د عمر رضي الله عنه وفا او ایراني قومندان هرمزان عجیبه کیسه

“تستر”د ایران د خوزستان احواز نومي ښار ته په 85کلیو متري کې پرته اباده او زراعتي سیمه ده،  د فارس د امپراطوري په مهال دا مهمه سیمه وه او د یزدګر د واکمني په وخت کې هرمزان د دې سیمي حاکم و، د عمر بن الخطاب رضي الله هنه د خلافت په زما نه کې له نسبةً اوږدې محاصرې وروسته تستر  مجاهدينو فتحه کړ او هرمزان یې هم ژوندی ونیو، او له څو مجاهدینو سره یې مدیني منوري ته ولیږه، د دې مجاهدینو مشر انس بن مالک رضي الله عنه و او مغیره بن شعبه او احنف بن قیس هم ورسره وو.

د تستر او مدیني ترمنځ فاصله تقریبا 1000 کلیومیتره ده مجاهدینو د دې زرکیلومیتره فاصلې په وهلو سره هرمزان مدیني ته ورساوه، کله چې هغوی د مدیني ښار ته نږدې شول هرمزان ته یې د هغه ځانګړې وریښمیني جامې ورواغوستلې چې په سرو زرو ښایسته شوې وې، د هغه په ياقوتو پوښلی تاج یې ورپه سر کړ، او د هغه نادره توره او کمربند یې وروتړل، هغه ته یې د هغه جامې ځکه ورواغوستلې چې مسلمانان له هغو نه د مجاهدینو د فتحي اندازه ولګوي، او دا چې مسلمانان بریالي او دا سرکښه انسانان سرټیټي شول.

مدیني ته په ننوتلو سره د امیر المؤمنین عمر بن الخطاب رضي الله عنه کره ورغلل، هغه مور نه و ورته ویې ویل چې د کوفي موم پلاوی راغلی عمر له هغه سره په جومات کې ناست دی، دوی چې جومات ته ورغلل عمر هغه پلاوی رخصت کړی و او دی په جومات کې ویده و، د هرمزان لیدلو ته ډېر خلک رابوځای شوي وو هغوی جومات ته ورسره ننوتل، په جومات کې شور جوړ شو او عمر راويښ شو، صحابه کرامو ورته وویل: دا د تستر حاکم هرمزان دی مجاهدينو نیولی او دلته یې راورساوه، عمر چې هغه ولید ویې ویل: الحمد لله چې په اسلام سره دا او د ده په څیر نور ذلیل شول، ای مسلمانانو! په دې دین منګولي ولګوئ او د خپل نبي لاره ونيسئ، دنیا مو مغروره نه کړي ځکه دنیا غداره ده.  الحمد لله الذي أذل بالإسلام هذا وأشياعه، يا معشر المسلمين تمسكوا بهذا الدين، واهتدوا بهدي نبيكم، ولا تبطرنكم الدنيا فإنها غدارة.

[irp][irp][irp]

مجاهدینو ورته وویل: دا د اهواز پاچا دی خبري ورسره وکړه، ده ورته وویل: له ده نه دا ګاڼې او جامې لیري کړئ ساده جامې ورړاغوندئ او بیا یې راولئ؟ هغه چې په ساده جامو کې ورته راوستل شو عمر ورته وویل: زما نصیحت ومنه اسلام قبول کړه، په اسلام کې دي د دنیا او آخرت ګټه ده، هرمزان ورته وویل: د مومنانو اميره! ماته مي خپله عقیده ښه ده زه په زور اسلام نه منم، عمر ورته وویل: که اسلام ونه منې وبه وژل شې، جلاد یې راوغوښت او د هرمزان د وژلو اراده یې وکړه.

کله چې جلاد ورنږدې شو هرمزان وویل: د مومنانو اميره تږی مي مه وژنه یو ګيلاس اوبه راکړه، اوبه یې ورته راوړې هغه ګیلاس په لاس کې ونیو او عمر ته یې وویل: ترڅو مي دا اوبه نه یې څښلې زما له پاره امن ده؟ هغه ورته وویل: هو، هرمزان ګيلاس په ځمکه وويست او ویې ویل: دا اوبه زه نه څښم. او ای امیر المؤمنین! پخپله وعده وفا کول سپینه رڼا ده. عمر جلاد منعه کړ او ویې ویل:  ته رښتیا وایې، ستا په خبره به فکر وکړو.

[irp][irp][irp]

کله چې له هغه نه توره لیري شوه ویې ویل: ای امیرالمؤمنین! اوس وایم چې: أشهد أن لا إله إلا الله وأن محمداً عبده ورسوله وما جاء به حق من عنده. عمر ورته وویل: تا په ښه توګه اسلام قبول کړ، خو دا ووایه چې د اسلام منلو خبره دي ولي دومره وځنډوله؟ هغه ورته وویل: هغه مهال مي ځکه اسلام ونه مانه چې بیا به خلک وایي د توري له ډاره یې اسلام ومانه، او له ډاره له خپلي عقیدې تیر شو، عمر وویل: د فارس خلکو دومره ستره واکمني پخپلو عقلونو ترلاسه کړې وه، بیا یې امر وکړ چې له ده سره ښه چلند کوئ او درناوی یې کوئ. وروسته به عمر له ده سره د ایران د جګړو په اړه مشورې هم کولې. العقد الفريد لــ ابن عبد ربه الاندلسي 35/1.

وروسته چې ابو لؤلؤ مجوسي عمر رضي الله عنه شهید کړ د عمر زوی عبید الله هرمزان او د ابو لؤلؤ کوچنۍ لور په دې شک چې دوی به له ابو لؤلؤ سره مرسته کړې وي دواړه ووژل، ویل کیږي هرمزان چې په توره ووهل شو د توحید کلمه یې وویله، او زیاتو صحابه کرامو د هرمزان د قتل مخالفت وکړ کله چې څو ورځي وروسته عثمان رضي الله عنه خلیفه وټاکل شو هغه غوښتل عبید الله بن عمر په هرمزان او هغه بله نجلۍ باندي قصاص کړي، په دې خبره مخالفت رامنځته شو وروسته له عبید الله نه دیت واخیستل شو، کله چې علي بن ابي طالب رضي الله عنه خليفه شو هغه هم هڅه ومړه چې عبید الله په هرمزان باندي قصاص کړي خو هغه معاويه ته وتښتیدی. أدب القضاء للكرابيسي، وتاریخ الطبري والاصابه لابن حجر.

[irp][irp][irp]

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب