د اسحاق علیه السلام ژوند

کله چي ابراهيم علیه السلام  ١٠٠ کلن سو دده مېرمن ډېره سپين سرې وه الله جل جلاله  اسحاق علیه السلام  زوى ورکړى په دې اړه الله جل جلاله  فرمايي :

قَالَتْ يَا وَيْلَتَا أَأَلِدُ وَأَنَا عَجُوزٌ وَهَذَا بَعْلِي شَيْخًا إِنَّ هَذَا لَشَيْءٌ عَجِيبٌ .( سورة هود الاية ٧٢)
ژباړه : دې وويل : اې افسوسه! ايا زه به اولاد زېږوم ؟ حال داچي زه سپين سرې يم او دغه زما خاوند دئ سپين ږيرى دئ ، بېشکه دايو ډېر عجيب کار دئ.
 ابراهيم علیه السلام  اسحاق علیه السلام  ته وصيت وکړى چي دخپل پلار دټبر څخه ديوې ښځي سره نکاح وکړي ، اسحاق علیه السلام  دخپل پلار دوصيت سره سم د اکا د لور سره نکاح وکړه چي رفقة نومېده . دده دوه زامن پيدا سوه يو عيص نومېدئ چي يهود يې د عيسو په نوم يادوي او بل يعقوب نومېدئ چي اسرائيل ورته وايي او يهوديان بني اسرائيل دده لوري ته منسوبوي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب