ماشوم او اولاد روزنه او پالنه

د اولاد دروزنې لارې چارې

اولاد د الله ج له لورى يو ستر نعمت دى خو دغه نعمت د انسان لپاره هغه وخت نعمت شميرل کيږي چې په دنيا کى د مور او پلار دخدمت او په اخرت کى د کاميابۍلامل وگرځى ،اولاد  هغه وخت د مور او پلار دخدمت جوگه کيږي چى اسلامى اداب او اخلاق ور وښودل شى د اسلام د سپيڅلو لارښوونو سره سم وروزل شى د هغو په زړونو کى الهى مينه کيښينول شى د اخيرت په لورى يې پام وگرځول شى د دغو سپيڅلو اهدافو د لاسته راوړنى لپاره مور او پلار ته ښايى چى د او لاد د سمى روزنى لپاره لاندى ټکي په پام کى ونيسى:
١-تر ټولو دمخه بايد ديو دينداره ښځى سره نکاح وشى.
-٢د تولد څخه وروسته ديوې نيکبختى او ديندارى ښځى شيدى ورکول ، چى په شيدو کى خاص اثر وى.
٣-ماشوم ته بايد د شيدو او خوراک ورکولو وخت وټاکى تر څو ماشوم تندرست راشى
٤-کوچني بايد له ويرونکو شيانو لکه سپي، پيشو ، ببو…. څخه ونه ويرول شى چى کوچنى په دى سره کمزورى او بى زړه کيږى .
٥-کوچنى بايد پاک ستره وساتل شى تر سو صحت مند راشى
٦-د پاکوالى په صورت کى د کوچنى زيات سينگارول درست کار نه دى .
٧-کله چى د خبرو کول جوگه شى تر هر څه لمړى بايد د توحيد کلمه ور وښودل شى
٨- که کوچنى نارينه (هلک) وى د سپين لباس مينه ئې په زړه کى پيدا کړۍ ، د رنگين او باتکلفه لباس څخه يي نفرت پيدا کړۍ.
٩- که کوچنى جلۍ وى د لنډ، تنگ، او باتکلفه لباس سره يې مه عادت  کوۍ.
١٠- د کوچنيانو ټولى غوښتنى (ضدونه) بايد پوره نه شى په دى سره دهغوى خويونه خرابيږي
١١- د کوچنيانو په لاس سوالگرو او فقيرانو ته يو څه ورکوۍ ، په همدې توگه د خوراک او څښاک شيان دهغوى په لاس په خپلو ورونو خويندو او نورو کوچنيانو ويشى. البته کوم چى د هغوى په لاس کى وى نو رو ته دهغوى په ور کړه ټيگار مه کوۍ .
١٢- د چالاک او ژر ژر خبرو کول څخه يې منعه کړى په ځانگړى توگه کوچنى جينکۍ

١٣- خپل کوچنيان له هغو کوچنيانو سره چى خراب خويونه لرى ، له درس او لوست څخه تختى او يا ډيرى باتکلفه جامى اغوندى ناستى پاستى او لوبوکولو ته مه پريږدى .
١٤- له زيات خوراک کولو څخه ئې منعه کړى ، او هغه څوک چى ډيرخور وى ، له دوى په و ړاندى ئې بدى بيانوى .
١٥- که ماشومه جلۍ وى تر څو چى د بلوغ حد ته نه وى رسيدلى نو سرو گاڼه ورته مه جوړوى دغه کار له  يو ى لورى د هغه د ځان خطر دى او له بله پلوه د هغى په زړه کى د سرو مينه پيداکول ښه کار نه دى .
١٦- د خرابو خويونو لکه-غوسه کول، دروغ ويل ، حرص کول ، غلا کول ، چغلى کول، پخپله خبره ټينگار کول ،  زياتى او بى فايدى خبرى کول ، بيځايه او زياته خندا کول ، چاته دوکه او فريب ورکول ، په ښى اوخرابى خبرى سوچ نه کول او داسى نورو څخه د هغوى په زړونو کى نفرت واچوى ، او که په کى  موجود وى سم دستى ئې له هغى څخه منعه کړى.
١٧- د يو وران کار په کولو ، ياد چا په وهلو سره بايد د تنبيه له پاره مناسبه سزا ورکړه شى . ترڅو بيا هغه کار بيا تکرار نه کړى.
١٨- د سلام اچولو او اخستلو تاکيد پرى وشى تر څو له کوچنيوالى څخه د سلام سره اشنا شى
١٩- کوچنيان بايد د سهار په مهال له وختى او زر ويښدو سره اشنا کړل شى .
٢٠- کله چى د (٧) کلو شي بايد د لمانځه سره اشنا او په کولو ئې ور ته امر وشى٢١- کله چى دليک او لوست جوگه شى، لمړى بايد قرآنکريم پرى ولوستل  شى .
٢٢- کله چى مکتب ته د تلو جوگه شى نو په ليکلو يې بايد سستى ونه شى .
٢٣- هڅه بايد وشى چه ديو دينداره استاذ څخه زده کړې ورکړل شى .
٢٤- تل بايد د حيا او پردى تعليم ورکړل شى.
٢٥- هلکان او جينکۍ يو ځاى بايد لوبو کول ته پرينښودل شي.
٢٦- والدين بايد د خپلو کوچنيانو په مخ کى نامناسب او بي حيا کار تر سره نه کړى. که څه هم او څومره وړوکى وي او د خبرو کولو توان ونه لري.
٢٧- په کم عمرى کې کوچنيان انډيوالى او ډله بازى ته مه پريږدى له دى څخه زيات فسادونه راولاړيږى ، هڅه وکړى چى دلوبو کولو پر  مهال تاسو موجود اوسۍ.
٢٨- کوچنيان په دى عادت کړى چى هيڅ يو کار پټ انجام نه کړى ، ځکه کوچنيان هغه کار پټ انجاموى چى بد ورته ښکارى.
٢٩- په خبرو کى تل دهغو ى طرف دارى مه کوى ، د حق د څرگنديدو څخه وروسته هغه ته تاديب ورکړى.
٣٠- په کوچنيانو کى دا عادت پيدا کړى چى په خپل غلطى اعتراف وکړى، که په بل چائې تجاوز کړى وى ، نو له هغه څخه دى بښنه وغواړى چه پدى کار کى د دوى د دنيا او اخرت راحت او عزت دى که د تکبر خوى په کى پيدا شى نو د هميشنى ذلت او نفرت سبب ګرځى .
٣١ کله کله ورته دنيکانو قيصى او روۍ.
٣٢- کوچنيانو ته هيڅ کله هغه کتابونه مه پريږدى چى د عشق او مينتوب اړوند ياد شريعت خلاف قيصى په کى وى.
٣٣- هغه کتابونه پرې ولولۍ چى په کى د دين او دنيا گټور معلومات وى.

٣٤- له مکتب څخه  د راوتلو وروسته د ساعت تيرى او لو بو له پاره اجازت ورکوى ، البته داسى لوبو ته نه چى د شريعت خلاف وى .
٣٥- اولاد ته د زده کړو تر څنگ ديو بل کار او کسب زده کولولاره هواره کړى تر څو د ضرورت په وخت  د ژوندانه دستونزو په حل کى ور سره مرسته وکړى .
٣٦- کوچنيان عادت کړى چى خپل کار پخپل لاس تر سره کړى تر څو سست او تنبل اموښته نه شى.
٣٧- کله چى کوچنيان کو م ښه کار تر سره کړى بايد تشويق شى شاباشى او څه انعام (جايزه) ورکړل شى .
٣٨- کله چى يو بد کار تر سره کړى، بايد وپوهول شي چى دا کار غلط دى داسى کار بايد ونه کړى که هغه کار بيا تکرار کړى بايد مناسبه جزا ورکړل شي.
٣٩- مور بايد خپل اولادونه دپلار څخه وويروى .
٤٠- کوچنيان بايد په يو داسى کار و ګومارل شى چه د هغه د صحت او روغتيالپاره گټور وى لکه ورزش کول ، منډه وهل او داسى نور .
٤١- په کوچنيانو کى د تواضع خويونه پيداکړۍ .
٤٢- د ضرورى شيانو د اخيستلو په خاطر يو څه پيسى ورکوى البته داسى عادت ورکړ ى چى کوم شى له تاسى څخه پټ وانخلى.
٤٣- او کوچنيانو ته دمشرانو داحترام، مجلس، خبرو ، ډوډىخوړلو او داسى نورو اداب ور زده کړى او بيا يې په عملى برخه کى تعقيبوى.
٤٤- کوچنيان له وړوکتوب څخه د مسجد او جماعت له مانځه سره اشنا کړى.
٤٥- کوچنيان بايد دشريعت خلاف د کافرو قومونو له لباس څخه وساتل شى.
٤٦- د کوچنيانو وختونه بايد په نظرکى ونيول شى او دهغى د استعمال لپاره مناسب مهال ويش جوړ شى.
٤٧- د رخصتيو په ورځوکى د نيکانو خلکو په مجالسو کى د کيناستلو لپاره ورته لاره هواره کړى.

شېرزاد عزيزي
په ننګرهار پوهنتون کې د شرعياتو پوهنځي استاد

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: