د غاښونو ساتنه

 د غاښونو چينجن کېدل يوه داسي روغتيايي ستونزه ده چې د مخنيوي لارې چارې هم لري. سکينه چې د کابل ولايت اوسېدونکې ده، وايي: ”زما ټول ماشومان غاښونه برسوي، بل داچې خواږه شيان لږ ورکوم، ځکه يې نو غاښونه نه دي چينجن سوي“.غاښونه بايد په ورځ کې دوه ځله برس سي او د غاښونو هر ځل برسول بايد لږ ترلږه دوې دقيقې دوام وکړي. د برس کولو طريقه بايد داسي وي چې غاښ له پاس نه کښته خواته او له کښتې نه پورته خواته برس سي خو فشار سره دې له برسولو ډډه وسي، همدا راز بايدد غاښونو برس ژر ژر بدل سي. بايد لوند برس په قطۍ کې پاته نه سي، ځکه چې بيا مکروبونه په برس کې وده کوي او له دې لارې غاښونو ته لار کوي.

په دې باب يوه مېرمن سوله وايي: زه خپل غاښونه مسواك کوم، ځکه حضرت محمد(ص) فرمايلي چې، هغه لمونځ تر نو رو فضيلت لري چې لمونځ کوونکې غاښونه په مسواک وهلي وي. په يوه بل حديث شريف کې راغلي چې د مسواک په استعمال کې د خولې پاکي او د پاک الله رضا نغښتې ده.

که تر خوراک وروسته غاښونه ومينځل سي او بيا يې منځونه په تار پاک سي ډېره ګټه لري، خو په غاښونو کې د ځينو نورو شيانو وهل، لکه د اورلګيت لرګي، ستنه، سيخ او داسې نور تاوان لري. په دې هكله ډاکټر محمدرسول وايي: ”د خوږو شيانوخوړل غاښونو ته تاوان نه کوي، خو که خواږه يا هغه شيان چې قندي مواد لري په غاښونو کې تر ډېره وخته پاته سي غاښونه چينجن کېږي. بايد ډېري سريښناکې خوږې لږ وخوړل سي او يا دي له چايو سره وخوړل سي او تر خوړلو وروسته دي غاښونه برس سي. دغه ډول دي په غاښونو کلک شيان نه ما تېږي“.

سعید الغزنوی

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب