د حضرمحمد (ص)د نیکمرغې زیږدنې او سیرت په ویاړ یادونه

هغه څه چی دبشریت ستر لارښود رحمت اللعالمین، خاتم النبیین حضرت محمد)ص (دشخصیت، کار او پیکار، مقام او مرتبت په باب ګرانو لوستونکو په خدمت لیکل کیږی ، یوکرښه ده دیوه لوی اوبا ارزښته کتاب ، آو دیوهمیشه روانی پاک اوزلال لوی سیند څخه یوه څاڅکی ۰هغه حضرت،هسی څوک نه دی چی وکولای شوپدی لږاولنډ شرح او بیان دهغه «ص» له شخصیت نه یی یوکامل انځور په لاس ورکړو ۰

هغه حضرت ( ص) لومړنی پیغمبرووچی د دی حیات اوممات ، رسالت ، کارنامواود زیږیدلویی په مهال، کوم واقعات چی رامینځته شوهیڅ ډول شک اوشبهه موجودندی ۰آصل اونصب یی له موراوپلارنه ترحضرت ابراهیم خلیل الله څخه ټولوعربواوعجموته روښان دی ۰حضرت «ص» لومړنی پیغمبردی چی برسیره پرخپل کتاب اودینی سنت دتاریخ په روښانو اوزرینوپاڼوکی ډیراوچت اولوړځای اومقام ګټلی دی۰همدارنګه سربیره دنبوت اورسالت له وظیفی نه دیولوی ښوونکی اولارښودپه حیث نه یوازی دخپل پیروانو لپاره ،بلکی دانسانی نهضت اوترقی دمادی اومعنوی تکامل مخکښ ګام وهونکی اولارپرانیستونکی مثال او سمبول هم ګڼل کیږی ۰یعنی په حقیقت کی نننی بشری نهضت اوپرمختګ (که نړیوال اعتراف وکړی یا نی )دهغه «ص» له علمی ،آداری اوسیاسی تدبیراونهضت له روح څخه سرچینه اخیستی دی۰ پرته له شکه آنحضرت «ص» یورښتین سټرسیاست‏ پوه ، متفکر،اوفاضل شخصیت و۰

دبشری نجات دلاری سټرلارښود پیامبر«ص» هغه مها ل دنیاته راغی ،چه ناپوهی اوخرافات خپل څادرغوړولی وو.انسا نی عاطفی اوژوند خپل ځای دښمنی، ظلم اوبی عدالتی ته پریښی و۰همدا رازبربریت  ،ناروا او بدمرغی حکومت چلاوله . دمظلوم، محکوم اوبیوزلوخلکووینی په ناحقه توییدلی . ظلم اوتیری ، بی انصافی اوعداوت خپل اوج ته رسیدلی و ، خلکو نه لارورکه شوی وو،اودجهل ، ګمراهی  اوناپوهی  داسی کنډی ته غورځیدلی وچی له دی ک‏نډی نه دنجات اووتلوخبره دبشری عقل نه لری ښکاریده۰

له بلی خوانه دابلیس اوابلیس صفتانو بازارډیرتودو،اوخلکو داسی ترسلطی اوتاثیرلاندی نیولی و، چی شراب ، قماروهل، زنا، دخلکوپرمال،ڼاموس اوعزت باندی تیری اوتجاوزاوژوندی ترخاوری لاندی کول اوداسی نورفجایعودعادی ورځنی رواجونه اودمستکبرانواوجبارانودسرګرمی اومصروفیتونو څخه شمیرل کیدل۰دزمان په تیریدوانسان اوانسانیت له اصلی وا ټن اولاره منحرف اوانسانی روح نارامه کیدل ۰

خودا باید په ډاګه شی چی هرڅیزانجام اوهره تیاره پای لری۰دظلم کاسه نسکوره ده،اودظالم ډیوه ترسهاره ته بلیږی ۰نوهمدا ډول ددغومظالمو، بدمرغیو او توری تیاری انجام رب العزت په اراده رانږدی شو، اوزوال نیټه یی راورسیده ۰
ورځ په ختمیدوشوه ، لمرخپلی زرینی وړانګی ورو ورودکلیو باندواوغرونوڅخه راټولولی۰او دشپی تورتیاری خپله لمن پراخوله۰شپه راورسیدله ، خلک ټول په آرام خوب تللی وو، چپه چپ تیاوه ، آرام اومعطروږمی ځوځیدو، سپوږمی دځپل سپین مخ په شعلو تیاره ځمکه رڼا کوله۰ ستوری دآسمان په تور زرکی دالماس په شان ځلیدل ۰
هرلورپه معنوی دنیاکی داسی دمبارکی پیغامونه خپرول چی دمادی دنیاهم په شورراوسته ۰ په دغه شیبوکی دبشریت سټرلارښود ، دمعنویت لوی لمردیوبی وزلی او فقیرکورنی نړی ته سټرخلاصه کړ، او وزیږید ۰هغه سټرشخصیت دنیا ته راغی چی ټولی ڼاکراره ارواح یی په انتظاروی ۰ انس اوجن ټولی دهغه لپاره دامتحان ډګرته راوستل شوی وو ۰خلاصه داچی ددنیا ټول هستی درحمت اللعالمین دهر کلی او درناوی لپاره چمتو اوګمارل شوی وو۰

your ads

که دنبی کریم صلی الله علیه وسلم دکرداراوسیرت ته پام وکړو، ګوروچی دکړاونواوتکلیفونوبیلګه ده هغه دموراو پلاردغیږ، مینی اوشفقت څخه محروم اوپه ظاهرکی یوشپون و، خو الله جل جلاله داسی ورته لویه مرتبت اومقام وروبخښله ، چی دانسانانوشپونی اولارښوونی ډنده او رسالت ورته وسپارل شو۰ رسول کریم دتعلیم دنعمت څخه بی برخی و، خوڅرنګه چی مخکښی ذکر وشو،رب جل علی شانه دټولی نړی لپاره شوونکی وټاکلو ۰هغه ددنیا په مزخرفوقوانین نه پوهیده ، خووروسته دداسی قانون مالک شوچی دده قانون ترقیامته دمومن او معتقدآدمیان اوعالمیانولپاره لارښوداونجات ورکوونکی دی ۰
رحمت للعالمین (ص) داسی قانون ځان سره راوړچی ټول جهالتونه له مینځه یوړل اونه یوازی مسلمانانوته بلکی ټول بشریت ته یی لاره روښانه کړه ۰خلکوته دقرآن په  اعجازاومعنوی قوت اود نیک سیرت اوکردارپه واسطه نورنه پریښودل چی معنوی کاذب او خپل بشر په لاسونوجوړشوی بتانوته سجده وکړی ۰ پری نه ښودل چی مظلومه نجونی طبقه ژوندی ترخاورولاندی شی ۰ هغه ظلمونه اوتیری اوبی انصافی اواستبدادله مینځه یوړل اودخلکورجوع دیو الله (ج)خواته وکړه ، هغه الله ته چی واحد اولاشریک او بی ساری دی ۰
که دی مسالی ته ځییرشوچی آنحضرت«ص»هیڅکله نه دسیراوحکمت کتابونه اونه دپخوانیوخلکوکتابونه نه ولوستلی اودچاڅخه یی تجربی هم نه وترلاسه کړی ! نوڅنګه یی وکولای شوای چی سرکښ اوګمراه عربوایل (رام)کړی؛ اوڅنګه یی په ډیرښه تدبیرسره ددوی سخت زړونه نرم اوپرځان راټول کړی؛ ان تردی حده چی درسول الله دخیرښګنی ارمانونودلاری پلی کیدلولپاره له خپلوسرکش اومنحرفومیندو، پلرونو،زامنواوخویښانوسره مقاتله اومقاطعه وکړی ، داڅرګنده د ه چی دپیامبر(ص) دلوړی علم اوپوهی اوفراست اوتوانایی په نتیجه کی وو ،دا ځکه چی اخلاقی پراختیایی دعقل ددرجی په اندول وه !  رسول کریم «ص» ددومره پراخی اخلاقی مرتبی خاوندوو؛ چی هغو منافقانوچی پرده مبارک باندی په غیاب کښی بدویل ، په مخامخ  به یی غوړه مالی کولی ۰

دیو روایت پربنا کله چی یارانوورته ویل چی پرهغه قوم چی ستاسره مقاتله کوی اوستاغاښ یی ماټ کړیدی اوستا له مبارکه وجود څخه یی وینی بهولی دی نفرین ووایه ۰ آنحضرت «ص» وفرمایل چی : « زه ددی لپاره نه یم راغلی چی خلکوته نفرین اولعنت ووایم ؛ بلکی زما بعثت ددعااو رحمت لپاره دی ۰۰۰»۰ آنحضرت «ص» آرام باوقاره، امین ،متواضع، ډیرخوش خوی او مهربان انسان و ، له دی کبله دخلکو په زړونوکی ځای درلود ۰
قوی زوروراوبی وزل اوضعیف دده مبارک پروړاندی یوډول و، دضعیفانوپوښتنه به یی زیاته کوله ۰دناروغانوعیادت به یی کاوه،دمړوپه جنازه به حاضریده ،او نورخلک یی دنیکو کارونوته رابلل ۰ په مصالح او فضایلو کی ډیری هڅی کوله اودمشکلاتو په له مینځه وړلو کی ډیراخلاص مندو۰ دین یی ایمان اوسرمشق یی قرآن و۰هغه څه چی قرآن غوښتل ده هم غوښتل اوهغه څه چی قرآن یی نه مڼل ده هم نه مڼل ۰
نوپه خاتمه کی عرض می دادی ،چی بیله شکه دخدای تعالی خای او نظردانسان په زړونو کښی دی  ، باید هم چی زړونه پاک وی ،خومسلمانوته يوازی پاک زړه کفایت نکوی ، بلکی اړینه دی چی په سیرت او صورت کښی دیومسلم اوغیرمسلم ترمینځ توپیرڅرګنډ اوښکاره کړی  دخپل نظراوکردارپه وسیله نورمه پریږدی چی خلک بیا دجهالت کنډی ته وغورځیږی۰ ظالمانواوجبارانوپسی لاړنشی اومه پریږدی چی موقع ترلاسه کړی اودمظلوموولسونودوینی مزه اوچړچی وکړی ۰ راځی چی دقرآن ترسیوری لاندی هوسا ژوندوکړواوخپل یوالی ، ورورولی په رښتیااوصادقاته ډول پیاوړی کړوترڅوددغه آسمانی قانون هدایات اودپیامبراکرم دنیک کرداراوسیرت په پلی کولوسره ددنیا اوعقبی لوی اوسټرنیکمرغیواوبریالیتوبونوته لاس رسی پیدا کولی شو۰
هماغسی چی رسول الله (ص) اوصحابه کرام (رض) دقرآن مجید په دستوراتواولارښوونی په تولنی کی دتقوا ، پرهیزګاری مینه اوصداقت ، عدل اوانصاف سره تیرکړیدی اودیوهوسا اوبا امن ژوند برابرولواوپلی کولوکی هڅه کړی اوزیارایستلی دی ،دنړی داستکباری ځواکونودله مینځه یوړلوکښی خپل هستی وقف کړی، نن هم هماغه قانون اوسنت موجود دی خوضرورت دی چی دخپل دعمل دلاری ډیوه اولارښود یی وکړځوواو یوازی دراسخ ایمان دردلوسره توفیق دلوی او بخښونکی خدای تعالی څخه چی الله وصمددی وغواړو۰

نصیراحمد – مهمند

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب