ګناهونو څه اغېزې لري؟

د ګناهونو اغېزې:

بېلابېل ګناهونه ډول ډول اغيزې لري چې په لاندې ډول دي :

۱: د زړه سختوالۍ :

د علي رضي الله عنه وینا ده : د زړه سختي د سترګو اوښکې وچوي او زړه هم په ډېرو ګناهونو سختیږي.

۲: د نعمت بیرته اخیستنه :

امام صادق رحمه الله وایي : پلار مې تل ویل: د خدای پربنده حکم دی چې بنده ته ور کړل شوی نعمت به بیرته ځنې وانخلي؛ خو دا چې بنده ګناه وکړي او د سزا وړ وګرځي.

۳: د دعاء نه قبلېدل :

امام باقر رحمه الله وایي : بنده له خدایه د اړتیا پوره کول غواړي، چې ژر یا ناوخته د پوره شي، وروسته همدا بنده ګناه کوي، خدای جل جلاله به پرښتو ته ووایي : اړتیا یې مه پوره کوئ او بې برخې یې کړئ؛ ځکه ورته په غوسه شوم او د بې برخې وړ شو .

۴: انکار او الحاد :

نبي کریم علیه السلام فرمایي: ګناهونه پر ګناه کوونکي بې لاریتوب واکمنوي، تر دې چې د پیغمبر له نبوت او ځایناستي څخه منکریږي او همدا شان د الله جل جلاله له وحدانیته هم منکریږي او په کفر اخته کیږي.

your ads

۵: د روزۍ بندېدل :

امام باقر رحمه الله وایي : څوک چې ګناه کوي؛ نو روزي ځنې لرې کیږي.

۶: د شپې د لمانځه څخه بې برخې کېدل :

امام صادق رحمه الله وایي : انسان د ګناه لکبله د شپې د لمانځه څخه بې برخې کیږي.

ماخذ : ګناه پوهنه صـ۱۱۱/۱۱۰

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب