روژه په کومو شیانو ماتېږي؟ د روژې ماتوونکي

هغه شيان چې کفاره او قضا دواړه لازموي:

۱- خوراک او څښاک.

د قرآنکريم دا ايت چې وړاندې هم تېرشو: ثُمَّ اَتِمُّوا الصِّيَامَ اِلَى الَّيْلِ.

او هغه حديث چې يوازې له هېرونکي څخه د خوراک او څښاک وبال پورته شوی و.

۲- جماع.

که چا له سپېدو وروسته له مېرمنې سره د روژې په حال کې کوروالی وکړ، نو که انزال يې شوی وي او که نه وي شوی، روژه يې ماته شوه، قضا به هم راګرځوي او کفاره به هم ورکوي. ([11])

هغه شيان چې روژه پرې ماتېږي او يوازې قضا يې لازميږي:

۱- قصداً په ډکه خوله قی کول.

ابوهريره رضي الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل : ” چاته چې قی ورپېښ شي او کابو پرې را نه ولي پر هغه قضا نشته او که څوک قصدا او په لوی لاس قی وکړي هغه دې قضا راوړي” ([12])

او که چاته په ډکه خوله قی پېښ شو او د يوه نخود د دانې په اندازه قی يې بېرته تېر کړ، روژه يې ماتيږي. ([13])

۲- حيض او نفاس.

په دې کې فرق نشته چې که د حيض يا نفاس وينه د ورځې په سر کې راشي او که په پای کې، اګر که له ماښام نه يو څو شيبې وړاندې هم راشي روژه يې ماتيږي.

حضرت ابوسعيد خدري رضي الله عنه وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم د لوی اختر يا کوچني اختر په ورځ عيدګاه ته روان و پر لاره يې څو مېرمنې وليدلې؛ نو ورته ويې ويل: ايا داسې نه ده چې مېرمن کله حايضه شي؛ نه لمونځ کوي او نه روژه نيسي؟ هغوی وويل: هو همداسې ده، رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: همدا يې ددين نقصان دی.([14])

۳- په زوره پر چا روژه ماتول

که څوک په زور روژې ماتولو ته اړيستل شو، روژه يې ماتيږي؛ خو کفاره پرې نشته يوازې قضا به يې راګرځوي، دغه راز په ډنډ کې د لمبېدو پر مهال که د چا ستوني ته اوبه تيري شي روژه پرې ماتيږي اګر که بل څوک يې په زوره غوپه کړي. ([15])

۴- په لوی لاس (په قصد سره) دود تېرول.

که څوک په قصد سره حلق ته دود ننباسي، روژه يې ماتيږي.([16])

۵- سګريټ يا چلم څکول.

په سګريټ يا چلم څکولو سره هم روژه ماتيږي. ([17])

[irp][irp][irp]

۶- د پېشمني په وخت کې تېروتل.

که چا په دې شک پېشمنی يوه يا دوه دقيقې وروسته کړ چې ښايي لا به سهار شوی نه وي او وروسته څرګنده شوه چې سهار را ختلی و، هغه دې دا روژه پوره کړي او په بدل کې دې له رمضان وروسته يوه بله روژه ونيسي او کفاره پرې نشته. ([18])

۷- د روژه ماتي په وخت کې تېروتل

که يو چا په دې فکر روژه ماته کړه چې ښايي لمر لوېدلی وي؛ خو وروسته څرګنده شوه چې لمر نه دی لوېدلی، روژه يې ماته شوه، قضا به يې راګرځوي، کفاره پرې نشته. ([19])

دغه راز په لاندې يادو کارونو سره هم روژه ماتيږي:

۸- د غړغړې پر وخت حلق ته اوبه تېرېدل.

۹- مېرمنې سره د لوبو ياښکولولو پر وخت انزال کېدل.

۱۰- يو داسې شی ستوني ته تېرېدل چې په عادتي ډول نه خوړل کيږي، لکه د لرګي ډکی، د اوسپنې ټوټه او داسې نور.

۱۱- په هيره يو شی خوړل او بيا په دې فکر قصدا خوراک کول چې کيدای شي روژه يې ماته شوې وي، په دې سره هم روژه ماتيږي او قضا به يې راګرځوي.([20])

۱۲- په وينټولين يا د سالنډۍ سپرې کارولو سره هم روژه ماتيږي، (وينټولين يو ډول درمل دي چې د سابندۍ ناروغان يې د خولې له لارې د يو ډول فشاري سپرې په مټ کاروي)؛ نو که کوم ناروغ له دې درملو پرته روژه نه شوه نېولای هغه دې روژه وخوري او بيا دې قضا را وګرځوي. ([21])

هغه شيان چې روژه پرې نه ماتيږي او نه هم مکروه کيږي:

۱- غسل کول

د ګرمۍ له امله روژه کې په خوله يا پوزه يخې اوبه ګرځول، لمبېدل او يا پر سر يا بدن لوند ټوکر اچولو سره روژه نه ماتيږي او نه هم مکروه کيږي.([22])

۲- مسواک کارول

د مسواک په کارولو روژه نه ماتيږي.

۳- سرغوړول

که په روژه کې څوک سر غوړ کړي روژه يې نه ماتيږي. ([23])

۴- احتلام

که څوک په خوب کې احتلام شي روژه يې نه ماتيږي. ([24])

۵- خوشبويي کارول

د عطرو په کارولو سره روژه نه ماتيږي. ([25])

۶- د اړتيا پر وخت د خوړو خوند کتل

ابن عباس رضي الله عنهما وايي: که څوک سرکه يا بل کتغ وڅکي؛ نو که ستوني ته يې رسېدلی نه وي، پروا نه کوي.([26])

خو دا په هغه صورت کې چې ډېره اړتيا وي، لکه د يوې مېرمنې خاوند په طبعيت کې تريخ دی، هغې ته روا دي چې دکتغ خوند يوازې په ژبه وګوري. او همدا حکم  نانبای  (ډوډۍ پخوونکی ) ته هم دی.

دغه راز مېرمن کولای شي خپل بچي ته په خپله خوله کې خواړه وژويي داسې چې ستوني ته يې خوند تېر نه شي؛ خو دا په داسې وخت کې چې هلته بل داسې څوک نه وي چې روژه يې نه وي نيولې. ([27])

۷- د سترګو درمل کارول

په سترګو کې درمل اچولو سره روژه نه ماتيږي اګر که په حلق کې يې خوند محسوس شي. دغه راز په سترګو تورولو هم روژه نه ماتيږي. ([28])

۸- د مار يا لړم چيچل

د مار يا لړم په چيچلو روژه نه ماتيږي. ([29])

۹- په هېره سره خوراک يا څښاک کول

حضرت ابوهريره رضي الله عنه د رسول الله صلی الله عليه له مبارکې خولې په يوه وينا کې وايي: که څوک په هېره سره خوراک يا څښاک وکړي؛ نو روژه دې پوره کړي؛ ځکه چې په هېره خوراک يا څښاک د الله پاک له لوري (مېلمستيا) وي” ([30])

دا حکم فرضي او نفلي دواړو روژو ته شامل دی.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب