عبادات، فضایل او آداب

د صبر ارزښت، ګټې اوغوره پایلې

د مؤمن مسلمان د مهمو ځانګړنو څخه یوه داده چې په خپل ژوند کې به د صبر او زغم څخه کار اخلي او د ژوندنیزو ناکراریو، بې دردیو او سختیو پر وړاندی به د صلابت ( ثبات) څخه کار اخلي او ټینګ به پاتې کیږي چې دا په مؤمن مسلمان کې یو ډېر غوره او حمیده صفت دی کوم چې اسلام هم ورباندی ټینګار کړیدی. د صبر د څرګندومعناو څخه یوه هم داده چې: پر الهي پرېکړو باندی قناعت درلودل او له نواهیو (منع شوو کارونو ) څخه ېې په کلکه توګه سره ځان ژغورل دي.

هر کله چې په اسلامي تاریخ کې د سترو شخصیتونو، مجاهدینو او نوم وتو اتلانو ژوند ته کتنه وکړو؛ نو د دوي له کارنامو څخه مونږ ته جوتیږي چې په ژوند کې له راز راز ستونزو، ناکراریو او ډول ډول شدائدو سربېره بیا هم دوي څومره له خورا صبر څخه کار اخستلی او مخ پر وړاندی تللی دي او شاه تګ ېې ندی کړی، په ځانګړی توګه په دوي کې هغه کسانو په ژوند کې ډېری سختۍ ګاللي او ناکرارۍ ېې لیدلي دي چا چې تل د خیر د ټاکل شوو احکامو په لوري نورو ته بلنه ورکړېده او د انبیاؤ علیهم الصلاة و السلام په څېر ېې د حق منکرانو ته الهي پیغامونه رسولي دي. دا د همدوي د بې ساري سرښندنو او قربانیو نتیجه وه چې لوی څښتن تعالی د دوي د ژوند هلی ځلی او مبارزې د راتلونکو نسلونو لپاره ګټور درسونه وګرځول، تر څو د دوي څخه په تأسي ( پیروي) سره دوي هم د ژوند د مصېبتونو او شدائدو ( ستونزو ) پر وړاندی له صبر څخه کارواخلي.
درنو لوستونکو!

کله کله په رښتیا سره ستاسې ژوند ډېر ستړی کوونکې او لالهانده وي، د سیمې خلک هم ځینې وخت تاسې دومره وکړوي او ستړي مو کړي چې په ژوند کې مو روحي ستړیا رامنځ ته کړي او دا تر دې پوری چې تاسې له خپلې ټولنې څخه بېزاره کړي ، خو د دې ټولو سره سره راځۍ واورو چې لوی څښتن تعالی مونږ ته څه ډول لارښودنه کوي: (( فَاصْبِرْ كَمَا صَبَرَ أُولُوا الْعَزْمِ مِنَ الرُّسُلِ وَلا تَسْتَعْجِلْ لَهُمْ)). (الأحقاف35 آیت)
ترجمه: نو ته داسې صبر وکړه لکه چې اولوالعزم پیغمبرانو ( د ټینګ عزم خاوندانو ) صبر کړی ؤ او دوي ته (دعذاب په غوښتلو) استعجال ( تلوار مه غواړه).

زمونږ اسلامي أمت د تاریخ په اوږدو کې په هر میدان کې که هغه د جهاد او مبارزې ډګر وي او که یا د علم ، عبادت ، دعوت، سرښندنې او بښنې ډګر وي، په دې ټولو میدانونو کې هیڅکله هم له داسې سترو هستیو او لوړ همته شخصیتونو څخه خالي شوی ندی، بلکه تاریخ لیکونکو هم په بې ساري اخلاص سره د دوي مواقف( دریزونه) لیکلي او خوندي ساتلي دي، تر څو د صبر خاوندان د دوي تګلاره غوره کړي او په خپلو ژوندنیزو چارو کې د دوي په څېر قوي عزائم او کوټلې ارادې ولري.

لوی پرورګار ( جلت عظمته) خپلو دغو صابرینو بندګانو ته په دنیا او آخرت کې د ستر اجر ژمنه کړیده او دا ېې څرګنده کړیده چې د هغه مرستې تل له صبرکوونکو سره وي. د همدې ارزښتونو په پام کې نیولو سره غواړو په بشپړه توګه د صبر پر ارزښت خبری وکړو او د هغه پر ډولونو او کومکي وسائلو چې له مونږ سره په دې لاره کې خورا مرسته کولی شي، البته په دې اړه په رِسالة الإسلام وېب پاڼې(www.islammessage.com) کې په عربي ژبه د ( أهميةالصبرفي حياةالمسلم) تر نامه لاندی یوه مقاله نشر ته سپارل شوېده چې دلته ېې مونږ له پښتو ژباړې سره تاسې درنو لوستونکو مخې ته ږدو.

د صبر تعريف او ډولونه:

د لغت له مخې: د ځان حبس یا بند ساتلو ته وايي، لکه په عربي ژبه کې وايي: هو صَبَر عَلَی الْأَمْر ــ یعنې فلاني شخص له خورا زغم څخه کار واخست او له ژړا او انګولا څخه ېې ځان وژغوره.
په اصطلاح کې: د ژوند په درې ګونو ډګرونو کې له خورا زغم څخه کار اخستلو ته صبر وايي چې اوس به ېې لنډه یادونه وکړو:
لومړی: د الله تعالی په طاعت او بندګۍ باندی صبر کول:
دوهم: له مُحرماتو او مُنهیاتو څخه په ځان ژغورلو کې صبر .
درېیم: د قضاء او قدر په دردونکو پېښو کې له صبر څخه کار اخستل.

د صبر ارزښت:

مؤمن مسلمان باید د الهي وحی پیروي وکړي او ځان پری پوه کړي چې زما د ژوندنیزو ستونزو په اړه لوی څښتن تعالی ما ته په قرآن کریم څه ډول لارښودنې کړیدی، ځکه قرآن کریم د مؤمنانو د ژوند د پرېکړو یو داسې کتاب دی چې د ژوند د هرې ستونزې حل لاره ېې دوي ته په ډاګه کړیده لکه چې په دې اړه مونږ ته داسې ارشاد فرمايي: (( وَاتَّبِعْ مَا يُوحَى إِلَيْكَ وَاصْبِرْ حَتَّىَ يَحْكُمَ اللّهُ وَهُوَ خَيْرُ الْحَاكِمِينَ )) سورة یونس (109).

ترجمه: او ( اۍ محمده ! ( صلی الله علیه وسلم) د هغه څه په اړه چې تا ته وحی کیږي پیروي وکړه او تر څو پوری چې لوی پروردګار (جلت عظمته) فیصله کوي له صبر څخه کار واخله او همدغه الله تعالی تر ټولو غوره پرېکړه کوونکی دی.

ګرانه وروره: کله کله د یو مسلمان د مقاومت ستنې کاواکه شي، د شیطان په لمسه د شکونو نړۍ ته ورننوزي او له ځان سره وايي چې: زما دا صبر او زغم به ما ته څه فایده راورسوي؟ آیا ما ته به په دغو غمیزو او د ژوند د کړکیچنو حالاتو پر وړاندی د صبر کولو په مقابل کې کوم اجر را کړل شي او کنه؟ دا او دېته ورته اندېښنې دي چې کله کله یو مسلمان د حق له سمسور باغ څخه د جهالت تر کنډوالو رسوی، خو کله چې همدا مؤمن مسلمان د قرآن نجات بښونکي کتاب ته راوګرځي؛ نو دا حقیقت ورته څرګند شي چې قرآن انسان ته څومره قلبي اطمئنان او ډاډینه ورکوي، د مقاومت انرژي پکې زیاتوي او په ډاګيزه توګه ورته دا اعلانوي چې د ژوند په ناکراریو او سختیو باندی ستا د صبر اجر به خوندي وي او هیڅ کله به هم ضایع نشي، لکه چې قرآن همدا زیری مؤمنانو ته ورکوي او فرمايي: (( وَاصْبِرْ فَإِنَّ اللّهَ لاَ يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ)) سورة هود آیت 115.
ترجمه: او ( اۍ محمده ( علیه الصلاة والسلامه) ته صبر وکړه، بېشکه چې لوی پروردګار ( جل جلاله) د مُحسنینو ( نیکي کوونکو خلکو) ښېګڼې نه ضایع کوي.

1-په صبر باندی امر کول:

قرآن کریم چې د غوره پندونو او نېکو مواعظو یوه ژوندۍ بېلګه ده چې د صبر په اړه فرمايي: ((:وَاتَّبِعْ مَايُوحَى إِلَيْكَ وَاصْبِرْحَتَّىَ يَحْكُمَ اللّهُ وَ هُوَخَيْرُ الْحَاكِمِينَ) سورة يونس:109.

ترجمه: او پیروي وکړه ( اۍ محمده !) د هغه څیز چې تا ته ( د هغې په اړه ) وحی کیږي او ته صبر کوه ( په الهي طاعت او مصیبت…) تر څو پوری چې لوی الله تعالی ( جلت عظمته) پرېکړه وکړي (ستاسې په غلبه او برلاسي توب) او هغه ( الله تعالی ) د ټولو فیصله کوونکو څخه غوره فیصله کوونکی دی.

عبد الرحمن سعدي (رحمه الله) په دې اړه یوه په زړه پوری وینا لري او وایي چې: ((يَابُنَيَّ أَقِمِ الصَّلَاةَ وَأْمُرْبِالْمَعْرُوفِ وَانْهَ عَنِ الْمُنكَرِ وَاصْبِرْعَلَى مَا أَصَابَكَ إِنَّ ذَلِكَ مِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ)). ( سورة لقمان آیة 17).

ترجمه: اۍ زما زوی ګوټیه ! لمونځ سم تر سره کوه( له ټولو حقوقو سره ېې آداء کوه) او خلقو ته په نیکۍ باندی امر کوه او له بدۍ څخه خلک ژغوره او په هغه سختۍ باندی چې تا ته در رسیږي صبر کوه ، بېشکه چې ( دغه یاد نصائح او پندونه ) له مهمو اومقصودي کارونو څخه دي.

همداراز عبدالرحمن سعدی دا خبره هم زیاتوي چې: په رښتیا سره د ژوند ځینې کارونه داسی وي چې د زړورو او هوډمنو خلکو پرته ېې بل څوک نشی تر سره کولی(تيسير الكريم الرحمن ص 597). زمونږ لارښود پیغمبر (علیه الصلاة و السلام) مونږ د صبر کولو ته هڅوي او ارشاد فرمايي: (( الصّبرُ ضِياء )) (رواه مسلم). ترجمه: صبر روښنايي ده.
وروسته له دې چې الله تعالی ( جلت عظمته) خپل وروستي پیغمبر حضرت محمد (علیه الصلاة و السلام) ته د نوح ( علیه السلام) کیسه واوروله او دا ېې هم ورته څرګنده کړه چې د هغه( حضرت نوح ) له قوم او زوی سره څه وشول؛ نو دا ېې هم ورته وفَرمایل: (تِلْكَ مِنْ أَنبَاء الْغَيْبِ نُوحِيهَا إِلَيْكَ مَا كُنتَ تَعْلَمُهَا أَنتَ وَلاَ قَوْمُكَ مِن قَبْلِ هَذَا فَاصْبِرْ إِنَّ الْعَاقِبَةَ لِلْمُتَّقِينَ)) سورة هود 49 آیت.

ترجمه: د ( حضرت نوح ( علیه السلام) کیسه د غیبو له خبرونو څخه ده چې ( اۍ محمده (صلی الله علیه وسلم) مونږ ېې تاته وحی کوو، په داسې حال کې چې نه ته او نه ستا قوم پری تر دې وړاندی پوهېده؛ نو له صبر څخه کار واخله، بېشکه چې ښه پایله (خاتمه) د پرهیزګارانو لپاره ده.

2ــ صبر د مؤمن سلاح ده:

مؤمن مسلمان چې هر کله د سختیو سره مخامخ شي؛ نو باید له صبر څخه کار واخلي او لمونځ تر سره کړي، بېشکه چې الله تعالی (جلت عظمته) د صبر کوونکو مل او غوره دوست دی. لوی څښتن تعالی همدا خبره په خپل سپېڅلي کتاب کې ذکر کړیده چې ارشاد فرمايی:

(( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اسْتَعِينُواْ بِالصَّبْرِ وَالصَّلاَةِ إِنَّ اللّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ)) (سورة بقرة آیت 153)
ترجمه: اۍ مؤمنانو ! تاسې په صبر او لمانځه سره مرسته وغواړئ، بېشکه چې الله تعالی د صابرینو( صبرکوونکو) سره دی.
د حضرت أبو ابراهیم عبدالله بن أبي أوفی (رضي الله عنهما) څخه روایت دي چې نبي کریم ( علیه الصلاة و السلام) به په ځينو وروځو کې چې له دښمن سره به مخامخ کېده؛ نو تر لمر پرېوتو پوری به ېې صبر کاوه او بیا به را پاڅېده او وبه ېې فرمایل: (( يَا أيُهَا الناسُ لَا تَتَمَنُّوا لِقَاءَ الْعَدُوّ وَاسْأَلُوا اللّهَ الْعَافِيَةَ فَإِذَا لَقَيْتُمُوهُم فَاصْبِرُوا وَاعْلَمُوا أَنّ الْجَنّةَ تَحْتَ ظِلالِ السّيُوفِ، ثُم قالَ النبي(صلى الله عليه وسلم) : (اللّهُم مُنْزِل الكِتابَ و مَجْرِي السحابَ و هَازِمِ الأَحْزابَ اهْزِمْهُم وَانْصُرْنا عَلَيهِمْ) (متفق عليه).

ترجمه: اۍ خلکو! تاسې د دښمن سره د مخامخ کېدلو هیله مه لرئ، بلکه تاسې له لوی پروردګار ( جلت عظمته) څخه د سلامتۍ غوښتونکي شئ؛ نو هر کله چې د هغوي ( دښمنانو) سره مخامخ شوۍ؛ نو صبر وکړئ او پر دې باندی پوه شئ چې جنت د تورو د سیورو لاندی دی.

بیا نبي ( علیه الصلاة و السلام) و فرمایل: ( دا دعاء ېې وکړه ): اۍ د کتاب نازل کوونکیه او د ورېځو په حرکت راوستونکیه او د ډلو او پرګنو ماتونکیه، دوي ته ماتې ورکړه او مونږ ته پر دوي باندی بری را په برخه کړه. د حضرت خباب بن الأرتِّ ( رضي الله عنه) څخه روایت دی چې یو ځل نبي کریم ( صلی الله علیه وسلم) ته مونږ شکایت وکړ، په داسې حال کې چې هغه د کعبې تر سیوري لاندی ناست او یوې توره وړینه (د پشمو) ټوټه ېې له ځان څخه راتاوه کړی وه؛ نو مونږ ورته وویل: (( أَلَا تَسْتَنْصِرُ لَنا ))؟ آیا ته زمونږ لپاره د مرستې غوښتنه نه کوي؟ أَلَا تَدْعُوْ لَنَا؟

آیا زمونږ ( د نجات لپاره) دعاء نه کوی؛ نو وې ویل: له تاسې څخه په پخوانیو امتونو کې( داسې خلک هم ول چې) یو سړی به ېې ونیوه او بیا به ېې ورته په ځمکه کې کنده ورته وکیندله ـــ یوه اره به ېې(ورته) راوړله او په سر به ېې ورته کېښودله تر دې پوری چې سر به ېې ورته دوه نیمه کړ او [ کله به ] په اوسپنیزو ګومنځو سره دوي ګوکمنځ کېدل تر دې چې د دوي غوښې به له هډوکو څخه جلا شولی، خو دې کار به دوي له خپل دین څخه نه ګرځول( دوي به دین نه پرېښوده) او خامخا به لوی الله تعالی( جلت عظمته) خپل دا دین بشپړ کړي( هیڅ نقصان او بشپړتیا به پکې نه وي) تر دې پوری چې یو سپور به د یمن د صنعاء [کېدای شي چې دلته ترېنه مراد د یمن پلازمینه ښار صنعاء وي کوم چې د یمن د حَضْرَ مَوْت له ولایت څخه تقریبا د 5 ورځو یا د 800 كيلو متره په اندازه فاصله لري]( 4) څخه تر حَضْرَ مَوْت پوری به مزل کوي او په دې ( دومره لرې فاصله او اوږده لاره کې به) له الله تعالی پرته له بل هیچ چا څخه نه وېرېږي او مېږه به د لیوه ( د خطر څخه په امان کې وي) مګر تاسې له استعجال ( بیړی) څخه کار اخلۍ. ( رواهُ البخاري).

شیخ ابن عثیمین ( رحمه الله) په دې اړه وايي: کله کله یو انسان په جسمي آزمېښت (مرض) کې واچول شي او کله په مالي او کله په اهلی ( کورني) ابتلاء کې راګیر شي، تر دې پوری چې په ټولنیز آزمېښت کې هم وآزمویل شي… لنډه دا چې د ابتلاءاتو دروازې خورا زیاتې دي او ټولې د صبر کیلي ګانو ته اړتیا لري. په دې راز راز آزمېښتونو کې د راګېر شوي مؤمن انسان ستره نښه به دا وي چې ډېر صبر به کوي ، دا تر دې پوری چې حتی پر خپله ژبه به هم نورو ته شکایتونو نه کوي، هر چا ته به د ژوند د ناخوالو کیسې او داستانونه نه اوروي او دا ټول ددې په خاطر چې مؤمن مسلمان ته جزع و فزع حرامه ګرځول شویده. (شرح رياض الصالحين ص 12).

 صبر عملي ډګر دی:

صبر د مؤمن مسلمان په ژوند کې یو عملي ډګر دی او یواځې پر ژبه باندی د خولی تشې دعواګانې نه دي. په حقیقت کې همدا دنیوي آزمېښتونه انسان له خورا سترو ګناهونو څخه پاکوي او د رېښتیني مؤمنانو صفونه د فاجرو او ورانکارو خلکو څخه جلا کوي، خو په پای کې بریالي خلک هماغه څوک دي چا چې د تقوی په ارزښتمنه ګاڼه باندی ځان سمبال کړی وي، لکه چې مهربان الله تعالی په دې اړه مونږ ته داسې ارشاد فرمايي: (( مَّا كَانَ اللّهُ لِيَذَرَ الْمُؤْمِنِينَ عَلَى مَآ أَنتُمْ عَلَيْهِ حَتَّىَ يَمِيزَ الْخَبِيثَ مِنَ الطَّيِّبِ وَمَا كَانَ اللّهُ لِيُطْلِعَكُمْ عَلَى الْغَيْبِ وَلَكِنَّ اللّهَ يَجْتَبِي مِن رُّسُلِهِ مَن يَشَاء فَآمِنُواْ بِاللّهِ وَرُسُلِهِ وَإِن تُؤْمِنُواْ وَتَتَّقُواْ فَلَكُمْ أَجْرٌ عَظِيمٌ)). ( سورة آل عمران آیت 179).

ترجمه: نه دی الله تعالی( جلت عظمته) چې مؤمنان په هغه حالت پرېږدي کوم چې تاسې ېۍ ( اۍ خلقو) تر څو پوری چې پاک له ناپاک څخه جلا کړي او نه دی الله تعالی چې تاسې په غیبو باندی خبر کاندي ( تر څو د منافقانو له حال څخه مو خبر کړي) مګر لوی څښتن تعالی د خپلو رسولانو څخه چې چا ته ېې خوښه شي غوره کوي؛ نوتاسی په الله تعالی او د الله تعالی په رسولانو باندی ( ټینګ) یقین ولرئ او که په ایمان ( یقین) قائم پاتی شئ او د تقوی ( نجات بښونکی) لار غوره کړئ؛ نو ستاسې لپاره به ډېر لوی اجر وي ( په جنت کې). قرآن کریم په رښتیا سره چې د بدلون او تحول کتاب دی، په لوستلو سره ېې د انسان په فکر، ویناو او ورځنیو کړنو کې خورا بدلون راځي، لکه څرنګه چې کله په آسمان کې وريځ وي، کله شین وي، کله ورځ وي کله شپه وي، کل د خزان سیلۍ راوالوزي او شینکي باغونه وچ کړي او کله د بهار اروا تازه کوونکي بادونه د چاپېریال سپېری دښتې سمسور باغونه کړي، همدا ډول انساني عمر هم دی چې کله د عمر ځېنې ورځې ډېری خوندوری وي او کله ډېری بې خونده وي، خو همدا الهي سپېڅلی آیاتونه دي چې په انسان کې د سختیو او ناکراریو پر وړاندی د مقاومت انرژي پیدا کوي او د نا امېدیو په لمن کې د غورځېدلو څخه ېې په امان کې ژغوري، لکه چې بښونکی او لورونکی الله تعالی ( جلت عظمته) د سورة آل عمران په 140 او 141 آیت کې مونږ ته داسې لارښودنه کوي:

ويقول سبحانه: (( إِن يَمْسَسْكُمْ قَرْحٌ فَقَدْ مَسَّ الْقَوْمَ قَرْحٌ مِّثْلُهُ وَتِلْكَ الأيَّامُ نُدَاوِلُهَا بَيْنَ النَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللّهُ الَّذِينَ آمَنُواْ وَيَتَّخِذَ مِنكُمْ شُهَدَاء وَاللّهُ لاَ يُحِبُّ الظَّالِمِينَ)). آل عمران: 140-141.

ترجمه: ( اۍ مؤمنو مجاهدو!) که چیری تاسې په جګړه ( جهاد) کې کوم زخم در رسیږي؛ نو ستاسې د زخم په څېر خو( د کفارو) قوم ته هم زخم رسېدلی دی او دا ورځې مونږ د خلکو تر منځ اړوو را اړوو او دا ددې لپاره چې الله تعالی ایمان لرونکي څېری ( د دوه مخو څېرو څخه جلا او ) معلومې کړي ( او بل ددې لپاره چې) الله تعالی له تاسې څخه ګواهان ونیسي او الله تعالی ظالمان( کافران) نه خوښوي. د حضرت أبو هریره ( رضي الله عنه) څخه په یو روایت شوي حدیث شریف کې راغلي دي چې فرمايي: (قدرمن) پیغمبر ( صلی الله علیه وسلم) فرمایلي دي: “من يرد الله به خيراً يصب منه” (رواه البخاري).
ترجمه: الله تعالی چې چا ته د خیر اراده وکړي؛ نو پر هغه ( مصېبتونو او سختیوېې ) کې راګیر کړي.

او په یو بل مبارک حدیث کې راغلي دي چې نبي ( علیه الصلاة والسلام) فرمايلي دي چې: )) إن عظم الجزاء مع عظم البلاء وإن الله تعالى إذا أحب قوماً ابتلاهم فمن رضي فله الرضا ومن سخط فله السخط(( (رواه الترمذي).

ترجمه: ستر اجرونه له سترو سختیو( ناکراریو) سره مل وي او لوی څښتن تعالی هر کله چې له یو قوم سره مینه وکړي؛ نو پر یوې سختۍ ېې ګرفتار کړي؛ نو پس هر څوک چې راضي شي( له الله تعالی څخه)؛ نو د هغه خوښي په نصیب شي او هر څوک چې پرې ناراضه شي؛ نو ناخوښي ېې ورپه برخه شي.

شیخ عبدالرحمن سعدي ( رحمه الله) به ویل: (( هر کله چې یو مؤمن مسلمان په( کړوونکي او سخت) رنځ، لوږې او اقتصادي فقر، بیکارۍ او یا دېته ورته او یا پر ټولو کړاوونو باندی مبتلا شي؛ نو په دې سختو حالاتو کې دا مؤمن شخص پر خپل ایمان او د هغه داخلي قناعت پر اساس چې دی ېې د الله تعالی په پرېکړو باندی لري، ته به ېې ویني چې پر دې ټولو سربېره بیا هم خورا خوښ تا ته ښکاریږي او په زړه کې به نوری هیلی نه ساتي، د قناعت لرونکي مؤمن یوه نښه به ېې دا وي چې تل به خپل ټولنیز ژوند کې تر ځان ټيټو خلکو ته ګوري او تر خپل ځان لوړو خلکو ته به نه ګوري او ددې شخص خوشحالتیا هغه مهال نوره هم زیاتیږي چې کله په خپله سیمه او چاپیریال کې داسې یو څوک ویني چې په دنیوي لحاظ د هر څه څخه برخمن وي او ټولې مالي غوښتنې ېې هم پوره شوي وي، خو بیا هم د قناعت د نه درلودلو له کبله به سرګردانه او لالهانده وي.
ایمان د مؤمن تر ټولو ارزښتمنه پانګه ده او له همدې کبله نېکمرغي هم ورسره مل وي او تاسې به په خپله ټولنه کې داسې خلک هم لیدلی وي چې د ایمان په څېر له ارزښتمنې پانګې څخه بې برخي وي او یا هر کله چې په ژوند کې پری کوم آزمېښت راشي، لکه: د لوږې، بیکارۍ سره لاس او ګریوان شي یا پخپل تجارت او کاروبار کې له تاوان سره مخامخ شي؛ نو بیا به ېې ته ویني چې په خورا ذلت او بدمرغۍ کې به ژوند تېروي، ولی چې ایمان پانګه او په ابتلاءاتو کې د قناعت ژبه به ورسره نه وي. (الوسائل المفيدة للحياة السعيدة ص 14-15).

د صبرکوونکو خلکو لوړمقام:

د صبر کوونکو کسانو لپاره قرآن کریم بې شمېره زیري لري او د الله تعالی پټې مرستې او نالیدلي ملاتړونه هم له همدوي سره وي، کله چې د سختیو پر مهال دوي پر لمانځه باندی ودریږي، د نړۍ تر ټولو ستر پادشاه ته خپلې ستونزې او کړاونه وار په وار وړاندی او ورڅخه د خلاصون کیلي ګانې تری غواړي او تاسې یوه شېبه فکر وکړئ چې تر دې لوړ شرف او فخر به چېرته وي چې الله تعالی په خپله د سورت البقرې په 153 آیت کې د دوي په اړه فرمايي چې زه له صبر کوونکو سره مل یم، لکه چې ارشاد فرمايي: ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اسْتَعِينُواْ بِالصَّبْرِ وَالصَّلاَةِ إِنَّ اللّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ ))
ترجمه: اۍ د ایمان څښتنانو! تاسې ( د الله تعالی لت عظمته) څخه په صبر او لمانځه سره د مرستې غوښتونکي شئ، بېشکه چې لوی پروردګار د صبر کوونکو سره (مل) دی.

وقال: (( وَلَنَجْزِيَنَّ الَّذِينَ صَبَرُواْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ)).( د سورة النحل 96مبارک آیت).
ترجمه: او خامخا به مونږ هغو کسانو ته چې( په دنیا کې ېې پر راز راز مصاعبو او تکلیفونو ) له صبر ( زغم) څخه کار واخیست( زیات) او د هغه نیکیو پر وړاندی چې دوي به ( په دنیا کې) تر سره کولی اجر ورکړو.

صبر کوونکو مؤمنانو ته زمونږ خواخوږې پیغمبر هم یو زېری وړاندی کوي او هغه دا چې هر کله چې دا مؤمن په دنیوي ژوند کې په یو سخته کې را ایسار شي، یا ېې د کور د غړو څخه کوم زوی یا لور پرې مبتلا شي او صبر پری وکړي تر دې پوری چې ومري؛ نو داسې شخص به د الله تعالی سره په داسې حالت کې لیدل کاته کوي چې هیڅ ډول ګناه به پری نه وي( له سپېرو ګناهونو څخه به پاک وي). لکه په دې اړه د حضرت ابو هریرة ( رضي الله عنه) څخه په یو روایت شوي حدیث کې نبي ( علیه الصلاة و السلام) فرمايي: ((“ما يزال البلاء بالمؤمن والمؤمنة في نفسه وولده وماله حتى يلقى الله تعالى وما عليه خطيئة” (رواه الترمذي).

ترجمه: تر هغې پوری آزمېښت ( مصیبت) د یو مؤمن شخص او یوې مؤمنې مېرمنې پر ځان، او ( کله ) زوی باندی وي تر دې پوری چې له الله تعالی سره وویني( وفات شي) په داسې حال کې چې پر هغه باندی به هیڅ خطا او ګناه نه وی.

شیخ الاسلام ابن تیمیه ( رحمه الله) پخپل کتاب (في الأمر بالمعروف والنهي عن المنكر ص 36) کې د صبر په اړه یوه په زړه پوری وینا لري چې وايي: (( دا صبر دی چې د هغې په سبب به تا ته په دین کې امامت( مشري) درپه برخه شي او د خپلې دې خبری د اثبات لپاره د سورة سجدې 24 مبارک آیت د استدلال په توګه سره وړاندی کوي لکه چې الله تعالی داسی ارشاد فرمايي: ((وَجَعَلْنَا مِنْهُمْ أَئِمَّةً يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا لَمَّا صَبَرُوا وَكَانُوا بِآيَاتِنَا يُوقِنُونَ )).

ترجمه: او ځینې له دوي څخه مونږ امامان ( مخکښان) ګرځولي دي چې ( خلکو ته به ېې ) زمونږ په امر سره لاره ښودله ( دین به ورزده کاوه) او دوي زمونږ په آیتونو باندی ( د کوټلي) باور درلودونکي ول.

شیخ ابن عثیمین ( رحمه الله) به ویل چې: (( د أم المؤمنین حضرت عائشې (ر ضي الله عنها) په پورتني حدیث کې د دې خبری یو څرګند دلیل دی چې صبر بې شمېره ښېګڼې لري او انسان باید په خپل همدې زغم سره د الله تعالی څخه د اجر هیله من واوسي او بل دا چې هر کله یو انسان دنیوي ژوند کې چې کله پری د طاعون په څېر خطرناک مرض پر وړاندی له له صبر څخه کار واخلي تر دې چې له کبله ېې مړ شي؛ نو داسې شخص ته به هغه اجر او ثواب ولیکل شي کوم چې د یو شهید لپاره لیکل کیږي. (شرح رياض الصالحين 1 جلد /174 مخ).

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د همدې موضوع په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندېنیو مراجعو ته کتنه وکړئ:
1. أدب الدنيا والدين للماوردي.
2. الأخلاق والسير لابن حزم.
3. الترغيب والترهيب للمنذري
( 4): .مترجم

لیکنه: استاذ فضل الله ( ممتاز) ) لومړۍ برخه)

ژباړه: محمد خالد (ملکزی)

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close