صحابه کرامو سیرت

د عمر بن خطاب رضي الله عنه ليکونه

د لته د اسلام دوهم خليفه اميرالمؤمنين عمر بن خطاب رضي الله عنه څو ليکونه را اخلو، چې خپلو واليانو د اسلامي لښکر مشرانو او نورو ته يې لېږلي دي، دا هغه اصول او بنسټونه دي چې نن د مسلمانانو چارواکو تر پښو لاندې کړي او دښمنانو يې پلي کړي دي؛ ځکه د هغه وخت په پرتله د مسلمانانو حال هم بدل دی، تر څو چې مسلمان چارواکي او عام ولس د اسلام هغو بنسټونو ته را ونه ګرځي چې د راشده خلفاوو په پېر کې ليدل کېدل، کله به هم عزت او بريا تر لاسه نه کړي، هغوی د الله دين او الهي قوانين په خپل ځان کې پلي کړي وو، ځکه ورته الله ټول کائنات مسخر کړي وو.

جنګي تاکتيک

په شام کې د مسلمانانو د لښکر قومندان سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه او د لښکر نورو مشرانو ته په يو ليک کې داسې وايي:

اما بعد: زه تا او ستا نورو لوړ رتبه وو ته له الله څخه د ويرې سپارښتنه کوم؛ ځکه چې د دښمن په وړاندې د الله وېره تر ټولو غوره چمتووالی او قوي جنګي تاکتيک دی، او تاسو ته امر کوم چې څومره له دښمنه ډاريږئ تر هغو زيات له ګناهونو ځان وساتئ؛ ځکه چې د لښکر ګناهونه تر دښمن لوی خطر دی، او الله د مسلمانانو مرسته له همدې امله کوي چې دښمن يې ګناهونه کوي، که داسې نه وه بيا به موږ پر دښمن کله هم برلاسي نه وو؛ ځکه چې موږ له هغوی څخه هم په شمېر او هم په وسائلو کې کم يو؛ نو که زموږ ګناهونه د هغوی له ګناهونو سره برابر شي بيا هغوی را باندي ځواکمن دي، موږ پر هغوی د نېکو عملونو له امله برلاسي يو نه د ځواکمنتيا له امله.

او پوه شئ چې تاسو سره د الله څارونکي پرښتې ملې دي، هغوی په هغه څه پوهيږي چې تاسو يې کوئ؛ نو حيا ورڅخه وکړئ او د الله له نافرمانۍ ځانونه وژغورئ او داسې مه وايئ چې دښمن له موږ نه بد دی؛ نو که ګناهونه کوو هم به پرې برلاسي يو، ډېر ځله الله په يو چا تر هغوی بد خلک مسلط کړي وي، لکه بني اسرائيلو چې ګناهونو ته مخه کړه الله پرې مجوسي کفار مسلط کړل د هېواد په منځ كې يې خپاره شول او دا يوه ترسره كېدونكې وعده وه.

او له الله نه  پر ځان داسې مرسته غواړئ لکه د دښمن په وړاندې يې چې غواړئ.

د ځان او ستاسو په اړه له الله همداسې غواړم

د اونۍ رخصتي

د همدې ليک په پای کې يې ورته داهم ليکلي و:

په هره اونۍ کې د جمعې ورځ  او شپه رخصتي کوئ څو مو ملګرو ته هوسايي وي، په دې ورځ به دوی خپله ستومانتيا باسي او خپلې وسلې او سامانونه به ترميم او سموي.

دروازه د خلکو پر مخ پرانستې لره

ضبه بن محصن رحمه الله وايي: عمر رضي الله عنه  ابوموسى اشعري رضي الله عنه  ته په يو ليک کې داسې ليکلي و:

…امابعد! کله ناکله د خلکو په زړونو کې له خپل پاچاسره کرکه پيداشي؛ خو زه له دې څخه پنا غواړم چې خلک زما او ستا په هکله داسې فکر پيدا کړي ، د شريعت حدود -که دورځې په يوه برخه کې هم وي- پلي کوه يې! که دوه کارونه داسې پيښ شي چې يو دخداى پاک لپاره وي او دوهم د دنيا لپاره وي؛ نو د خداى جل جلاله  کارته لومړيتوب ورکوه! ځکه چې دنيا خو پاى ته رسيږي مګر اخرت تلپاته دى، ناروا خلک و وېروه او مه يې پرېږده چې سره را ټول شي، د مسلمانانو د ناروغانو پوښتنه او د هغوى په جنازو کې ګډون کوه! خپله دروازه د خلکو پر مخ پرانسته لره اود خلکو کارونه پخپله کوه ! ځکه چې ته هم ددوى په ډول يو سړى يې، يوازې دومره ده چې خداى جل جلاله  له هغوى نه پر تا زيات پيټی اچولى دى، زه خبر شوى يم چې تا او کورنۍ دې په جامو، خوړو اوسپرليو کې جلاډول غوره کړى دى؛ نو اى عبدالله! له دې شيانو ځان وژغوره! داسي نشي چې د هغه څاروي په ډول شې چې په زرغونه لاره تېرشو او يوازې د خپل ځان د مړيدا غم ورسره وي، هغه به په ډېر خوراک غټ شي؛ خو اخربه دډېر خوراک له امله مړشي.

د مشر بې لاري د کشر د بېلاريتوب لامل

ور پسې يې داسې ليکلي و: ته دې خبر يې چې کله امير بې لارې شي؛ نو لاندې خلک يې هم بې لاري کيږي او په خلکو کې تر ټولو بدبخته هغه څوک دى چې دده دعملونو له امله يې لاندې خلک بې لارې شي…([1])

د نن کار سبا ته مه پرېږده

ضحاک رحمه الله وايي:عمر رضي الله عنه  ابو موسى اشعري رضي الله عنه  ته په يو ليک کې داسي ليکلي و:

…اما بعد! په عمل کې ځواک او کره والى هغه وخت پيدا کيږي چې د نن کار سباته نه پريږدې، اوکه داسې دې وکړل؛ نو ډېر کارونه به درته ډيرۍ شي او بيا به نه پوهيږې چې کوم يو لومړى کړم؟ په همدې ډول به ډېر کارونه درڅخه پاته شي، که دوه کارونه دې مخ ته راشي او يو ددنيا  بل د اخرت وي؛ نو د اخرت کارته لومړيتوب ورکوه! ځکه چې دنيا تيريږي او داخرت ژوند تلپاتې ژوند دى، هر وخت د خداى پاک وېره په زړه کې ساته او قرآن کريم لوله ځکه چې په همدې کتاب کې د علومو سرچينې اود زړونو ارام دى ([2]).

چارواکي به دعامو خلکو په ډول ژوند کوي

ابوصالح غفاري رحمه الله وايي : له مصر څخه عمرو بن العاص رضي الله عنه  حضرت عمر رضي الله عنه  ته ليک راواستاوه او ورته يې وليکل: ماد ځان لپاره د جامع جومات ترڅنګ يو ځانګړى ځاى جوړکړىدى ، ستاسو په دې هکله څه رايه ده؟

حضرت عمر رضي الله عنه  په ځواب کې ورته وليکل: د حجاز  اوسيدونکي لپاره په مصر کې کور څنګه کيداى شي؟ په  دغه ځاى باندې د مسلمانانو لپاره بازار جوړ کړه! ([3]).

 ابوتميم جيشاني رضي الله عنه  وايي: حضرت عمر رضي الله عنه  عمرو بن العاص رضي الله عنه  ته په يوليک کې داسي ليکلي و:

…..اما بعد! خبر شوى يم چې تا يو داسې منبر جوړ کړى دى چې ته کله پرې ناست يې او وينا کوي؛ نو پوندي دې د خلکو له څټونو پورته وي، ايا دا بس نه ده چې په ځمکه ودريږې او وينا وکړې؟ زه تاته په ټينګه قسم درکوم چې دا منبرمات کړه ! ([4]).

 ابوعثمان رضي الله عنه  وايي: مونږ په اذربائجان کې وو چې دحضرت عمر رضي الله عنه  ليک راغى اوداسې پکې ليکلي و: اى عتبه! دا وطن اود غه مال ستا په خواريو نه دى ترلاسه شوى او نه هم ستاد مور او پلار د خواريو پايله ده، ته چې په خپل کور کې څه خورې؛ نو فکر کوه چې همدغه خواړه  نورو خلکو ته هم رسيږي که نه؟ له بي ځايه لګښتونو ځان وساته، دمشرکانو په څير ځان مه جوړوه اود وريښمو کالي مه اغونده! ([5]).

عروه بن رُويم رحمه الله وايي : يو ورځ حضرت عمر رضي الله عنه  د حالاتو پلټنه کوله؛ نو د “حمص” سيمې د راغليو خلکو څخه يې پوښتنه وکړه چې ستاسو امير (عبدالله بن قرط رضي الله عنه  ) څنګه سړی دى؟ هغوى وويل: ډېر غوره امير دى؛ خو يوه خبره ده، هغه داچې نوموړي د ځان لپاره يوه دوه پوړيزه ودانۍ جوړه کړې ده.

حضرت عمر رضي الله عنه  سمدستي يو ليک وليکلو او استازي ته يې لارښوونه وکړه چې: کله هلته ورسيږې سمدستي به يې د دوهم پوړ خوني ته اور واچوې! استازى چې ورغى د امير المؤمنين ليک يې عبدالله بن قرط رضي الله عنه  ته ورکړ او سمدستي يې لرګي راټول کړل خوني ته يې اور ورته کړ، خلکو عبدالله بن قرط رضي الله عنه  ته خبر ورکړ، هغه وويل: دې سړي ته هيڅ مه واياست! ځکه چې دى د امير المؤمنين استازى دى، کله چې عبدالله بن قرط رضي الله عنه  د امير المؤمنين ليک ولوست رنګ يې سور شو او  مدينې ته را روان شو اوله راسېدوسره سم لومړى حضرت عمر رضي الله عنه  سره مخ شو، هغه له لاسه ونيو او د مدينې څخه د باندې يې هغې شګلني  صحرا (حره) ته له ځانه سره بووت چې د بيت المال اوښان به پکې څرېدل او ورته يې وويل: کميس اوباسه! هغه خپل کميس و يوست، حضرت عمر رضي الله عنه  له وړيو څخه جوړ يو څادر ورکړ او ورته ويې ويل: دا واغونده او له دې کوهي څخه اوبه راوباسه وښان وبه کړه! هغه دومره اوبه راوويستې چې اخر ستړى شو؛ نو حضرت عمر رضي الله عنه  ورته وويل : تر څو به په دنيا کې ژوندى يې؟ هغه وويل : ډېر کم وخت ، عمر رضي الله عنه  ورته وويل : د همدې کم وخت لپاره تا هغه دوه پوړيزه ودانۍ جوړه کړې وه او له کونډو او يتيمانو څخه دې ځان پورته کړى و؟ بيايې ورته وويل: ځه خپله دنده سمبال کړه او بيا داسې مه کوه!([6]).

د مصر نيل سيند ته ليک

قيس بن حجاج رحمه الله  دخپل يوه استاد له خولې وايي: عمرو بن العاص رضي الله عنه  چې مصر فتح کړ، دعجمي کال “بونه” مياشت په لومړۍ نېټه ورته مصريان راغلل عرض يې وکړ: اې زموږ مشره! زموږ په سيمه کې “نيل سيند” دا عادت لري چې هر کال ددغې مياشتې په دوولسمه نېټه يوه داسې پېغله نجلۍ راڅخه غواړي چې له پلاره يوه وي، موږ هر کال دداسې نجلۍ پلار اړباسو چې خپله لور موږ ته راکړي بيا موږ هغې ته قيمتي جامې او ګېڼه ور اغوندو او رود نيل ته يې ور غورځوو او که داسې ونه کړو نيل خپلې اوبه ورو ورو کموي تر دې چې يومخ اوچيږي، عمرو بن العاص رضي الله عنه  ورته وويل: په اسلام کې دا کار ناشونی دی؛ ځکه چې اسلام پخواني (ناروا) رواجونه له منځه وړي، راوي وايي: کله چې “بونه، ابيت او مسري” مياشتې تيرې شوې، نيل په کمېدا پيل وکړ تردې چې دخواو شا خلک کډه کولو ته اړ شول؛ ځکه چې دهغوی ټوله ګوزاره دنيل په اوبو روانه وه، عمرو بن العاص رضي الله عنه  چې وکتل خلک له يو ناورين سره مخ کيږي، نو حضرت عمر رضي الله عنه  ته يې ليک ور وليږه او له پيښې يې خبر کړ، هغه په ځواب کې ورته وليکل: ډېر دې ښه کړي دي؛ ځکه چې اسلام پخواني رواجونه له منځه وړي او ما په دې ليک کې يوه ټوټه ليک نيل ته ليکلی چې در ورسيږي ور وايې چوه، عمرو رضي الله عنه  چې هغه ليک پرانست داسې پکې ليکل شوي و:

د الله بنده اميرالمؤمنين عمر له خوا دمصريانو نيل ته!

امابعد: که ته په خپل اختيار بهيږې؛ نو مه بهېږه او که د واحد او قهار جل جلاله  په امر بهيږې؛ نو موږ له هغه نه سوال کوو چې تا وبهوي.

راوي وايي: صليب ورځې ته لا يوه ورځ پاتې وه او خلکو ځانونه کډه کولو ته چمتو کول، عمروبن العاص رضي الله عنه  چې دحضرت عمر رضي الله عنه  ليک ور واچو تر سبا پورې په نيل کې شپاړس ګزه اوبه را پورته شوې او له هماغه صليب ورځې (دسمبر24 مې) نه الله پاک د مصريانو ناروا دود له منځه يووړ. ([7])

عبدالحق حماد


([1] )       (اخرجه الدينورى كذا في الكنز ٣ /٤٩ او ابن ابى شيبه و ابونعيم كما في الكنز ٨ / ٢٠٩).

([2] )       (اخرحه ابن ابى شيبه كذا في الكنز ٨ /٢٠٨).

[3] : اخرجه ابن عبدالحكيم كذا في الكنز (٣ / ١٤٨).

[4] : اخرجه ابن عبدالحكيم كذا في الكنز(٣ / ١٦٦).

[5] : اخرجه مسلم كذا في الترغيب  (٣ / ٤٥٨).

[6] :         اخرجه ابن عساكر كذا في كنز العمال (٣ / ١٦٦).

[7] : أخرجه ابن عبدالحكيم في فتوح مصر، وابوالشيخ في العظمة، وابن عساكر، كذافي منتخب الكنز[4/380]. وأخرجه الحافظ ابو القاسم اللالكائي الطبري في كتاب السنة عن قيس بن الحجاج نحو؛ كمافي التفسير لابن كثير[3/464]. 

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: