د كافرانو كومه ورځ لمانځل؟

د كافرانو اخترونو او دلمانځلو ورځو كې ګډون كول او هغوۍ غوندې لمانځل يې ناروا دي .

الله تعالى فرمايې :
(( وَالَّذِينَ لَا يَشْهَدُونَ الزُّورَ وَإِذَا مَرُّوا بِاللَّغْوِ مَرُّوا كِرَاماً ))
(( او مؤمنان هغه خلك دي چې باطلو ته نه حاضريږي اوكله چې په عبثو تيريږي نو عزتمند تيريږي ))
نو (( زور )) هر باطل ته وايي . شرك ، كفر ، درواغ ، بدكاري ، دټنګ ټكور نڅاګانو او شرابخورۍ محفلونه ، ناروا مجلسونه ، دكافرانو اخترونه او ميلې ، دطاغوتي نظامونو پارلمانونه او شوراګانې ، دجمهوري نظامونو دانتخاباتو مجلسونه ، د ووټونو اچولو مركزونه او داسلام خلاف ټول كارونه ، محافل او مجالس پكې داخل دي .
ابوالعاليه ، طاوس ، محمد بن سيرين ، ضحاك او ربيع بن انس وايي چې (( زور )) نه مراد اعياد المشركين (( دكافرانو اخترونه )) دي .

نو (( زور )) هر باطل او ناروا ته ويل كيږي او دا ټول پكې داخل دي او يوه معنى يې دا هم ده چې (درحمن ذات نيكان بنده ګان هغه خلك دي چې دكافرانو اخترونو او دلمانځلو ورځوته نه حاضريږي ) . همدارنګه رسول الله ( صلى الله عليه وسلم ) دجاهليت دورځو اخترونه او دلمانځلو او ميلو ورځې پرې نه ښودې . حديث كې راځي :
انس بن مالك ( رضي الله عنه ) نه روايت دى هغه وايې : قَدِمَ رسولُ الله -صلى الله عليه وسلم- المدينةَ ، ولهم يومانِ يلعبونَ فيهما ، قال : ما هذان اليومان ؟ قالوا : كنا نلعب فيهما في الجاهِلِيَّةِ ، قال رسولُ الله ( صلى الله عليه وسلم ) : (( قد أبْدَلَكُم الله خيرا منهما : يَوْمَ الأضْحَى ، ويومَ الفِطْرِ ))
(( رسول الله ( صلى الله عليه وسلم ) مدينې ته راغى او دهغوۍ دوه ورځې وې چې لوبې به يې پكې كولې ، نورسول الله ( صلى الله عليه وسلم ) وفرمايل : (( دا دوه ورځې دڅه دي ؟ )) هغوۍ وويل : مونږ به دجاهليت په وخت كې دې دواړو كې لوبې كولې . رسول الله ( صلى الله عليه وسلم ) وفرمايل : الله تعالى تاسو ته ددې په بدل كې دوه نورې ورځې دركړې دي چې هغه له دې غوره دي : يوه دلوى اختر او بله د كوچني اختر ورځ ده ))
نو رسول الله ( صلى الله عليه وسلم ) هغوۍ دجاهليت اختر او ميلې كې پرې نښودل دمسلمانانو خپلې دمال ( څارويو ) دپلورلو او معلومې ورځې او دبازار لګولو ورځې په دې كې نه راځي او هغه روا دي خو دكافرانو اخترونه او دهغوۍ دلمانځنې ورځې پكې داخلې او هغو كې ګډون ناروا دى .

عمر ( رضي الله عنه ) وايې : (( اجتنبوا اعداء الله فى عيدهم ))
(( دالله دښمنانو نه دهغوۍ په اختر كې په ډډه شئ او ځانونه ترې وژغورئ ))
او وايې :
(( لا تدخلوا على المشركين فى كنائسهم يوم عيدهم فان السخطةتنزل عليهم ))
(( تاسو دمشركانو داختر په ورځ دهغوۍ كليساو ته مه ورننوځئ ځكه چې په هغوۍ دالله تعالى غوسه نازليږي )) .
نوكافرانو سره دهغوۍ اخترونه او دهغوۍ معلومې ورځې هماغسې دهغوۍ غوندې لمانځل او هغه ورځې محترمې او دخوشحالۍ ګڼل هم هغوۍ سره ملګرتيا ده .

دحمل ( وري ) دمياشتې لومړۍ ورځ دنوروز ( نوي ورځ ) په نوم لمانځل دايراني مجوسو رواج او دود ؤ او اوس هم په ځينو ناپوهو مسلمانانو كې پاتې دى ، دنوروز يا دميلادي ( مسيحي ) كال داختر او دعيسى ( عليه السلام ) دميلاد او داسې نورې ورځې دهغوۍ په ډول لمانځل ، محترمې ګڼل او په هغوۍ كې خوشحالي كول ، نوې جامې اغوستل ، ښه ښه خوراكونه كول ، يوبل ته ډالۍ وركول … داټول كافرانو سره ورته والى او دهغوۍ ملګرتيا ده .

علامه ابن البزاز حنفي ( رحمه الله ) وايې :
(( الخروج الى نيروز المجوس والموافقة معهم فيما يفعلونه فى ذلك اليوم كفر واكثر ما يفعل ذلك من كان اسلم منهم فيخرج فى ذلك اليوم ويوافق معهم فيصير بذلك كافرا ولا يشعر به ))
(( دمجوسو نوروز ته وتل او هغوۍ چې په دې ورځ كې كوم كارونه كوي هغوۍ سره موافقت كفر دى او دا اكثره هغه خلك كوي چې له مجوسيانو نه مسلمانان شوي وي نو هغه په دغه ورځ راوځي او هغوۍ سره ددې ورځې په لمانځلو كې موافقت كوي نو په دې كار كافر كيږي او په ځان خبر نه وي ))
او وايې :
(( عن الامام ابي جعفر الكبير : اذا عبدالرجل خمسين سنة ثم جاء يوم النيروز واهدى الى بعض المشركين بيضة يريد تعظيم النيروز فقد كفر بالله وحبط عمله ))
(( امام ابو جعفر ( رحمه الله ) نه روايت دى چې كه چا پنځوس كاله عبادت كړى وي او بيا د نوروز ورځ راغله او كوم مشرك ته يې يوه هګۍ په ډالۍ كې وركړه او دنوروز احترام يې كاوه نو هغه په الله كافر شو او عمل يې برباد شو ))
همدارنګه وايې :
(( رجل اشترى يوم النيروز شيئا لم يشتره فى غير ذلك اليوم ان اراد به تعظيم ذلك اليوم كما يفعله الكفرة يكون كفرا وان فعل ذلك لاجل السرف والتنعم لا تعظيم اليوم لا يكون كفرا ))
(( كه چا دنوروز په ورځ داسي څه واخيستل چې له دې ورځې پرته يې بله ورځ كې نه و اخيستې ، كه ددې ورځې داحترام په مناسبت يې اخيستې وو لكه كافران يې چې كوي نو دا كفر دى او كه هسې پيښه داسې شوه چې پيسې ورسره ډيرې وې او ددې ورځې په مناسبت نه بلكه هسي دخوند لپاره يې اخيستې وو نو دا كفر نه دى )) .
بيا وايې :
(( وينبغى ان لا يفعل فى هذا اليوم ما لا يفعله قبل ذلك اليوم ولا بعده وان يحترز عن التشبه بالكفرة ))
(( په كار داده چې دنوروز په ورځ داسې كوم كار ونكړي چې له دې مخكې او وروسته يې نه كوي او بايد دورته والي او مشابهت نه ځان وژغورۍ ))
همدارنګه دكافرو ټاكلي ورځې لمانځل هم ناروا دي لكه : دمور ورځ ، دمزدور ورځ ، دښځې ورځ او داسې نورې .
همدارنګه كافر له مسلمان څخه ښه ګڼل هم كفر دى .
علامه ابن البزاز الكردري الحنفي ( رحمه الله ) وايې :
(( معلم صبيان قا ل : اليهود خير من المسلمين بكثير يعطون حقوق معلمى صبيانهم ، كفر ))
(( كه دماشومانو استاد ووايې : يهود له مسلمانانو نه ډير ښه دي ، هغوۍ دخپلو ماشومانو استادانو ته دهغوۍ حقونه ( تنخاوي ) وركوي ، نو دا استاد په دې خبره كافر شو

ډاکټر جمال الدین نیازی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب