د عُمر الفاروق رضي الله عنه عدل

 

عطاء رحمه الله وايي: حضرت عمر رضي الله عنه به هر کال د حج پر وخت د ټولو سيمو واليان راوغوښتل او بيا به يې خلکو ته وينا وکړه او داسې به يې وويل : اى خلکو! دغه واليان ماتاسو ته د دې لپاره نه دي درليږلي چې ستاسو څرمنې اوباسي يا در څخه ځمکې واخلي يا مو سپکاوى وکړي، دوى ما يوازې د دې لپاره درلېږلي چې تاسو په يو بل باندې تيري کولو ته پرينږدي او د غنيمت مالونه در وويشي؛ نو که څوک د دوى په هکله څه خبره لري ودې دريږي .

يو ځل يو سړى پاڅيد او ويې ويل: ستا فلاني والي زه ناحقه سل دورې وهلى يم، حضرت عُمر رضي الله عنه  هغه والي ته وويل: دی دې ولي نا حقه وهلى؟ او بيايې هغه سړي ته وويل: راشه او خپله بدله ترې واخله! عَمرو بن العاص رضي الله عنه پاڅيد او ويې ويل: اى امير المؤمنين! که تاسو له واليانو څخه همداسې بدلې اخلئ بيا به دا دوسيې دومره ډېرې شي چې له امير څخه بدله اخيستل به يوه تګلاره جوړه شي، حضرت عمر رضي الله عنه وويل: ما چې پخپله پيغمبر صلى الله عليه وسلم د بدلې ورکولو په حال کې ليدلى نو زه به ولي له خپل والي څخه بدله نه اخلم؟

عَمرو رضي الله عنه وويل: تاسو لږ وخت راکړئ مونږ به دا سړى خوشحاله کړو ، حضرت عُمر رضي الله عنه وويل: سمه ده! والي د يوې دورې په بدل کې دوه دينار ورکړل او هغه سړى يې خوشحاله کړ.
(مأخذ : حیات صحابه رضي الله عنهم)

ليکوال: أبو الزین “حکیم الله صابر” الحنفي

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب