زه (سُندرداس) څنګه مسلمان شوم؟

زه (سُندرداس) څنګه مسلمان شوم؟

زه د کایناتو د پنځونکی شکر څنګه اداء کړم، چی وماته ئې هدایت وکړ او په اسلام ئې مشرفه کړم؛ زه یوه لوی خدای جل جلاله ته ثناء او حمد وایم چی د ګمراهۍ څخه ئې وهدایت او سمې لارې ته لارښوونه وکړل، او د تارېکۍ پرځای ئې رڼا رانصیب کړل اودشرک اوکفردتاریکو، مبهمواوناولوڅپوئې څخه ئې وژغورلم اوپه عوض کی ئې داسلام دهدایت اولارښونې نُورراپه برخه کړ۔ داهغه لوی ذات دی چی زماڅخه ئې زمادکور، کورنۍ، دوستانواونژدې ملګرواوسکهـ مذهب اړیکې ئې وشکولې اوزمادامینه ددوي سره ئې زماله کوګله دخس اوخسلوپه شان ویستله اوداسلام نُورئې زماپه زړۀ کی دتل لپاره داخل کړ۔

ولی څښتن تعالی جل جلاله ته په دې شُکراداء کوم چی دکفردشاړوځمکوڅخه ئې داسلام وښکلی بڼ ته راوستلم، لله الحمد والمنة، چی په نتیجه کی زماروح نورهم تازه شو، فکرمی وغوړېدی اوښکلی شو، اوتل پاتې خوښۍ می په برخه شوې۔
زماسفرداسلام ومبارک دین ته دستونځواوکړاوونوڅخه ډک وو، خودټولومخلوقاتوخالق وماته داهرڅه اسانه کړل اوماته ئې حوصله ، زغم، صبراواستقامت راکړ اودغشی ویشتونکی په شان می خپله نښه ووېشتله اوخپل هدف ته چی (اسلام) وو، ورسېدم اواوس دیوه الله جل جلاله څخه داغوښتنه کوم چی ددې دین اسلام پوره چوپړراپه برخه کی اودژونداخیرې سُلګۍ می پراسلام باندی ساه ورکی۔
ددې لیکنې څخه زماموخه دانه دی چی پاڼې توری کړم ځان وخلکوته څرګندکړم، اودتاريخ په پاڼوکی وځانته ځای ومومم بلکه زه غواړم چی دالله هدایت بیان کړم ، واقعیت ښکاره کړم ، اوداسلام حقانیت چی ماپه سترګولیدلی دی هغه درته په لنډوټکوکی بیا ن کړم۔
کله چی زه وکراچی ته دنوروزده کړولپاره راغلم نوزما یوډېرښه ملګری چی (شیخ محمود) نومېدی اومخکی لاپه نړیوال دین (اسلام )مشرفه شوی وواوخپل باطل دین عیسایت ئې پرې اېښی وو، وماته په ټینګارسره وویل چی زه بایداسلام قبول کړم، اوکله چی می داستاذانواونورملګروسره په دې اړه څه بحث وکی نوهغه هم د(شیخ محمود) مشوره یوه طلایی مشوره وبلله چی زه ورڅخه اغیزمن شوم او همدې مشورې زماراتلونکې پاڼې زرینې کړې۔
اوس زه پخپلو ماتو او ناقصو تورو سره دا لیکنه لیکم چی په اخرت کی د خاتم الانبیاء حضرت محمد صلی الله علیه وسلم شفاعت او د لوی څښتن تعالی جل جلاله دیدار راپه نصیب شی۔

زه خپله دا لیکنه په درو برخو کې رانغاړم:

لومړۍ برخه:
کله چی زه سکهـ وم زمانوم (سُندرداس) وو ، اوکله چی زه په اسلام مشرفه شوم نوپرخپل ځان می د(عبدالواحد) نوم چی وماته ډېرجالب اوښکلی اوورسره می ډېره مینه وه، پرځان کښېښود، زه کله وخپلومسلمانووروڼوته وایم چی ستاسونومونه خوستاسوموراوپلارپرتاسوایښی دی اوماخپل نوم پخپله پرځان ایښی دی نوځکه زه ستاسوڅخه غوره یم نودوی په مسکاسره راځواب راکی اوزماددې خبرې څخه خوښ شی۔
زه د(دوداه) که کلی کی چی دلاهوراوسرګودې سره نښتی دی لوی شوی یم، اوزماټوله کورنۍ اوس هم په همدې کلی دی، زماکورنۍ دپاکستان دجوړېدوپه مهال دنورورغیرمسلمانوپه شان وهندوستان ته کډه نکړل اوهم تم شول داځکه چی موږپه هغه وخت کی دمسلمانانوسره ډېرې ښې اړیکې درلودې اودمسلمانانوڅخه اغیزمن وو، اوبل لورته دجایدادپه درلودلوسره زماکورنۍ نوره هم ټینګه شوه چی بایدوهندوستان ته ولاړه نشی؛ زموږخاندان د(ارورا) یعنی دراجپوت دټبرڅخه دی، زمادنیکه نوم (جیواندارام) وو، چی دمشرورورنوم ئې (ایارام) اودرې زامن ئې درلودل (اناندلال، کانشی رام اوچودری رام) ، کاشی رام، زماپلاردی چی وروسته په اسلام مشرفه شو اونوم ئې (محمد عبدالله ) پرځان کښېښود ، موږشپږوروڼه اودرې خویندې یو؛ دسکهـ مذهب ریښې زموږپه کورنۍ اوټبرکی دنسلونو نسلونوراهیسی غزېدلې دی، تراوسه پوری زموږ په کورنۍ کی ډېرغړی دسکهـیزم بنسټ ایښودونکی (ګورانانک) وتعلیماتواومفکوروته احترام لری۔
دلوی خدای جل جلاله په پوره فضل اولورینې سره ددې لیکنې سره جوخت زمادکورنۍ غړی، نژدې دوستان اوملګرې داټول په اسلام مشرفه شول۔ لله الحمد لله الحمد لله الحمد۔

دوهمه برخه:
کله چی زه په (دوداه) کلی کی په مکتب کی وم نوپه هغه مکتب کی دسکهانوڅخه علاوه زیات زده کوونکی مسلمانان وه، ترشپږم ټولګۍ پوری موږاسلامیات درلودل، داسلام مطالعه زماډېره خوښه وه؛ داسلامیاتواستاذانوبه راته ښکلی کیسې اوداسلام واقعې بڼه راته ښکاره کوله اودښکلی اسلام پرحقیقت باندی ئې تل رڼااچوله، چی داسلامیاتواغیزې پرمادومره غلبه وکړل چی زه ئې پخپل دین (سکهیزم) کی ئې په شک اوترددکی کړم، اوپخپلوټولوچاروکی ئې زړۀ نازړۀ کړم اوحال دا چی زماکورنۍ پردې ټینګه ولاړه وه چی دسکهانودین رېښتنی دی اوبس۔ داسلام په اړه می څه معلومات ولوستل چی داسلام په اړه زما دماغ نور پراخېده اوداسلام مطالعه وماته ورځنی کار اویوخوندوګرځېده، چی په داسی کشرتوب کی زه درېښتنی دین په لټه کی وم، چی داصرف دیوه الله په رحمت سره ماترسره کول۔
په مکتب کی به داسلامیاتواغلواستاذانوراته داسلام سپینه هنداره ښودله، اوپه پوره زغم اوحوصلې سره ئې داکوښښ کاوه چی ثبوت کړی چی اسلام دمځکې پرمخ یواځنی نړېوال الهی دین دی، اوددې اغیزوڅخه علاوه به زمامسلمانوهم صنفیانوبه هم راته کله داسلام دقبولوبلنه دزړۀ له تله راکوله؛ او بل لورته به چی زه کورته راغلم اودسکهـ دمذهب تعلیمات اوعقاید چی به می ولوستل نوداسوال به راسره جوخت پیداشوچی ایااسلام حق دی اوکه دسکهـ مذهب؟؟؟
چی مادتل لپاره دهمدې معماسره شپې اوورځې سباکولې، چی په پای کی یوه لوی الله جلاجلاله ومات هدایت وکړاودالله جل جلاله څخه می وغوښتل چی ستارېښتنې لاره راوښایه اوستاځانګړی نعمتونه اورحمتونه رانصیب کړه!!! چی همدادُعامی قبوله اوهمداسی وشول، اوکله به می ولوی څښتن ته داژړاکوله چی ستاوحقې لارې ته می هدایت که، اوزه دومرې پوهه نلرم چی خپل بارترمنزله ورسوم۔
دژمی پرمهال به مسلمانوزده کوونکودماپښین لمونځ کاوه اوزه به تریوې ونې لاندی ناست وم، اودفکرپه ټال کی خوبونووړی وم، اودابه می په زړۀ کی راګرځېده چی مسلمانان پنځه وخته سروخپل خدای ته په سجده ایږدی، اودس کوی ځانونه صفاکوی، اوپه عاجزۍ ورڅخه هرڅه غواړی، چی داڅومره ښه خبره ده، اوهمدازمادراتلونکی اوښتون سبب شو۔

یوه ورځ زه چی کله دساینس دټولګۍ څخه راووتلم نوزمایوملګری ښاغلی (نادرحُسین) وماته رانژدې شو، چی ورته می وکتل تبرئې په لاس کی وو، اوزه ئې دباندی ویستلم اوراته ئې وویل چی کلمه ووایه؟ ماځواب ورکی چی زه ستادتبرڅخه نه ډارېږم اوته په ماپه زورسره کلمه نشی ویلای! ایااسلام وتاته دغه درس درکوی؟ ددې ځواب په اورېدوسره هغه ترخپل کارتیرشو۔ بله ورځ مادخپل بل ملګری ښاغلی (محمدامیر) څخه وغوښتل چی یوعالم ته ولاړشو، اوڅه معلومات داسلام په اړه پیداکاندم، دتګ پلان مودشپې وتړی، ترڅوڅوک راباندی خبرنشی، وخت اوځای مووټاکی اوپرټاکلی وخت ویوه مسلمان کلیوال ته ولاړو، هغه مسلمان ووخوپه اسلام کی ئې ژوره مطالعه نه درلودل اوماته ئې وویل چی داکالی چی تااغوستی دی داوکاږه، نورکالی واغونده، اوپه کورکی خوراک هم مه کوه، وروسته ته کولای شی چی مسلمان شی؛ زه دهمدې سړی په مخ کی خاموشه وم اودڅوشیبووروسته راولاړشو، چی درخصت پرمهال می وخپل ملګری ته وویل چی وتاسی ته اسلام داسی ښوونه کوی؟ زماملګری هم ډېرشرمنده شو، اوپه پټه خوله سره ځواب راکی اوبیاوهغه مسلمان ته ورنه غلو۔

دریمه برخه
په کالج کی ماطبعی ساینس انتخاب کړ، اودساینس هرې تجربې داښودله چی اسلام څومره یوواقعی دین ، موږته یوه مسلمان استاددتل لپاره په لابراتوارکی تجربې کولې، چی هغه په دې تجربوکی ځانګړی مهارت درلودی، هغه چی هره تجربه راته کوله نوپوره یقین به ئې پرې وو، اوبیابه ئې راته عملی کوله؛ ددې تجربودکولوپرمهاوماته یوفکرداراته پیداکېده چی داسلام خوږپېغمبرصلی الله علیه وسلم هم پرهرهغه عمل چی کاوه به ئې اویابه ئې واصحابوته امرکاوه پرهغه به ئې سل په سلوکی باوردرلودې اوبیا به ئې سل په سلوکی عملی کاوه، چی داکاربه هیڅکله نه ردیږی، نه ئې یوڅوک ردولای شی اونه هم ټولنه ورته په بده سترګه ګوری، نه ئې کوم قانون ماتولای شی اوداسی هرعمل دخلکوپه زړونوکی تل پاتی ځای پیداکوی۔
ماداسلام دمطالعې تنده درلوده، نوځکه څه کتابونه داسلام په اړه راسره وه، یوکتاب پر(تبوک) راسره وو، چی داکتاب پرتبوک باندی لیکل شویوو، چی داسلام خوږپېغمبرصلی الله علیه وسلم دخپلواصحابوکرامورضی الله عنهم اجمعین سره د(300) میله په واټن باندی دیوې سوځېدونکی دښتې ته د رومیانودلښکردمقابلې لپاره ولاړل، حضرت ابوبکرصدیق رضی الله عنه په دې جنګ کی خپله ټوله شتمنې تراسلام قربان کړل، اوحضرت ابوبکرصدیق رضی الله عنه په دې دومره شتمنی کی زاړه ، څیرې اوزېږه کالی واغوستل، اوکله چی حضرت جبرائیل علیه سلام راکښته شونوده هم دحضرت ابوبکرصدیق رضی الله عنه په شان کالی اغوستی وه ، چې دې پېښې پرماباندی ډېره ژوره اغیزه وکړه، زمازړۀ ته ئې تکان ورکړاویوه لویه زلزله مه په بدن کی حس کړل؛ دامی دزړۀ وتل ته داخله شول چی دادین حق دی۔
الله اکبر الله اکبر الله اکبر
داسلام بل شی چی پرماډېره اغیزه وکړل هغه مذهبی عملي فرایض، لارښوونې اوکړنې دی، په اسلام کی دژونددهرې شعبې لپاره جامع لارښونې شته دبېلګې په ډول سره داسلام سترلارښودحضرت محمدمصطفی صلی الله علیه وسلم دتل لپاره دډوډۍ نه مخکی اووروسته لاسونه پرېولل، اوددې کارپه نه کولوسره زه دکړاوونه په جال کی راګیرشوم، اوهغه داچی یوه ورځ می په کورکی کاروکی اولاسونه می پرې نه مینځل دډوډۍ دخوړولوڅخه وروسته دومره په تکلیف شوم چی ترروغتونه پوری ورسېدم، اوډاکټرراته وویل چی څه دی کړیدی؟، ماورته ټول جریان بیان کی، چی داسی کارمی وکی اوداسی می ډوډۍ وخوړله، نوهغه راته وویل چی ضروردی لاسونه په داسی زهرجنوموادوسره شوی دی چی ته ئې په تکلیف کړی اوکه دی لاسونه دډوډۍ نه مخکی پرېمنځلی وای نودداسی تکلیف ښکارشوی به نه وای؛ یوه ورځ می بیاډوډۍ وخوړله اوپه څه کاربوخت شوم اولاسونه می نه پرېمنځل، تصادفامی لاسونه دسترګوسره ونښتل اودزیات دردسره مخامخ شوم داځکه چی زمالاسونه په مصالحه (داروګانو) لړلې وه هغه زماوسترګوته ورسېدل؛ ژرترژره می لاسونه اوسترګې پرېمنځلې اوبیامه له ځانه فکروکی چی دااسلام څومره پرحق دی !!! هوپرحق دی!!!چی په هرڅه کی ئې څومره حکمتونه اوګټې نغښتې دې؛ خوبل لورته دسکهـ په مذهب کی دلاسوپرېمنځل نشته، اونه هم داکوم مذهبی عمل دی۔ داسلام دمطالعې سره جوخت می دسکهـ دمذهب مطالعه هم پیل کړل داځکه چی مامخکی هم د(سکیزم) په اړه پوره معلومات نه درلودل نومی د(ګورانانک) ژوندپاڼه، (سُندرګوګتا) او(جوپ جی صاحب) ولوستل په شمول دڅونوروکتابونو، اوموخه می داده چی دسکهـ مذهب رېښتنېې لارښوونې ولولم، چی دخپلوپیروانولپاره ئې ټاکلی دی، اودابه هم راته جوته شی چی څومره ارزښتناکې دې؛ په دې ترڅ کی وخپل اکا(تره) ته ورتلم اوهغه پوښتنې می ورڅخه کولې کومی چی مسلمانانوزماڅخه کولې اویائۍ کړی وې، خوزمادتره ځوابونه هیڅ قناعت راوستونکی نه وه اونه می هم دزړۀ بړاس په یخ شوی دی۔
اوکومه څیړنه اومطالعه چی ماپه دې مذهب (سکیزم) کی وکړه زه ودې نتیجې ته ورسېدم چی:
په سکهـ مذهب کی توحیدنشته، اودژوندلپاره هیڅ عملی بنسټونه، لارښوونې اوکړنې نه لری، برعکس په اسلام کی دژوندپرهراړخ باندی حکمونه اولارښوونې شتون لری۔ اوداسلام په هره لارښوونه کې هم ددې دُنیااوهم داخرت بې شمېره ګټې په پوره پیمانه سره شتون لری۔
نوځکه داسلام اوسکیزم په پرتله کولوسره زه نورهم واسلام ته رانژدې شوم اواسلام می قبول کړ۔

ژباړه: عبدالغفارجُبیر

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب