اسلام او نشنليزم

د قوم مفهوم

له وحشت او جاهليت نه د تمدن په لور دانسان دلومړني قدم له پورته كيدو سره سم دې ته اړتيا وه چې ددې ډيرو انسانانو او قومونو ترمنځ وحدت او يووالى رامنځ ته شي, ديوه شريك هدف لپاره ټول يودبل سره ګډ او شريك كار وكړي, دتمدن له پرمختګ سره دټولنېز يووالي دا دايره بايد پراخه شي تردې چې د انسانانو ډير لوى شمير له دې وحدت او يووالي سره يو ځاى شي چې دانسانانو همدا مجموعه له ملت او قوم څخه عبارت ده .
كه څه هم دملت او قوميت كلمه دخپلې ځانګړې اصطلاح له مخې نوې ښكاري خو په حقيقت كې چې په كومه معنا دملت  او قوم اطلاق كيږي دومره لرغونې ده څومره چې تمدن لرغونى دى, ملت او قوميت دهغه تشكيل نوم دى چې په بابل, مصر , روم او يونان كې رامنځ ته شوى وه لكه څنګه چې اوس په فرانسه , انګلستان, جرمني, او ايټاليا كې ترسترګو كيږي.

د قوميت څخه نه بيليدونكي شيان

په دې كې هيڅ شك نشته چې دقوميت پيل ديوې نازكې او پاكې جذبې پر بنسټ رامنځ ته شوى وو, په دې معنا چې ددې لومړنى هدف دا وْو چې ديو ځانګړي قوم وګړي دخپلو شريكو ګټو او مصالحو لپاره په شريكه كار وكړي او دټولنيزو اړتياوْ پر بنسټ يو ملت او ډله رامنځ ته كړي، خو څومره چې په هغوى كې قوميت  غښتلى كيږي نو په لازمي توګه په هغوى باندې دعصبيت رنګ غالبيږي او څومره چې په هغو كې قوميت كلكيږي په همغه اندازه عصبيت هم ورسره غښتلى كيږي، كله چې يو قوم دخپلو ګټو او دخپل ځان دساتنې له لپاره خپل ځان ديووالي په مزي وتړي يا په بل عبارت دخپل ځان څخه دقوميت كلا او ديوال را تاوْ كړي نو حتماً ددې ديوال او كلا څخه د دننه او بهر خلكو ترمنځ دخپل او پردي توپير او فرق رامنځ ته كيږي. خپلو ته په نورو باندې په هره معامله كې ترجيح او لومړيتوب وركوي, دپرديو په مقابله كې دخپلو خلكو ملګرتوب, حمايت او پلوي كوي او كله چې د دواړو ډلو دګټو او مصالحو په منځ كې ټكر پيدا شي نو هغوى دخپلو خلكو دګټو او مصالحو حفاظت او ساتنه كوي او دهغې لپاره د نورو ګټې او مصالح تر پښو لاندې كوي،له همدې كبله د دوى ترمنځ سوله او جنګ دواړه رامنځ ته كيداى شي خو د دواړو ترمنځ دجګړې او سولې په دوران كې دقوميت خنډ او ديوال تل شتون لري چې همدا خنډ او ديوال له عصبيت او حميت څخه عبارت دى او دا دقوميت هغه لازمي ځانګړتيا ده چې له قوميت سره يوځاى رامنځ ته كيږي.

د قوميت د جوړښت عناصر

دقوميت پر بنسټ يووالى او اتحاد تل په يوه اړخ ولاړ وي, سمه ده كه هغه هر لوری وي. البته په دى شرط چې په هغوى كې داسې قوي ضوابط او اړيكې موجودې وي چې دخلكو د ډيروالي او كثرت سره سره خلك په یوه كلمه, يو نظر, يو مقصد او يو كار راټول كړي او دقوم مختلفې او بې شماره برخې او څانګې د قوميت سره داسې وتړي چې هغه ديو لوى غره په څېر شي او دقوم دخلكو په زړونو او ذهنونو باندې دومره غلبه او برلاسي ترلاسه كړي چې دملي ګټو لپاره ټول متحد او يو موټی او دهرې قربانۍ لپاره تيار او اّماده وي.
داشتراك او وحدت طرفونه او لوري ډير كيداى شي خو د تاريخ دپيل نه تر نن پورې په دنيا كې چې څومره قوميتونه او پرګنې جوړې شوې دي په دې ټولو كې پرته له اسلامي ملت او قوم څخه په نورو ټولو كې لاندني ګډ او شريك عناصر موجود دي چې ددې سره نور عناصر هم دمرسته كوونكو عناصرو په توګه يوځاى كيږي.
دنسل يو والى: چې نسل يا نژاد ورته ويل كيږي.
دوطن يو والى: چې وطنيت ورته ويل كيږي.
دژبې يو والى: ژبه دفكر او نظر د وحدت يوه ځواكمنه وسيله ده چې دقوميت په جوړيدلو كې خاصه ونډه لري.
درنګ ګډون: چې په يورنګ خلكو كې دنسل ديوالي احساس را پيدا كوي او بيا دا احساس ترقي كوي او دنورو خلكو څخه جداوالي ته خبر رسيږي.
داقتصادي وسائلو ګډون: داقتصادي وسایلو شریکوالی د یو اقتصادي نظام وګړي د بل اقتصادي نظام له وګړو څخه جلا كوي تر دې چې دهغو پر بنسټ يو دبل په مقابله كې د خپلو اقتصادي حقوقو او ګټو دترلاسه كولو لپاره كوښښ اوله هغو څخه دفاع كوي.

شريك حكومتي نظام

حكومتي شريك نظام ديو هيواد خلك دشريك نظم او دسپلين په تار سره په خپلو كې تړي او دبل هيواد د خلكو په مقابل كې فاصلې او پولې جوړ وي.
دپخوا زمانې راهيسې تر نن( يو ويشتمې پيړۍ) پورې چې د څومره قوميتونو د اصلي عناصرو معلومات وكړئ په هغو كې به تاسې ته همدغه پورتني عناصر ښكاره شي. له نن څخه دوه , درې زره كاله مخكې يونانيت, روميت, اسرائيليت ,ايرانيت او نور…. په همدغو بنسټونو باندې ولاړ وْ په كوم چې ننی جرمنيزم, ايټالويزم, فرانسويزم, انګريزيزم, جاپانيزم او نور ولاړ دي .

دشر او فساد سرچينه

دا سمه ده چې په كومو بنسټونو باندې د نړۍ مختلف قوميتونه جوړ شوي دي. هغو په ډير قوت او ځواك سره ددې چوكاټ جوړ كړی دى او له دې سره دا هم بايد ومنو چې دا ډول قوميتونه دانسانيت لپاره ډير لوی مصيبتونه دي، هغوى انساني نړۍ په سلګونو او زرګونو برخو باندې ويشلې ده او دنړۍ په یوه طرف كې چې كومه برخه له منځه ولاړه شي نو بله برخه یې په اړه هيڅ احساس نلري.
يو نسل په بل نسل نشي بدليدلاى, له يو وطن څخه بل وطن نه شي جوړيدلاى , په يوه ژبه خبرې كونكي دبلې ژبې په خبرو كونكو نه شي بدليدلاى , يو رنګ بل رنګ نه شي ګرځيدلاى, د يوه قوم اقتصادي هدفونه دبل قوم په اقتصادي هدفونو نه شي بدليدلاى .
يو هيواد په بل هيواد نشي بدليدلاى , ددې پايله دا راوځي چې قوميتونه په كومو بنسټونو جوړ شوي دهغوى په منځ كې هيڅ دسولې لاره نه شي راوتلې, دقومي عصبيت پر بنسټ هغوى يو دبل په خلاف دمسابقې, مقابلې او لانجو په مسلسله جګړه باندې اخته كيږي.
ديو بل دله منځه وړلو كوښښ كوي, يو دبل سره جنګيږي, بيا په خپلو كې سره جنګيږي او ختميږي, او بيا نور نوي قومونه د داسې ګډوډيو په پايله كې رامنځ ته كيږي, دا په دنيا كې د فساد, بد امنۍ او شرارت تلپاتې سرچينه او دالله تعالى لوى لعنت دى, دشيطان دټولو څخه زياته قوي وسله همدا ده چې دهغې په واسطه خپل ازلي دښمن (انسان) ته ماتې وركوي.

your ads

جاهلي عصبيت

ددې ډول قوميت دا فطري غوښتنه ده چې هغه په انسان كې جاهلانه عصبيت را پيدا كوي, هغه ديو قوم او بل قوم ترمنځ مخالفت او نفرت ددې لپاره پيدا كوي چې دا ولې بل او پردې قوم دى ؟ دحق , رښتيا, ديانت او مسلمانۍ سره دهغوى هيڅ سر وكار نشته, يواځې له دې امله چې يو سړى تور دى دسپين په مقابل كې سپك او حقير ښكاري, يواځې دا خبره چې دا انسان آسيايي دى د امریکایي كركې , ظالمانه لاس اوږدونې او حق تلفۍ لپاره هغه خپل ځان وقف كړى وي.
دا نشټاین په څېر دستر عالم شخصيت لپاره اسرائيلي كيدل بس دي چې جرمنيان ور څخه نفرت وكړي، دتشكيدي لپاره يواځې تور پوستی حبشي كيدل كافى دي.
دا ورته جائز او روا ښكاري چې اروپائيانو ته دسزا وركولو په جرم كې دهغه څخه واك واخستل شي, امريكه چې خپل ځان ورته داوسنۍ زمانې مهذب قوم ښكاري قطعاً ورته دا جائز ده چې حبشي انسان ونيسي او په اور كې يې وسوځوي, له دې كبله چې هغه حبشی( تورپوستی) دى, دجرمني لپاره جرمن كيدل او دفرانسوي لپاره فرانسوي كيدل ددې خبرې لپاره كافي دي چې دواړه ديو بل نه نفرت وكړي او دواړو ته ديو بل محاسن او خوبۍ له يوې مخې عيبونه ښكاره شي.
په سرحد كې د ازادو افغانانو افغاني كيدل او د دمشق د اوسيدونكو عرب كيدل, انګريز او فرانسويانو ته پوره حق وركوي چې هغوى د دوی په سرنو باندې بمونه وغورځوي او دهغوى د سیمو خلك قتل عام كړي , سره له دې كه د اروپا په مهذبوښاريانو!!! داسې ډول بمبار او بريد هر څومره وحشيانه حركت وګڼل شي.
لنډه دا چې نژادي او نسلي امتياز انسان دحق او انصاف له پلوه ړندوي او له دې كبله دشرافت او اخلاقو نړيوال اصول د قوميتونو په قالب كې اچوي چې له همدې امله يو ځاى دظلم او بل ځاى دانصاف , يو ځاى د رښتيا او بل ځاى د دروغو او كله د ذلت او كله دشرافت شكل اختياروي.
اّيا دانسان لپاره ددې څخه زيات غلط او ناروا ذهنيت بل شته چې هغه نالايقه, بدعمله او شرير سړي ته په يو پوه , لايق او نيك سړي يواځې له دې امله لومړیتوب وركوي چې دغه شخص ديو نسل څخه پيدا شوى او هغه بل شخص په بل نسل كې , لومړنی سړى سپين پوستى دى او دوهم سړى تور پوستى, لومړنی سړى په لويديځ كې دغرونو اوسيدونكى دى او دوهم سړى په ختيز كې دښار .
لومړنی سړى يوه ژبه وايي او دوهم سړى بله ژبه,  مخكنى سړى ديو هيواد تابعيت لري او دوهم سړى دبل هيواد تابعيت, اّيا دپوستكي رنګ د روح په صفايي, پاكوالي او چټلۍ كې څه رول لري؟ اّيا عقل دامني چې په انسان كې داخلاقو په اصلاح او فساد كې دغرونو, سيندونو يا په سمه او همواره ځمكه كې د اوسيدلو څه رول شته؟ اّيا عقل دامني چې په ختيځ كې يوشى حق وي او په لويديځ كې هغه باطل وي؟ اّيا په روغ زړه كې د داسې تصور لپاره ځاى شته چې دنيكۍ, شرافت او انساني جوهر لپاره  وينه , ژبه او وطن معيار وګڼل شي؟ يقيني ده چې عقل به دې سوال ته منفي ځواب وركوي, خو نژاد او وطن پالنه چې په حقيقت كې دواړه سره وروڼه دي دې ته مثبت ځواب وايي.

لیکنه: ابوالاعلی مودودي

ژباړه: استاد شهيدالله

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب