حاملګۍ نښې او دمخنیوي لارې

نن سبا دا خبره ډیره اسانه ده چې یوه میرمن پوه شي چې حمل لري که نه ؟ په یوه ساده ټست یا ازمیښت دا خبره جوتیداي شي چې یوې میرمنې حمل اخیستی دی که نه ؟ خو له دې سره سره به دلته څو لنډې لارښونې وکړو چې تاسو پوهیداي شي حمل لرئ که نه؟

ځینې میرمنې د هګۍ له القاح سمدستي وروسته دغه احساس کوي چې امینداوره شوي دي خوځینې میرمنې له ازمیښتونو وروسته په دې پوهیږي چې حمل لري که نه هدف دا دی چې دلته ځینې نښې بیانوو نو ښايي په بیلابیلو میرمنو کې دغه نښې توپير وکړي په ټول کې دغه نښې عامې دي خو ښایي ځینې میرمنې دغه نښې ونه لري او یا ځینې نورې نښې ولري چې دلته موږ نه وي ذکر کړي .

دحمل تر ټولو عامه نښه دا ده چې دمیرمنې میاشتنی عادت یا مریضي ورکه کیږي دا یې لومړنۍ نښه ده چې میرمنې متوجه کیږي حمل ېې اخیستی دی .البته که میاشتنۍ مریضي منظمه وي نوممکنه ده دا یوه اصلي نښه وبولو خو ځینې وخت میاشتنۍ مریضي نامنظمه وي په دې حالت کې به سخته وي چې د میاشتنۍ مریضي ځنډ د حمل یوه نښه وبلل شي.

لومړی د سینې او دسینې د څوکو درد یوه عامه نښه ده چې له القاح درې اونۍ وروسته رامنځته کیږي دغه راز ممکنه ده سینې لږ وپړسیږي همغه ډول چې د میاشتنۍ مریضۍ په وخت سینې پړسیږي.
که یوه میرمن حمل ولري ممکنه ده په مخ کې تت داغونه یا لکې ولیدل شي پر مخ دغه داغونه ممکنه ده له القاح اته یا لس ورځې وروسته ولیدل شي ورسره په نس کې په تیره بیا د رحم په عضلاتو کې یو ډول درد او کشش پيدا کیږي دا ددې نښه ده چې میرمنې حمل اخیستی دی .

یوه بله عامه نښه د سینې دڅوکې درنګ بدلون دی دسنې دڅوکې شاوخوا برخه نوره هم قهوه ای رنګ پيدا کوي او ورسره ېې ضخامت زیاتیږي په دې برخه کې ویل کیږي کله چې د سینې شاوخوا برخه نورهم تیاره رنګ خپل کړي دا ددې سبب کیږي چې ماشوم په اسانه د مو دسینې څوکه پيدا کړي او شیدې وخوري .
دغه راز ممکنه ده سینې لوېې اورګونه ېې څرګند شي او د سینې د څوکو په شاوخوا کې راوتلې برخې ممکنه ده ډیرې شي .

your ads

له هغه وروسته چې یوه میرمن امیندواره شي په لومړنیو اتو یا لسو اونیو کې ډیر ستړې او ستومانه ښکاري ځکه چې په بدن کې یو لړ میتابولیک بدلونونه رامنځته کیږي او باید ټول بدن ځان د ماشوم حمل کولو ته چمتو کړي چې دغه چاره ډیرې انرژۍ ته اړتیا پیدا کوي له دې امله میرمن ستړې او ستومانه ښکاري د غه ستړیا اوسستي د حمل له دولسمې اونۍ له منځه ځي.

کانګې او زړه بدوالی یوه عامه نښه ده چې په لومړني ماشوم کې ډیر وي او ممکنه ده د هګۍ له القاح یوه اونۍ وروسته ر امنځته شي چې دسهار له پلوه ډیر وي خو په په هر وخت کې ممکنه ده ولیدل شي .
کله چې دحمل له امله میاشتنۍ مریضي وځنډیږي ممکنه ده م یرمن له حده زیات د تشو میتازو لپاره تشناب ته لاړه شي ددې علت دا دی چې په رحم کې د ودې په حال کې ماشوم ممکنه ده ستاسو په مثانې فشار راوړي.
یوه بله نښه دا ده چې دامیندوارۍ په لومړیو کې میرمن ممکنه ده لږ قبضیت ولري د امیندوارۍ په وخت ځینې هورمونونه تولیدیږي چې پر لویو کولمو اغیز کوي او دقبضیت سبب کیږي.

یوه بله عامه دبدن د تودوخې لوړیدل دي د میاشتنۍ مریضي په موده کې تودخه لوړیږي که دغه تودوخه بیرته ښکته نه شوه معني ېې دا ده چې میرمن امیندواره شوې ده .
کله چې یوه میرمن حمل اخلي هګۍ د درحم په نلکو کې القاح کیږي په دې وخت کې بدن یو ډول هورمون ترشح کوي
چې hCG بلل کیږي دغه هورمون ددې سبب کیږي چې د بدن تودوخه لوړه شي .

او بالاخره ترټولو مهمه خبره دا ده چې د حاملګۍ ټسټونه تر ټولو خوندي لاره ده چې ښيي میرمنې حمل اخیستی دی که نه که ستاسو میاشتنۍ مریضي څو ورځې وځنډیده د تشو میتیازو د حاملګي تست له تاسو سره مرسته کوي دغه ازمیښت له القاح لس یا څوارلس ورځې وروسته ښه نتیجه ورکوي که تاسو د بلې مریضۍ صبر نه شي کولاي د وینې تسټونه له تاسو سره ډیره مرسسته کوي چې له القاح اته یا لس ورځې وروسته ترسره کیږي التبه دا خبره په یاد ولرئ چې دغه ټسټونه سل په سلو کې سم او باوري نه وي په دې معنې که ټسټ منفي وي خو بیا هم تاسو احساس کوئ چې امیندواره شوی یاست یوه اونۍ وروسته دغه ټسټ تکرار کړئ او له ډاکټر سره مشوره وکړئ.

داكتره مريم زينب

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب