که د خېټې اضافي وزن کموئ؛ نو دا خواړه مه هېروئ!

نن سبا ډیر خلک د خیټې له غټوالي نالېږي. د خېټې غټوالی حتی ورزش کولو سره بیا هم ډیر په مشکله له منځه ځي؛ خو ځینې خواړه بیا دغه مشکل په ډېرې اسانۍ سره حلولی شي.

دلته هغه خواړه درپیژنو چې په طبیعي ډول د خیټې اضافې غوړ او وزن کمولو کې به له تاسو سره ډیره زیاته مرسته وکړي:

1- ستروس میوې: ټولې هغه میوې چې ډیره اندازه ویټامین سي لري لکه لیمو، انگور او نارنج د بدن غوړ په ښه او چټک ډول له منځه وړي او همدا راز د بدن انسولین له منځه وړي چې په مرسته يې انسان وزن له خاصی اندازې څخه نه زیاتیږي. سحر کې د دغو میوو خوړل ډیره زیاته گټه لري.

همدا راز ستروس میوې زیاته اندازه پوتاشیم لري چې د سودیم اندازه په بدن کې نورمالولو سره د خیټې پړسوب مخه نیسي.

2- غوزان (چارمغز): غوزان ښه خوند لرلو سربیره زیاته اندازه اومیگا-۳ (Omega-3) هم لري چې انسان د ذهنی فشار له مختلفو ډولونو څخه ژغورلو سربیره د کولیسټرول او اضافه وزن اخیستلو مخه نیسي. خو پام کوي چې زیاته اندازه استعمال نه کړئ؛ ځکه چې یو انسان ته د ورځې څلور غوزان کفایت کوي.

3- بادام: بادام باید په یوه ورځ کې له لس دانو څخه زیات استعمال نشي. دغه خواړه د بدن قندي مواد کنټرولولو سره میتابولیزم فعالوي. په بادامو کې موجود کلسیم، پروتین او اومیگا-۳ به ټوله ورځ ستاسو د انرژي اړتیا پوره کړي.

4- شنه کافي: په دې وروستیو کې کافي د خېټې اضافي وزن کمولو له امله ډیر زیات مشهور شوی. شنه کافي کلورجینېک اسید (chlorogenic acid) لري چې په بدن کې غیر ضروري قندي مواد له منځه وړي او د بدن غوړ او اضافي وزن سوځوي همداراز په ځیگر کې میتابلویکي فعالیتونو مخه نیسي کوم چې د اضافي وزن کمولو مرحله چټکوي.

5- فایبر لرونکي سبزیجات: د اومه سبزیجاتو استعمال د عامې روغتیا لپاره ډیر زیات اړین دي. د گازرې او شنو پاڼو لرونکو سبزیجات استعمال د بدن فعالیت زیاتوي چې د اضافي وزن له منځه وړلو سبب گرځي. پالک او باراکولي د ورځني خواړه یوه اړینه برخه وگرځوئ.

له پورتنيو خواړو پرته نور ډیر سبزیجات او میوې هم شته چې په دغه برخه کې ډیره زیاته مرسته کوي لکه: توت، سالمن نومې کبان او د زیتون غوړ.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب