د عذر څخه پرته روژه خوړل- لوی ګناهونه ۶

الله ويلي دي : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ  }183{ أَيَّامًا مَّعْدُودَاتٍ فَمَن كَانَ مِنكُم مَّرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ… {184}(1) اى مومنانو! پرتاسو باندې روژه داسې فرض شوې ده لكه چې له تاسو نه پر مخكېنو فرض شوې وه. څو شمېرلي ورځي نو كه له تاسو نه څوك ناروغ او يا مسافر وي نو بيا له نورو ورځو شمېر ( پوره كول ) دي .

په صحيحنو كې د پېغمبر  صلی الله علیه وسلم  څخه راغلي دي چې ويلي يې دي : ( بنى الاسلام على خمس : شهادة ان لااله الاالله وان محمداً رسول الله واقام الصلاة وايتاالزكاة وحج البيت وصول رمضان ) اسلام په پنځو بناوو باندې ولاړ دى : شاهدي وركول چې د عبادت لايق د الله جل جلاله  پرته څوك نشته او په رښتيا چې محمد  صلی الله علیه وسلم  يې راليږلى ( پېغمبر) دى ، لمونځ اداء كول ، زكات وركول ،كعبې شريفې ته تلل ( حج ) او درمضان د مياشتې روژه نيول دي .

پېغمبر  صلی الله علیه وسلم  ويلي دي : ( من افطر يوماً من رمضان لم يقضه صيام الدهر وان صامه )(2)  چا چې يوه ورځ  د عذر څخه پرته د رمضان روژه وخوړله كه بيا ټول عمر روژه ونيسي د هغې ( رمضان د روژې ) ځاى ته رسېدلاى نه شي .

د ابن عباس رضی الله عنه څخه روايت شوى دى : ( د اسلام درې قاعدې دي : شاهدي وركول چې د الله جل جلاله  څخه پرته بل څوك د عبادت لايق نه دى ، لمونځ او د رمضان روژه نيول دي ، څوك چې يو د دې درېيو څخه پريږدي هغه كافر دى . )

 (1)سورة البقرة الايتان 183و 184 .

(2) رواه الترمذى وانسائى وابن ماجه وابن خزيمة فى صحيحة كلهم من رواية ابن المطوس وقيل ابى المطوس عن ابيه عن ابى هريرة t ، و ذكره البخارى تعليقاً غير مجزوم ويذكر عن ابى هريرة t رفعه الخ قال البخارى : لاادرى سمع ابوه من ابى هريرة ام لا ابن حبان پحتج بما انفرد به والله اعلم 1هـ منذري وقال المصنف فى الصغرى : هذا لم يثبت 1 هـ .

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب