د اسلام دوهم خلیفه، حضرت عمر الفاروق (رض)

د اسلام دوهم خلیفه، سیدنا حضرت عمر الفاروق (رض)

پیژندنه:

نوم یې عمر کنیت یې ابو حفص او لقب یې فاروق وو، د پلار نوم یې خطاب او د مور نوم یې ختمه وو. د نبوي هجرت څخه یې څلویښت ٤٠ کاله د مخه نړۍ ته سترګې پرانیستې وې؛ سیرت پوهانو او مؤرخینو لیکلي چې چې حضرت عمر الفاروق (رض) د هجرت په اووم ٧ کال اسلام راووړ.

د امیر المؤمنین حضرت عمر الفاروق (رض) خلافت:

لس ١٠ کاله شپږ ٦ میاشتې او پنځه ٥ ورځې یې خلافت کړی دی، د خپل خلافت په دروان کې د عدل او انصاف یو ډیر ښکلی مثال قائم کړ؛ د حضرت عمر الفاروق (رض) مبارک ژوند د ټولې نړۍ د مسلمانانو او په تیره بیا د مسلمانو حاکمانو لپاره یو ځلیدونکی مشال دی.

الله تعالی دې دده درجې نورې هم پورته کړې او موږ ته د توفیق راکړي چې موږ د حضرت عمر الفاروق (رض) په قدم خپل قدمونه کیږدو.

مړینه:

حضرت عمر الفاروق (رض) د ذوالحجې په ٢٨ نیټه د سهار د لمانځه پر مهال د ابولؤلؤ د خنجر په پر له پسې ګوزارونو سره زخمي شو او د زخمونو له امله په ځمکه ولوید او د لمانځه لپاره حضرت عبدالرحمن بن عوف (رض) مخکې شو؛ د ابولؤلؤ د خنجر زخمونه ډیر ژور وو، نو له دې امله دری ٣ ورځې وروسته د هفتې په ورځ د محرم په لومړۍ ١ نیټه د هجرت په څلور ویشتم ٢٤ کال د شهادت لوړ مقام ته ورسید او د خپل محبوب حضرت محمد صلی الله علیه وسلم څنګ ته خاورو ته وسپارل شو.

انالله و انا الیه راجعون

الهام الله حیات

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب