د غاښونو روغ ساتنه

 ۱ په ورځ کې باید دري ځله غاښونه پرې مینځل شي.
د سبانارې څخه وروسته،
د غرمې ډوډۍ خوړلو څخه وروسته،
د ماښام ډوډۍ خوړلو څخه ورسته،

۲- د هر څه د خوراک وروسته باید د غاښونه تار څخه استفاده وکړئ.
ځکه چې، د خوراک وروسته د غاښونو په منځونو کې د خواړو وړې وړې بڅرې پاتې کیږي، نو د دغو وړو بڅرو لیري کول د غاښونو څخه ډير ګټور دي، او غاښونه به مو صحتمنده پاتې سي.
که دغه د خواړو وړې بڅرې پاکې نسي، نو هم د غاښونو لکه منځ ته راځي او هم د خولې بوي.
د یادوني وړ دی چې، دغه تار یو مخصوص تار دی چې خاص د غاښونو د پاکولو لپاره جوړ سوی دی.

۳- د فلورایډ کیمیاوي ماده کارول.
نوموړې کیمیاوي ماده د غاښونو د کلکوالې لپاره ډیره ګټوره ماده دی. همداسې دا ماده غاښونه د سورې کیدو څخه هم ژغوري.
د یادونې وړ.
۳۰ دقیقې مخکې او وروسته د فلورایډ د استعمال څخه باید خوراک ونسي.

۴- د سوډا او تیزاب لرونکو مشروباتو څخه باید ډډه وسي.
په دغه ډول څښاک کې، د فاسفوریک تیزاب شتون لري چې د غاښونو لپاره ډير مضر دي.

۵- د سګرت څکولو څخه ډډه.
د مختلفو ډاکټرانو له وینا د مخې د سګرټ څکول یا د تمباکو استعمال یو د اساسې علتونو څخه دی کوم چې د غاښونو د خرابتیا سبب ګرځي.
د تمباکو په استعمال سره، د غاښونو هغه ظاهرې انساج له منځه ځي، غاښونه خپل اصلې شکل او ښکلا له لاسه ورکوي او په غاښونو داغونه راپیدا کوي.

۶- د ژاولو استعمال.
البته یو ډول ژاولې دي چې د غاښونو د پاکولو لپاره په خاصه توګه جوړې سوي دي، خو دغه عادي ژاولې بیا د غاښونو لپاره مضرې دي، خوږوالی او بوره پکې زیاته شتون لري، نو ځکه د غاښونو لپاره مضرې ګڼل سوي دي.

۷- د شرابو څښلو څخه ډډه وکړئ.
البته د شرابو څښل نه یوازې د غاښونو لپاره مضر دي، بلکه د وجود د بیلابیلو برخو لپاره مضر او زیان رسوونکي دي. علاوه پردغه د اسلام په سپیڅلې دین کې هم منع ګرځول سوي دي چې، څښل یې لویه ګنا دی.

۸- د غاښونو د ډاکټر سره په ټاکلې وخت کتل، او د غاښونو څخه مراقبت کول.
البته د ډاکټرانو او متخصصینو په وینا باید هر شپږ میاشتې وروسته د غاښونو ډاکټر ته مراجعه وسي، او خپل غاښونه د ډاکټر په هدایت معاینه کړي.

ژباړه او راټولونکی عزیزالله ش هوتک

عزیزالله ش هوتک

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب