په هڅه کې نورو ممالکو ته ولاړ.

لومړی ځل یې د کنګو دموکراته جمهوري خپله موخه وګرځوله او وروسته یې بولیوي ته سفر وکړ چې هلته د سي آی اې د نظامي عملیاتو په ترڅ کې ونیول شو. د سي آی اې مسوولینو هیله درلوده چې ګوارا ژوندی پاتې شي او د هغه له اطلاعاتو څخه ګټه پورته کړي، مګر د بولیوي ارتش هغه اعدام کړ. وروسته له مرګ څخه یې چه ګوارا د درېیمې نړۍ د سوسیالیستي انقلابونو په اتل بدل شو. هغه د دې پرځای چې د نامظمه جنګونو د طراحي لپاره تقدیر شي ډیر د خپلو انقلابي فکرونو لپاره تقدیر کېږي.

چه ګوارا په یوه متوسطه او چپ ګرایانه فکر لرونکې کورنۍ کې وده وکړه، د افراطي فکرونو په درلودو سره په کورنۍ کې مشهور و. پر دې سربېره چې د آسم په نامه فلج کوونکي ناروغي یې درلوده، ویې کولای شوی چې په ممتاز ورزشکار بدل شي. په کال ۱۹۴۸ کې د ډاکترۍ په رشته کې د بوئنوس آیرس پوهنتون ته یې لاره وموندله او په کال ۱۹۵۳ کې یې خپل تحصیل پای ته ورساوه، د خپلې رخصتۍ ډېره موده یې لاتین آمریکا ته په سفر کې تېروله.

له تحصیل څخه له فراغت وروسته چه ګوارا ګواتمالا ته سفر وکړ. هغه وخت کې جاکوب آربنز ګازمن د خلکو د حکومت په رأس کې و، همدا وخت و چې ګوارا د «چه» لقب لاسته راوړ. چه، په آرژنتاین کې د غږ کولو لپاره کارول کېږي او په لاتین آمریکا کې آرژنتایني خلکو ته چه وایي.

کال ۱۹۵۴ کې د آربنز حکومت د آمریکا د کودتا په وسیله سقوط وکړ، چه ګوارا د پایلې ته ورسېد چې د آمریکا حکومت د هغو حکومتنو په ړنګولو کې ده چې د توسعه په حال کې وي. دا خبر د چه ګوارا د سوسیالیستي لیدلوري منبع وه او څو څو ځله یې په خپلو ویناوو کې ورته اشاره کړې ده.

کله یې چې په کوبا باندې حمله وکړه، دی د ګروه ډاکتر و، هغه وخت چې د درملو کڅوړه یې پر ځمکه واچوله، چې د خپلو فراري هم قطارانو مهمات له ځمکې جګ کړي، همدا شېبه له ډاکتر څخه په یوه مبارز د بدلون شیبه یادوي. کله چې د فیدل کاسترو عساکرو هاوانا ښار ۱۹۵۹ کال کې تصرف کړ، سوسیالستي نوی حکومت تاسیس شو. څه موده وروسته ګوارا د کوبا په اوسېدونکي بدل شو او له خپلې ښځې «هیلدا ګدا» څخه بیل اوله «آلیدا مارچ» سره یې واده وکړ او له هغې څخه د څلورو اولادونو خاوند شو.

چه ګوارا په بولیوي کې د بولیوي عسکرو لخوا د سي آی اې عسکرو په مرسته بندي او باري نیتوس یې د اعدام امر صادر کړ. هغه یوه قدیمي ښوونځي ته یوړل شو د هغه لاسونه یې د ټولګي په تخته وتړل د هغه زړه یې خپل هدف وګرځاوه. مخکې له مرګ څخه چه ګوارا د اعدام مامورینو ته وویل:
“پوهېږم چې زما د وژلو لپاره دلته راغلي یاست، فیر وکړئ ډارنو، تاسو یو نر وژنئ.“

ژباړه: نجم الرجمن ناصري

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب