شوروي، خلقيان او  پرچميان څوک وو؟

شورويانو په افغانستان کې خپله ماتې ومنله، کمونيزم ناکام شو، آن تر دې چې خپله په شوروي کې د يو توتاليتر يکگوندي سياست پر ځاي د دې ماتې په درشل کې و گلاسنوست او پرسترويکا ته مجبور  شول، په شوروي کې د يو مودې دپاره حتی کمونيزم ممنوع شو.

په افغانستان کې کمونستان دوه ډلې وو، خلقیان، د نورمامد خرکي او حفيظ الله لعين ډله او پرچميان، چې د مير اکبر خېبر او ببرک کارغل ډله وه.

خلقيان او  پرچميان هيڅکله سره جوړ نه وو، مگر په افراطيت او فعاليت کې يې فرق زيات وو.

خلقيان معمولآ غريبه طبقه وه او کوشش يې کاوه چې غريبان، بزگر او بې سواد خلک په افراطي وعدو غلط او د ځان ملګري کړي.

خو پرچميان معولاً اشرفي خلک وه، کوښښ يې د اشرفيانو او باتعليمه خلکو جلبول وو. مګر د مرکزي نظام په وړاندې د خلق او پرچم دريځ مشترک وو، هغه دا چې هغه ملي مرکزي نظام نابود کړي او په عوض يې يو تکګوندي کمونست نظام جوړ کړي.

دا نظام هيڅکله د ملت ملاتړ نه درلود او د شوروي و يرغلګرې اردو ته محتاج شول، کرملين د دې نظام چېره هم بدله کړه، خلق يې د دولتي قدرت څخه محروم او د دولت واګي يې و پرچميانو ته وسپارل.

جهاد نور هم ټينګ شو او نړيوالې ټولنې شوروي تحريم کړ.

شوروي په افغانستان کې خپل ضعيفه اقتصاد نور هم ضعيف کړ، تقريبآ ۲۵۰۰۰ سرتيري يې هلته مردار شول او ۵۰۰۰۰ نور يې معيوب شول.

نه ماتېدونکی جهاد، د مځکې وهل شوی اقتصاد او نړيوالو تحريمونو په ګډه شوروي پر ګونډو کړ، شوروي خپله ماتې ومنله  او تصميم يې ونيو چې خپل کنډوکپره اردو د افغانستان څخه وباسي. د دې کار د ممکنولو لپاره يې د خاد مشهور ادمکش رئيس نجيب وټاکه او توصيه يې ورته وکړه چې هغه بايد د مجاهدينو سره جوړه وکړي چې و شوروي ته د وتلو بهانه جوړه شي.

نجيب چې د لکونو بې ګناه افغانانو قاتل وو و نه توانېدو چې ملي روغه جوړه وکړي. دليل يې دا وو چې جنايات يې ډېر کړي وه، د قدرت څخه نه ليري کېدو او مجاهدينو نه غوښتل چې د کې جې بي د روزل شوي جاسوس پوتومک سره د قدرت پر چوکۍ کښېني.

اخر شوروي د نجيب په انتخاب کې خپله اشتباه ومنله گورباچوف وويل چي:

“د زاړه کباړي سامان څخه نوی تعمير نه جوړيږي”

او خپله اردو يې بيا هم د افغانستان څخه وويسته.

د نجيب د نظام جنرالانو د خپل ځان ژغورلو په خاطر د نجيب سره غداري وکړه او د ژبې په اساس بعضې حزب اسلامي او بعضې جميعت اسلامي ته تسليم شول.

نجيب چې خپله دا ناکامي مخکې سنجولې وه، خپله کورنۍ يې هندوستان ته لېږلې وه، کوشش يې وکړ چې خپله هم هند ته و تښتي، خو خپل لاس روزلي ډاکو او غله ګلم جم جنرال دوستم يې مخه و نيوله او په ملل متحد دفتر کې څلور کاله د غله په څیر یې پټ ژوند وکړ تر دې چې طالبانو په کشولو د هغه ځايه وويست او غرغره يې کړ.

اوس دا بې وجدانه وطن فروشه خلقيان د کار ملي پرچمي نجيب څخه چې په اصل کې د شورویانو اصلي بوتل دی نقلي اتل جوړوي، او کله بیا د افغانانو دا تاريخي وياړ او لاسته راوړنې و پاکستان ته منسوبوي، کله امريکا ته، کله و شوروي ته او کله هم د کی جې بي جاسوس پوتومک ته.

په دنیا او اخرت مو همداسې ذلیل او رسوا غواړو ای د کمونیزم پاتې شونو او جعلي اتل مریدانو.

ډاکټر یوسف اکبري

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب