نیکمرغي په څه کې ده؟

نیکمرغي او سعادت هغه ورک شو څیز دی چې هر انسان يې په لټه کې سرګردان ګرځي، انسان لپاره د سعادت او نیکمرغۍ ځانکړي شیان او ځانګړې لارې چارې وي چې پرې لاس ته راوړلو هڅې کوي، څوک د مال او پانګې زیاتوالي کې نیکمرغي لټوي، ترڅو ښه کور، نوی ماډل موټر، ښه جامې او داسې نور پرې وپېري، ځینې وګړي بیا د ژوند ملګرې په انتخاب او په واده کولو سره نیکمرغي لټوي تر څو ورسره ټول ژوند تیر کړي، ځینې خلک په لوړ او با کیفیته تعلیم کې نیکمرغي لټوي (لوړې زده کړې تر ماستری او دکتورا پورې تر سره کړي) تر څو پرې ښه منصب تر لاسه کړي. او داسې نور شیان دي چې وګړي پکې خپل سعادت او نیکمرغي لټوي.
لیکن اصلي نیکمرغي پدی که ده چې د انسان زړه د الله تعالی په محبت باندې آباد وي او اړیکه يې د الله تعالی سره غښتلی شي، ځکه چې يواځينې د اطمینان، سکون او قناعت ژوند د الله تعالی په رضا او د هغه سره په اړیکه کې ده، کله چې د انسان اړیکه د الله تعالی سره جوړه شي بیا هغه مادي شیانو ته ډیره پاملرنه نه کوي، ګناهونه، او نفسي خواهشاتو تر سره کولو ته زړه نه ښه کوي، هدف او موخه يي د الله جل جلاله رضاء او د اخرت کامیابي ګرځي تر څو الله تعالی ورته هغه تل پاتې بریا د جنت ژوند ورته نصیب کړي.

عزتمنده وروره !
نیکمرغي او سعادت له آسمانه پر چا نه راکوزیږي، بلکي ای انسانه همدغه ته يې چې د نیکمرغۍ یا بدمرغۍ شیان ځان لپاره ټاکئ.
هغه څوک چې نیکمرغي پدې کې لټوي چې د ژوند ټول سهولتونه او آسانتیاوې دی ځان ته برابرې کړي تر څو نیکمرغه ژوند يې په نصیب شي نوموړې به هېڅکله هم د سعادت ژوند په سترګو و نه ګوري، بعضې صفات داسې دي چې انسان ته نیکمرغي په برخه کوي او بعضې بیا ددی پر ضد دي چې انسان بده مرغه کوي په پېل کې انانیت او ځان ځاني ده، پر هغه شیانو چې الله تعالی درته درکړي پرې راضي واوسه نیکمرغه ژوند به ولرئ، نیکمرغي دا نه ده چې تاسې د ستونزو او مشکلاتو سره مخامخ نه شئ بلکې نیکمرغي دا ده چې کله هم درباندې مشکل او ستونزه راځي، په آرام دماغ او حوصیلی سره يې مقابله وکړئ او خپل دماغ او اعصاب له لاسه ورنکړئ بلکې له صبر او استقامت څخه کار واخلئ.

ګرانه وروره !
د نیکمرغۍ طمعه او توقع هغه مهال له ځانه ولره چې د نیکمرغۍ په لاره روان یاست ځکه نیکمرغي پدې کې نه ده چې ځان په یو تمځای کې تم کړئ او ووایاست چې مقصد منزل ته ورسیدم او نور به په آرامه کینم ‎، بلکې نیکمرغي د ژوند په ټولو پړاونو کې تل پاتې او دوامداره هڅې دي، په درکړل شوي شیانو باندې قناعت وکړه، تل لپاره خپل ځان څخه ما تحته کسانو ته وګوره، هغه څوک رایاد کړه چې الله تعالی پرې امتحان او ازمیښت راوستې نو نیکمرغه ژوند به مو په برخه شي.
خپله نیکمرغي په نورو خلکو کې مه لټوه ځکه چې بیا به یواځې پاتی شئ، بلکې خپله نیکمرغي په خپل ځان کې ولټوئ ولو که يواځې هم پاتی شئ نو نیکمرغه ژوند به مو په نصیب شي.

د نیکمرغۍ (۱۱ ) نښې او لاملونه چې په لاندې توګه یادونه کیږي:
۱ – انسان باید د دنیا په اړه پرهیزګاره وي او د اخرت لوري ته رغبت لرونکی وي.
۲ – په ټول همت او ځواک سره د الله تعالی عبادت تر سره کول او د قرآن کریم ډیر زیات تلاوت په تدبر سره تر سره کول.
۳ – د اړتیا سره سم او ضرروت پر مهال خبرې کول او له ډیرو خبرو څخه ځان ساتل.
۴ – پنځه واړه لمونځونو په پابندې (جماعت) سره په پوره اطمینان او سکون سره اداء کول.
۵ – له هر ډول حرامو او مشتبهاتو څخه ځان ژغورل .
۶ – له نیکانو وګړو سره ناسته او ورسره مجلس کول.
۷ – عاجزي کول او هر ډول غرور او کبر څخه ځان ساتل.
۸ – دفرضي زکات تر څنګ پر صدقاتو ورکړئ باندې ترکیز کول.
۹ – د الله تعالی پر مخلوقاتو باندې رحم کول، او له هر ډول زور زیاتې څخه ځان ساتل .
۱۰ – خلکو ته ښیګڼه او نفع رسول.
۱۱ – د مرګ یادول او دغه اوږد سفر لپاره هر مهال تیارې تر سره کول.

د بدمرغۍ ( ۱۱) لاملونه او اسباب:
۱ – د مال بې کچه مينه، (جمع کولو، ذخیره کولو او دمال حرص زیاتوالی) او د عمر زیاته برخه د دنیا په حصول کې لګول.
۲ – د ژوند ټول هم اوغم يواځینې دنیا جوړول او له دنیا له شهواتو او لذتونو څخه خوند اخیستل او اخرت هیرول.
۳ – په وینا کې فحش خبرې او غیبت تر سره کول.
۴ – په لمونځونو کې سستي کول، او د لمانځه نه کولو هیڅ قسم پروا نه ساتل.
۵ – د ګمراه او خرابو خلکو سره ناسته ولاړه تر سره کول.
۶ – بد اخلاقي، او له خلکو سره بدچلند کول.
۷ – کبر کوونکی او پر ځان ، مال او جایداد باندې فخر کول.
۸ – خلکو ته ښیګڼې او خیر رسولو څخه خلک منع کول.
۹ – پر مخلوقاتو کم رحم کوونکی او د ترحم څخه کار نه اخیستل .
۱۰ – بخل کول.
۱۱ – د مرګ هیرول او هیڅ قسم ورته تیاری نه کول.

پیغمبر صلی الله علیه وسلم هم په یو حدیث کې د بدمرغۍ نښې څلور شیان ښودلی:
۱ – د تیر ګناهونه له یاده ویستل پداسې حال چې کړي ګناهونه يې د الله تعالی سره محفوظ دي.
۲ – د تر سره کړي نیکیانو یادونه کول ، په داسې حال چې نوموړې دخپلو کړو عملونو د قبلیدو او نه قبلیدو په اړه نه پوهیږي.
۳ – په دنیا کې له ځانه پورته اشخاصو ته کتل او ورسره سیالي کول.
۴ – په دینې امورو کې له ځانه ښکته خلکو ته کتل.

عبدالله حامد

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب