عمار بن ياسر ، اوموريې د اسلام لومړنۍ شهيده

 جابر رضي الله عنه وايي: عمار رضي الله عنه  اوکورنۍ يې داسلام له امله ډير کړاوونه وگالل رسول الله صلی الله عليه وسلم  چې وليدل ورته ويې ويل: د عمار او ياسر کورنۍ! تاسوته دې د جنت زيرى وي.

 عثمان  رضي الله عنه  وايي: زه له رسول الله صلی الله عليه وسلم  سره د بطحاء په شگلنه ځمکه روان وم گورو چې عمار بن ياسر رضي الله عنه  له مور و پلار سره يوځاى په شگلنه ځمکه څملول شوي او د کافرانو له خوا ډول ډول تعذيبونه ورکول کيږي، د عمار رضي الله عنه  پلار چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  وليد ويل: يارسول الله! ټول عمربه همداسې کيږي؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وفرمايل: صبرکوئ! بيايې دعا وکړه وېل: خدايه! د ياسر کورنۍ وبخښې او ضرور به دې بخښلې وي.

عبدالله بن جعفر رضي الله عنه  وايي: عمار رضي الله عنه  او پلار و مور ته يې د الله د دين له امله ډير تکليفونه ورسيدل، رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وويل: د ياسر کورنۍ صبر وکړئ! د ياسر کورنۍ صبر کوئ! ځکه چې الله پاک   وعده کړې ده چې تاسو ته به جنت درکوي.

ابن الکلبي رحمه الله  په خپل روايت کې وايي: عمار، مور يې (سميه رضي الله عنها ) پلار يې (ياسر رضي الله عنه ) او ورور يې (عبدالله رضي الله عنه ) د اسلام په جرم تړل شوي وو لعين ابوجهل چې راغى سميه رضي الله عنها  يې په شرمگاه کې په خنجر ووهله او شهيده يې کړه، ياسر رضي الله عنه  هم په شکنجوکې سا ورکړه او عبدالله  رضي الله عنه  په غشي وويشتل شو.

امام احمد رحمه الله  دمجاهد رحمه الله  له خولې ليکي: د اسلام لومړنۍ شهيده د عمار رضي الله عنه  مور وه چې د ابوجهل لعين په لاس شهيده شوه.

ابو عبيده بن محمدبن عمار رحمه الله  وايي: مشرکانو عمار بن ياسر رضي الله عنه  دومره شکنجه کړ چې آخريې د هغوى د خدايانو ستايلو ته اړ يوست، نوموړى چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته راغى هغه صلی الله عليه وسلم  پوښتنه ترې وکړه چې څه درباندې تيرشول؟ عمار رضي الله عنه  ورته وويل: يارسول الله! ډير بد وشول، دې خلکو خو زه دومره ووهلم چې آخر يې ستاسو په شان کې گستاخۍ او د هغوى د خدايانو ستاينې ته مجبورکړم، رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وويل: په زړه کې دې څه دي؟ عمار رضي الله عنه  وويل: يارسول الله! زړه خو مې په ايمان ډاډ من دى، رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وويل: چې داسې ده؛ نو که بيا يې ونيولې بيا هم په همدې ډول ځان ترې خلاصوه.

ابوعبيده رحمه الله  دخپل پلار(محمد بن عمار) له خولې په يو روايت کې وايي: عمار رضي الله عنه  چې راغى رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته په ژړا شو، هغه  صلی الله عليه وسلم  په غيږ کې ونيو وښکې يې ورپاکې کړې او ورته ويې فرمايل: خير دى! له دومره غوپو او تعذيبونو سره-سره چې تا په زړه کې ايمان ساتلى و او يواځې په خوله دې فلانۍ فلانۍ خبره کړې ده، هيڅ پروانه کوي، که بيا يې ونيولې بيا همدا سې ورته وايه.

عمرو بن ميمون رحمه الله  وايي: مشرکانو عمار رضي الله عنه  د اسلام په جرم اورته اچولى و رسول الله صلی الله عليه وسلم  چې ورته راغى مبارک لاس يې په سر ورکيښود او ويې ويل: اى اوره! د عمار له پاره داسې يخ او سلامت شه لکه ابراهيم  عليه السلام  ته چې شوې وې، بيايې عمار  رضي الله عنه  ته وويل: ته به د يوې باغي ډلې له لاسه شهيد کيږي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب