شکر ناروغي، ډولونه، نښې او درملنه

د شکری ناروغی یوه اوږده یا مزمنه ناروغی ده، په د ناروغی کی په وینه کی د شکری یا خوږی اندازه لوړیږی.

په د خاطر چه ښه پوه شو چه په وینه کی شکره یا خوږه د کومه کیږی او څه وظیفه لری، نو لازمه ده تر څو په وینه کی د شکری په څرنګوالی پوه شو.

کوم شکری لرونکی خواړه چه هره ورځ موږ خورو، نوموړی خواړه د هضمی سیستم په واسطه ټوټی کیږی یا هضمیږی نوموړی خواړه د هضم او ټوټی کیدو څخه ورسته د وینی جریان ته داخلیږی او د ورځنیو کارونو او بدن د داخلی وظیفو د پر مخ بیولو په خاطر په مصرف رسیږی، یعنی خواړه د انسان بدن کی لکه د تیلو حیثیت لری.
نوموړی هضم شوی خواړه کله چه د وینی جریان ته داخلیږی د شکر په شکل وی چه ګلوکوز ورته ویل کیږی، او ګلوکوز د انرژی یا توان منبع ده او په بدن لکه د تیلو حیثیت لری.

د انسان په بدن کی یو ساختمان یا یوه غده ده چه د پانقراس په نامه یادیږی ( پانقراس د کلمو په لومړی برخه کی تر ینه لاندی موقعیت لری) پانقراس د انسولین په نوم یو نوع هورمون (هورمون یو ډول مواد دی چه د انسان په بدن کی د یو ډول خاصو غدو یا مرغړیو په واسطه تولیدیوی، د وینی جریان ته داخلیږی او د انسان د بدن د مختلفو وظیفو په کنټرول او پر مخ بیولو کی مهمه دنده لری) افرازوی، انسولین د خوړو څخه په لاس راغلی ګلوکوز د بدن حجرو ته انتقالوی او د ورځنیو کارونو د پر مخ بیولو لپاره یی په مصرف رسوی، که چیری د ګلوکوز اندازه د ضرورت څخه زیاته وی نو نوموړی ګلوکوز د ینی خوا ته وړی او هلته ذخیره کیږی، د ضرورت په وخت کی که چیری انسان ته خواړه ونه رسیږی نو دا په ینه کی ذخیره شوی ګلوکوز بیرته د وینی دوران ته ازادیږی او د انرژی د منبع په حیث کارول کیږی، او یا که چیری د ګلوکوز اندازه د ورځنی مصرف څخه هم زیاته وی او د ینی د ذخیری څخه هم زیاته وی، نر د بدن په مختلفو برخو کی د وازګو په شکل ذخیره کیږی او د انسان د چاغښت سبب ګرځی.

هغه خلک چه د شکری ناروغی لری یا یی د وینی شکره زیاته وی، نشی کولای چه ګلوکوز په مصرف ورسوی، ینی ته یی د ذخیری په خاطر یوسی او یا یی د بدن په شحمی حجراتو د وازګی په ډول ذخیره کړی، کیدای شی لاندی مشکلات ولری:
دد ناروغانو د پانقراس غده نشی کولای په کافی اندازه انسولین افراز کړی.
پانقراس انسولین افراز کولای شی مګر د بد ن حجرات مشکل لری، انسولین ته درست او کافی ځواب نه وایی.
کیدای شی پورته دواړه مشکلات په یو وخت کی موجود وی یعنی انسولین هم په کافی اندازه نه افرازیږی او د بدن حجرات هم مشکل لری نه شی کولای چه ګلوکوز په مصرف ورسوی.

د شکرې ناروغې ډولونه :

په عمومی ډول دوه عمده شکلونه لری، چه اسباب او دد ناروغی څخه راپیښیدونکی خطرونه او همدارنګه شخص عمر په دواړو ډولونو کی یو له څخه توپیر لری:

لومړی شکل چه د Type 1 diabetes په نوم یادیږی، دا ډول د شکری ناروغی د عمر په لحاظ هر وخت مینځ ته راتلای شی، خو ډیر واقعات یی په کوچینوالی کی معمولآ د لس کاله په عمر یا تر هغه په لوړ عمر کی مینځ ته راځی، په د شکل کی بدن یا د پانقراس غده انسولین نه افرازوی او یا په کمه اندازه انسولین افرازوی، په همدی خاطر د ډول شکری ناروغی ته د انسولین سره تړلی شکره یا Insulin defendant diabetes mellitus(IDDM) هم وایی.

دوهم شکل شکری ناروغی چه د Type 2 diabetes په نوم هم یادیږی، دا ډول ناروغی د شکری ناروغی زیاته برخه جوړوی یعنی د شکری ناروغان اکثرآ یی په د ډول کی شامل دی، دا ډول ناروغی اکثرآ په لوړ عمر کی مینځ ته راځی، د شکری ناروغی په د ډول کی مشکل معمولآ د بدن په حجراتو کی وی چه د انسولین په مقابل کی کافی ځواب نه وایی، همدارنګه کیدای د انسولین د افراز مشکل هم موجود وی. دا چه دا ډول شکری ناروغی د انسولین په کموالی پوری تړلی نده نو له همدی کبله د ډول ناروغی ته Non Insulin defendant diabetes mellitus ( NIDDM ) هم وایی.

د حاملګی د دوران شکره:

دا ډول د شکری ناروغی په حامله ښځو کی د حمل د دوران په مختلفو وختونو کی مینځ ته راتلای شی. په د حالت کی حامله میندی کیدای شی چه مخکنی تاریځچه د شکری ونه لری، دا ناروغی د ولادت څخه ورسته خپله ښه کیږی او بعضی وخت کیدای شی د شکری د ناروغی په ډول ادامه پیدا کړی یعنی د ولادت څخه وروسته مریضی په دوامدار ډول موجوده وی.

د شکری ناروغی نښی:

د لیدلو مشکلات خصوصآ د شپی له خوا.
ډیر تږی کیدی.
خستګی یا د ستړیا احساس.
لوږه.
ډیر بولی کول.
ډنګریدل یا د وزن د لاسه ورکول.
دا چه ډیر ناروغان په دوهم شکل یا Type 2 diabetes ناروغی اخته وی، او د ډول ناروغی ورو ورو پر مختګ کوی، په لومړی سر کی ناروغ کیدای شی د ناروغی نښی و نه لری. معکوس د لومړی شکل یا Type 1 diabetes ناروغی سیر یا مینځ ته راتلل په لنډ وخت کی مینځ ته راځی او نښی یی هم ژر څرګندیږی. په مریض کی د ناروغی نښی ژر څرګندیږی، چه دا مرض په ژر تشخیص کی مرسته کولای شی.

دا چه مخکی مو یادونه وکړه چه زیاتره ناروغان په دوهم یا ټایپ ۲ باندی اخته وی، او دد شکل نښی ورو ورو ښکاره کیږی، په همدی خاطر وروســته له څو کلو کیدای شدید مشکلات ولری لکه:
په لیدلو کی مشکل خصوصآ د شپی له خوا، د رڼا په مقابل کی حساسیت یعنی د ناروغ سترګی د رڼا په مقابل کی بریښی د ناروغی د زیات پرمځتګ سره کیدای شی ناروغ په ټپه ړوند شی.
د ناروغ د بدن په پوستکی خصوصآ په پښو باندی دردناک زخمونه پیداکیږی چه کیدای شی منتن یا مکروبی شی.
عصبی ریښی د بدن په مختلفو ساحو کی کیدای شی ضرر ووینی چه په نتیجه کی د مربوط ساحی د درد، خارښت او حسیت د لاسه ورکولو سبب کیدای شی. همدارنګه د عصبی ریښو د متضرره کیدو له وجی کیدای شی هضمی مشکلات، د ځان مینځلو څخه مخنیوی او داسی نورو مشکلاتو سبب شی.

د شکری ناروغی تشخیص:

د شکری ناروغی قطعی تشخیص په لابراتواری معایناتو ولاړ دی، د معایناتو لپاره د ناروغ ادرار او وینه کتل کیږی که د ناروغ ادرار وکتل شی په لوړه اندازه شکره به ولری خو باید په یاد ولرو چه یوازی د ادرار لابراتواری معاینه د تشخیص لپاره کافی نه ده ځکه کیدای شی د یوی خوږی غذا یا خوږو شربتو د څښلو ورسته په ادرار کی د شکر اندازه لوړه وی چه دا د شخص په مریضی دلالت نه کوی د تشخیص لپاره ضروری ده تر څو د ناروغ کس وینه وکتل شی.

کله چه د ناروغ د وینی د شکری اندازه له 200mg/dL څخه لوړه وی په د صورت کی ډاکتر د شکری په ناروغی مشکوک کیدای شی د قطعی تشخیص لپاره لاندی ټیسټونه باید ترسره شی:
په نهاره په وینه کی د شکری اندازه معلومول: سهار نهاری نه مخکی وینه د شکری د اندازی لپاره اخیستل کیږی، که چیری د شکری اندازه له 126mg/dL څخه لوړه وی، او نوموړی ټیسټ دوه ځله باید تکرار شی، نو موږ ویلای شو چه شخص د شکری په ناروغی اخته دی، که چیری د کلوکوز یا شکری اندازه د 100-126mg/dL تر مینځ وی دی د حالت ته pre-diabetes یا د شکری ناروغی د شروع مرحله ویل کیږی اود ناروغی دوهم شکل یا تیپ ۲ مینځ ته راتلو لپاره خطری فکتور دی.
Hemoglobin A1c test: هیموګلوبین د وینی په سروکریواتو کی موجود پروتینی مواد چه څو تیپونه لری یو تیپ یی Hemoglobin A په نوم یادیږی او Hemoglobin A بیا څو نور فرعی شکلونه Sub Typeیالری چه یو یی هم Hemoglobin A1c په نوم یادیږی چه نورمال او مرضی حالت په لاندی ډول دی:
۱ – نورماله اندازه ۵،۷٪ څخه کمه وی.
۲ – د شکری ناروغی د شروع مرحله یا pre-diabetes ۵،۷٪-۶،۴٪ .
۳ – د شکری ناروغی قطعی او تشخیصی اندازه ۶،۵٪ او یا تر د لوړه.
د خولی د لاری د قـــند یا شکری د تحمل تیست: په د حالت کی په ناروغی مشکوک کس ته د خولی د لاری په کافی اندازه کلوکوز یا شکری لرونکی مایعات ورکول کیږی. د مایعاتو د څښلو نه دوه ساعته ورسته د مشکوک کس د وینی معاینات تر سره کیږی که چیری یی د شکری اندازه له 200mg/dL څخه زیاته وی دا دد ښکارندویی کوی چه شخص په تیپ ۲ شکری ناروغی اخته دی.

شکر ناروغي درملنه:

کوم کسان چه د شکری د ناروغی د شروع په مرحله کی وی خصوصآ تیپ ۲مریضان (pre-diabetes phase) کولای شی چه د ناروغی مخ د ژوند څرنګوالی او غذایی رژیم د بدلو سره وګرځوی، مثلآ منظم ورزش وکړی، په پښو وګرځی ، غذایی رژیم تنظیم کړی د ضرورت څخه زیات خوړو د خوړلو څخه ډډه وکړی هغه خواړه چه د وزن د زیاتوالی سبب کیږی و نه خوری، په خپل غذایی رژیم کی سبزیجات ( خام او پاځه) میوه جات شامل کړی، په د ډول کیدای شی چه ناروغی ته مساعد کس بیرته نورمال حالت ته وګرځی.

د شکری ناروغی تداوی ( تیپ ـ ۱ او تیپ- ۲) په غذایی رژیم، منظم تمرین یا ورزش او دوا پوری تړلی ده خو غذایی رژیم او ورزش په هر حالت کی ډیر اړین دی او کولای شو د منظم غذایی رژیم په اخیستو او منظم ورزش په کولو علاوه د شکری د ناروغی د ډیرو نورو ناروغیو مخنیوی وکړو.
په دوایی تداوی کی انسولین او مختلفی دوا ګانی توصیه کیږی انسولین د تیپ- ۱ مریضانو لپاره توصیه کیږی همدارنګه تیپ- ۲ هغه مریضان چه د نورو دوایانو په مقابل کی ځواب نه وایی.

دا چه د شکری د ناروغی تداوی کیدای شی د خطر حتی د مرګ سبب شی نه غواړم چه څه پکی ولیکم لازمه او غوره خبره داده چه که چیری په خپله یا بل کوم کس په د ناروغی اخته یا مشکوک وی نو ضروری خبره ده چه د ډاکتر صاحبانو تر نظارت لاندی او د ډاکتر صاحبانو د مشوری سره سم کړنه وکړی.

ډاکتره پښتنه پوپلزۍ

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب