د حجرات په سورت کې ټولنيز آداب

لومړى: د سورت په اړه:

د سورت نوم:

د دې سورت نوم ، سوره الحجرات دى او له څلورم نمبرآيت له  (من وراء الحجرات)له  جملې  څخه اخيستل شوې چې  د امهات المؤمنين دکورونو احترام اوحرمت پکې بيان شوى دى .

د نازليدو زمانه:

د حجرات سورت مدني سورت دى او له رواياتو او د سورت له مضامينو څخه داسې معلوميږي چې دا سورت د هغو لارښوونو اوهداياتو مجموعه ده چې د مدني دور په مختلفو مواقعوکې نازل شوي دي او له ځينو نورو رواياتوڅخه دا هم څرګنديږي چې دا سورت د مدنې دور په وروستنيو وختونوکې نازل شوي دي .  اتلس آياتونه لري او د( المجادلة) له سورت څخه وروسته نازل شوى دى.

د مخکيني سورت سره مناسبت:

له سورت محمد څخه وروسته د فتح سورت په دې خاطر راوړل شوى ده چې سورت قتال (محمد) ورته د مقدمې حيثيت درلوده او د فتح سورت د هغه د پايلې اونتيجې حيثيت لري او او بيا سورت حجرات د دې دواړو څخه وروسته لدې کبله راوړل شو چې په وړاندينيو دواړو سورتونوکې دجهاد احکام ذکرشوي دي چې په دې احکامو سره د شا اوخوا انسانانو او ټول بشريت اصلاح مقصود وه او په دې سورت کې دنفس اوټولنې داصلاح احکام او آداب ذکر شوي دي .

د سورت اهميت:

سره له دې چې دا سورت يومختصر سورت دى خو د اسلامې تربيې پر ثوابتو او په غوره ټولنېزو بنسټونو باندى مشتمل دى تردې چې ځيني مفسرينو دې سورت ته دسورة الاخلاق لقب ورکړى دى.

د سورت موضوع :

په دې سورت کې الله تعالى دهغولوړو فردې،ټولنيزواوقانوني بنسټونو او آدابو يادونه کوي چې د يوه واقعي مسلمان، مؤمن او اسلامي ټولنې له شان سره مناسب دي.

په دې سورت کې هغه ارزښتناکې لارښوونې موجودې دي، چه که ننني مسلمانان لږ ورته ځير شي، نو د امت د ټولو خپلمنځي ستونزو او جګړو او د نورو اخلاقي رنځورونو علاج او درمل به په کې ومومي.

دوهم : د سورت مباحث:

1- په لومړنيو پنځو آياتونو کې د هغو آدابو يادونه کيږي چې مسلمانان يې بايد له الله او د هغه له رسول سره د تعامل پر مهال په ياد ولري او د هغو ساتنه وکړي ، هغه اصول او قواعد بيان شوي دي چې مؤمنان بايد د الله تعالى او د هغه د رسول په وړاندى ترې کار واخلي او د هغو مطابق چلند ورسره وکړي.
2- د دې سورت په دوهمه برخه کې د اسلامي ټولنې هغه مهم اخلاقي بنسټونه ذکر کيږي چې د هغو په رعايت کولو سره, په ټولنه كي محبت، اخوت،صميميت، اخلاص، امنيت او يووالى تضمينيږي او برعکس د هغو په له پامه غورځولو سره  هر ډول بدبختۍ،فسادونه اونفاق رامنځ ته کيداى شي.
3- په ٩ آيت کې دا په ګوته شوي دي چې  که مسلمانان په خپلمنځي اختلافاتو اخته شي او په خپل منځ کې په جګړو او اخ او ډب پيل وکړي  له هغوې سره بايد څه ډول چلند وشي تر څو له دې بلا او مصيبت څخه وژغول شي.
4- په ١٣ آيت کې دا ښودل شوي ده چې په انسانانوکې په يو بل باندې د لوړوالي او بهترۍ معيارڅه دى؟ او دا خبره ئې په ډاګه کړې چې دانسانانو يو پربل د بهترۍ اوغوره والي معيار تقوى ده، ژبنې، نژادې او قومې توپيرونه کوم ارزښت نلري، قومونه ،پرګنې او نژادونه يواځې د تعارف او يو د بل د پيژندګلوۍ لپاره دي .
5- په ١٤ آيت کې په دې خبره تاکيد شوى چې مسلماني يواځې د خولې په وينا نده, او د قلبي اعتماد او باور څخه  برسيره بايد د هغې نښې نښانې د انسان په عملونو، په نفس اومال سره په جهاد اومبارزه کې راڅرګندې شي او دا يې ښودلې ده چې ريښتني مسلمانان همدا ډول خلک دي.
6- بيا وايي چې  اساسي شى تش د خولې مسلماني نده بلکې اساسي شى د الله تعالى احکام د زړه له کومې منل او د الله تعالى په لارکې هرراز قربانۍ ته چمتوکيدل دي.
اسلام او ايمان داسې الهې هديه او پېرزوينه ده چې مسلمان بايد د هغې په مقابل کې د الله تعالى احسان ومني او پر الله، رسول او نورومسلمانانو احسان بارنكړي چې زه مسلمان يم.
7- د سورت په پاى کې د الله تعالى د علم په اړه مونږ ته خبر راکوي چې د الله تعالى علم په هرڅه باندى محيط دى او الله تعالى د انسانانو په کړو وړو باندى ښه خبر دى او هرچاته به د هغه د عمل مطابق جزاورکوي.

دريم: د سورت ژباړه او تفسير:

يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيْ اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ (1) يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَرْفَعُوا أَصْوَاتَكُمْ فَوْقَ صَوْتِ النَّبِيِّ وَلَا تَجْهَرُوا لَهُ بِالْقَوْلِ كَجَهْرِ بَعْضِكُمْ لِبَعْضٍ أَنْ تَحْبَطَ أَعْمَالُكُمْ وَأَنْتُمْ لَا تَشْعُرُونَ (2) إِنَّ الَّذِينَ يَغُضُّونَ أَصْوَاتَهُمْ عِنْدَ رَسُولِ اللَّهِ أُوْلَئِكَ الَّذِينَ امْتَحَنَ اللَّهُ قُلُوبَهُمْ لِلتَّقْوَى لَهُمْ مَغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ عَظِيمٌ (3) إِنَّ الَّذِينَ يُنَادُونَكَ مِنْ وَرَاءِ الْحُجُرَاتِ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ (4) وَلَوْ أَنَّهُمْ صَبَرُوا حَتَّى تَخْرُجَ إِلَيْهِمْ لَكَانَ خَيْرًا لَهُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ (5)

مفردات:
1: لَا تُقَدِّمُوا متعدي فعل دى د عبارت تقديرپه دې ډول دى(لَا تُقَدِّمُوا امرا بَيْنَ يَدَيْ اللَّهِ) د الله تعالى له حکم او امر څخه بل هيڅ امر مه مخکې کوئ. اوځينومفسرينوويلي دي چې دلته د لازمي فعل ( لاتتقدموا) په معناسره دى. چې معنا يې دا ده د الله تعالى څخه وړاندې والى مه کوئ. که څه هم د ادبياتو د قواعدوپربنسټ لازمې اومتعدي فعلونه په خپلو کې سره متفاوت دى، خو دلته د معنا او مفهوم په لحاظ کوم تفاوت نلري ،چې معنا يې دا ده  په هيڅ شې کې له الله تعالى او د هغه له رسول څخه وړانديوالى مه کوئ اوځينې مفسرين وائې: چې د الله تعالى دکتاب او د رسول الله د سنتوخلاف خبره مه کوئ.

د بلاغت د علم د قواعدو له مخې په اصل کې دلته يوه تمثيلي تشبيه ده او هغه په دې ډول چې څوک له الله او د هغه له رسول څخه په حکم اوپرېکړه کې وړاندې والى کوى, د ده مثال د هغه غلام او سړي دى چې له خپل بادار او سردار څخه مخکې روان وي نو دا غلام او سړى څومره بد ښکاري؟ او دا څومره بدکار دى؟ په همدې توګه چې څوک په حکم صادرولو ،پريکړو او په کړنو او ويناګانو کې له الله تعالى او د هغه له رسول څخه وړاندې والى کوي دا هم هماغسې خورا بد او ناوړه کار دى.

your ads

2: لَا تَرْفَعُوا أَصْوَاتَكُمْ فَوْقَ صَوْتِ النَّبِيِّ:
کله چې له رسول الله سره خبرې کوئ نوخپل غږونه په لوړوالي کې د هغه (صلى الله عليه وسلم ) غږ ته مه رسوئ بلکي په ټيټ آواز ورسره خبرې کوئ.
3: يَغُضُّونَ أَصْوَاتَهُمْ :خپل غږونه ټيټوي
4: مِنْ وَرَاءِ الْحُجُرَاتِ: د کورونو څخه بهرکه له هرپلوڅخه وي.

ژباړه:
اى هغو کسانو چې اېمان مو راړوى، تاسې  له  الله او د هغه  له رسول څخه وړاندې والى مه کوئ (بلکې د هغوى اوامرو ته انتظار وباسئ) له الله څخه (دتل لپاره ) وويريږئ  بېشکه چې الله تعالى ښه اوريدونکې دى اوښه پوه دى.
اى هغو کسانو چې ايمان مو راوړى، تاسې (له هغه صلىالله عليه وسلم سره د خبرو پر مهال)   خپل غږونه د رسول الله (صلى الله عليه وسلم ) په غږ باندې مه جګوئ  په هغه ډول چې تاسې يې دخپلمنځي خبرو اترو پر مهال په يو بل باندې پورته کوئ هسې نه چې ستاسې کړي عملونه حبط اوضائع شي په داسې حال کې چې تاسې به پرې خبرهم نه يئ.
بيشکه هغه کسان چې خپل آوازونه د رسول الله په وړاندې ټيټوي دا هغه کسان دي چې الله تعالى د دوى زړونه د پرهيزګارۍ لپاره چاڼ کړي او د دوى لپاره بښنه او لوى اجردى.
بېشکه هغه کسان چې تاته د(امهات المؤمنين) دکوټو ترشا نارې او سورې وهي اکثره يې بې عقلان دي.
که چېرې دوى ترهغه پورې صبرکړى واى چې ته په خپله ورته راوتلى واى نو دا به د دوى په خير تماميده اوالله تعالى ډيربښونکى اومهربان دى.

تفسير او د نازليدو اسباب:

په يوه روايت کې راغلي دي چې يوځل دبنوتميم دقبېلې يوڅه خلق د رسول الله صلى الله عليه وسلم مجلس ته راغلل داخبره له بحث اوڅېړنې څخه لاندې وه چې څوک به د دوى مشر ټاکل کيږي، حضرت ابوبکر صديق رضي الله عنه رسول الله صلى الله عليه وسلم ته  وويل چې قعقاع بن معبد د دوى مشر وټاکه او عمرفاروق رضي الله عنه وويل چې اقرع بن حابس د دوى مشر وټاکه نو په دې معامله کې د ابوبکر صديق او عمرفاروق ترمنځ خبرې اترې زياتې شوې او د رسول الله صلى الله عليه وسلم په وړاندې ددوى ځوږ پورته شو نو دا آياتونه رانازل شول
الله تعالى مسلمانانوته وائې:په کوم کارکې چې د الله تعالى او د هغه د رسول د حکم اميد وي نو په خپل خيال او فکر باندې پريکړې مه کوئ  بايد د الله تعالى او د هغه د رسول د حکم انتظار وويستل شي ترڅو په هغو پريکړه وشي. په بل ځاى کې الله تعالى هغه مهال چې په يوه قضيه کې الهي فرمان اونبوي سنت موجود وي د انسانانو اختيارسلب کړئ او
داسې يې فرمايلي دي :
وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلَا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَنْ يَكُونَ لَهُمْ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ
د دې آيت شريف دا مطلب دى چې کله الله تعالى او د هغه رسول په کومه معامله کې پريکړه وکړي او د الله تعالى او د هغه د رسول حکم پکې موجود وي هيچا ته پکې دخپل نظر اواجتهاد اختيارنشته, بلکي غاړه به ورته ږدي او د الله تعالى او د هغه د رسول اطاعت به د زړه له کومي ترسره کوي.له همدې امله الله تعالى مؤمنانوته فرمايي چې په حکم صادرولوکې له الله او د هغه له  رسول څخه وړانديوالى مه کوئ.
په حقيقت کې دا کوم فردي اوشخصي حکم ندى بلکې په فردي،ټولنيزنظام او په دولتې نظامونو ټولو کې همدا حکم دى، د يوه مسلمان قاضي او يوه کافر قاضي ترمنځ فرق په همدې باندې دى.
همدا وجه وه  کله چې رسول الله حضرت معاذ رضي الله عنه يمن ته دحاکم په توګه ليږه نو ورته ويې ويل: پريکړه به په څه کوي؟ اې معاذه! هغه ورته په ځواب کې وويل:  د الله په کتاب،رسول الله ورته وفرمايل: که د الله په کتاب كې يې پيدا نکړې بيا به څه کوې؟، هغه ورته وويل:  چې د رسول الله په سنتو به پريکړې کوم، رسول الله بيا ورته وفرمايل: که په سنتوکې يې حکم پيدانکړې؟ هغه ورته وويل: چې بيا د خپل اجتهاد مطابق پريکړه کوم ، رسول الله د هغه په سينه خپل مبارک لاس کيښود او داسې يې وفرمايل: شکر دى هغه الله لره چې د خپل رسول استازي ته يې د هغه څه توفيق ورکړ چې د الله تعالى  رسول ته خوښ دى.

دلته له همدې امله حضرت معاذ خپل فکر او نظر د الله تعالى او د رسول له حکم څخه وروسته کړل، تر څو چې د الله تعالى په کتاب او د رسول الله په سنتوکې  يو حکم موندل کيږي ،تر هغې به انتظار کيږي چې پريکړه د الله تعالى په کتاب او د رسول الله په سنتو وشي کله چې اميد قطع شو،نو بيا د اجتهاد دروازه خلاصه ده.
اوکه چېرې تاسې له الله او رسول څخه ځان بې نيازه وبولئ اوځان خود مختار کړئ او يا خپل نظر په کتاب الله او د رسول الله په سنتو مقدم کړئ نو الله تعالى ته ستاسې هرڅه معلوم دي, سخته جزاء به درکړي.
په دويم نمبرايت کې الله تعالى هغه ادب ذکر کوي چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم په مجلس کې بايد رعايت کړل شي.

په روايت کې راغلي دي چې ځينې خلک به د رسول الله صلى الله عليه وسلم په مجلس کې داسې په شور او غوغا سره غږيدل لکه چې په خپلومنځونوکې به غږيدل چې دا کار د رسول الله صلى الله عليه وسلم په مجلس کې لويه بې احترامي او بې ادبې وه نو الله تعالى له دغه کارڅخه منع وکړه،ځکه چې په بې ادبې باندې انسان د الله تعالى له عالي حضورڅخه محروم کيږي د انسان مقام له خاورو سره خاوري کيږي او په ادب سره انسان د پريښتو له مقام څخه هم پورته کيږي.
کله چې دا آيت نازل شو چې: يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَرْفَعُوا أَصْوَاتَكُمْ فَوْقَ صَوْتِ النَّبِيِّ…) يوجليل القدرصحابې چې ثابت بن قيس (رضي الله تعالى عنه) نوميده د رسول الله مجلس ته ئې پخپل راتګ بنديږ ولګاوه ، رسول الله خبرشو، هغه ئې خپل مجلس ته راوباله ،کله چې د رسول حضور ته راحاضرشو عرض ئې وکړ چې: يارسول الله! دا آيت شريف رانازل شوى دى ،زماغږلوړدى، ويريږم هسې نه چې کړي عملونه مې حبط اوله منځه ولاړنشي،رسول الله ورته وفرمايل: چې ته له هغې جملې څخه نه ئې ته به په دنياکې د خير ژوند ترسره کوي او په خيرباندې به وفات کيږي،بله داچې ته جنتې ئې ، ده ورته په ځواب کې وويل: چې زه د رسول الله په دې زيري باندې خوښ يم اوزه به د رسول الله په غږ باندې خپل غږهيڅکله هم پورته نکړم
نو دا آيت شريف رانازل شو: إِنَّ الَّذِينَ يَغُضُّونَ أَصْوَاتَهُمْ عِنْدَ رَسُولِ اللَّهِ أُوْلَئِكَ الَّذِينَ امْتَحَنَ اللَّهُ قُلُوبَهُمْ لِلتَّقْوَى لَهُمْ مَغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ عَظِيمٌ.

هغه څوک چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم په مجلس کې په ادب اوتواضع سره خبرې کوي او په ادب سره ناسته اوولاړه کوي ، له رسول الله سره د خبرو پر مهال خپل آوازونه ښکته کوي  هغوى هغه څوک دي چې الله تعالى د دوى زړونه د تقوى لپاره تيار کړي دي او الهي توفيق له دوى سره مل دى.

امام احمد بن حنبل رحمة الله عليه له مجاهد رحمة الله عليه څخه دا روايت رانقل کړى دى چې عمرفاروق رضي الله عنه ته چا ليک راوليږه چې داسې پکې راغلي ؤ: اى اميرالمؤمنينه! که يو سړى داسې وي چې ګناه ته ئې اشتهاء اوزړه نه کيږي او بياګناه نکوي دا سړى غوره دى اوکه هغه څوک چې ګناه ته ئې اشتهاء اوزړه کيږي او بيا ګناه اومعصيت نکوي؟ نوعمرفاروق په ځواب کې ورته وليکل چې داورستني ډول خلک هغه دى چې الله تعالى ددوى په هکله داسې فرمايلي دي : أُوْلَئِكَ الَّذِينَ امْتَحَنَ اللَّهُ قُلُوبَهُمْ لِلتَّقْوَى لَهُمْ مَغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ عَظِيمٌ .

د پورتني مبارک آيت شريف مطلب دا دى چې:که دوى په ډير اخلاص او همت سره د الله تعالى د شعائرو احترام کوي او د رسول الله صلى الله عليه وسلم ډير احترام او ادب کوي, که له دوى څخه کله ناکله څه تقصير او خطاء کيږي نو الله تعالى ډير مهربان دى په خپل فضل اوکرم سره د دوى ګناهونه بښي او لوى اجرونه هم ورپه برخه کوي.
کله چې د بنو تميم د قبيلې يووفد مدينې منورې ته د رسول الله صلى الله عليه وسلم د ملاقات په خاطر راغى , رسول الله صلى الله عليه وسلم په خپل کور کې تشريف درلوده, دوى ورته له بهرڅخه نارې او سورې پيل کړې چې اى محمده!(صلى الله عليه وسلم) د باندې راشه
نو دا آيت شريف رانازل شو چې: إِنَّ الَّذِينَ يُنَادُونَكَ مِنْ وَرَاءِ الْحُجُرَاتِ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ
د دې لامل دا وو چې دوى نه پوهيدل اواخلاقي ايجابيات يې نه مراعت کول, دوى رسول الله صلى الله عليه وسلم سره د يوه عادې سړي په ډول تعامل اختيارکړ حال دا چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم شان له داسې ډول تعامل څخه ډير لوړ دى

ورپسې الله تعالى فرمايې که چېرې دوى ترهغه پورې صبرکړى واى چې ته په خپله ورته راوتلى واى او خپل اخلاقي ايجابيات ئې ترسره کړي واى نو دا به د دوى په خير تماميده اوکه چيرې له بې ادبې او بې احترامۍ څخه وروسته څوک په ريښتياسره توبه وکړي نوالله تعالى به يې وبښي او توبه به  ئې قبوله کړي ځکه چې الله ډيربښونکى اومهربان دى.
•    نتائج:
1-    دايمان ترټولو لومړنۍ غوښتنه دا ده چې کوم فرد په الله او د هغه په رسول ريښتينى اېمان او باور ولري هغه هيڅکله هم په پريکړو او معاملو کې د هغوى له پريکړو څخه وړاندېوالى نکوي خپل فکر او نظر د تل لپاره د اسلامي شريعت تابع ګرځوي، په پريکړو او معاملو کې آزادانه او خود سرانه عمل نکوي.
2-    د رسول الله صلى الله عليه وسلم احترام او تعظيم کول په هرمؤمن  اومؤمنه ښځه باندې فرض اولازمي  دى.
3-    مؤمن سړى اومؤمنه ښځه به رسول الله صلى الله عليه وسلم ته په نامه اواسم کنيه باندې آواز نکوي بلکه نبې الله اورسول الله سره به ورته خطاب کوي.
4-    هغه څوک چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم په وړاندې خپل غږونه ښکته کوي او د رسول الله د مجلس آداب پرځاى کوي په يقيني توګه متقيان دي.
5-    د مور او پلار، استاد، مرشد او د مسلمانانو له امير سره هم بايد له پورتنيو آدابو څخه کار واخيستل شي
6-    کله چې قرانکريم يا د رسول الله حديث لوستل کيږي, د هغي د لوستلو پر مهال بايد هماغه اداب مراعت شي كوم چې له رسول الله سره يې مراعت کوي .
7-    کله چې څوک د رسول الله مبارکې روضې ته ورځي نو هم پورتني اداب بايد په نظرکې ونيسي.
هغه څوک چې رسول الله  ته په نامه غږونه کوي اوله هغه سره د مجلس آداب نه مراعت کوي هغوى ناپوهان او جاهلان دي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب