د د یني ورځو لمانځلو حکم؟

دا د مسلمانانو حق دی چې په نبوي هجرت او درسول الله په پیدایښت وویاړي، فخر پرې وکړي، ځینې مسلمانان دا كړنې په یوه وړوکې دایره کې ګوري، د اسلامي او دیني ورځو په هکله نا سم نظر لري، د هرې اسلامي ورځې لمانځل آن یادول ورته بدعت ښکاري، وايي هر بدعت ګمراهي ده او د هرې ګمراهۍ ځای اور دی، په دې توګه دوی وایي چې د نبوي سیرت څخه یادول بدعت دی، نه باید څوک نبوي هجرت یاد کړي، نه باید څوک اسراء او معراج، مولود شریف، د بدر پرتمینه غزاء، د مکې لویه فتحه یاده کړي، ځکه دا به لمانځل شي او لمانځل خو په دین کې نشته نو بدعت او ضلالت ترې جوړیږي.

دوکتور یوسف قرضاوي
ژباړه: خلیل الرحمن حنیف

دا خبره په عمومي توګه سمه نه ده، هره لمانځنه بدعت نه دی، بلکې بدعت هغه څه دي چې نوم یې د دیني ورځو لمانځنه وي، خو تر چتر لاندې یې ناروا کارونه ترسره کیږي، د دین او شریعت سره په ټکر کې بیځایه مصارف ترسره کیږي، لکه چې ګورو په ځینو هیوادو کې د مولود شریف تر نامه لاندې هرڅه یې چې زړه وي ترسره کوي یي، خو که موږ د دغو ورځو په مناسبت د محمدي سیرت یادونه وکړو، د محمد صلی الله علیه وسلم شخصیت و څیړو، د هغه لوی رسالت دنیا والو ته تشریح کړو، هغه رسالت چې د ټولو خلکو لپاره رحمت دی، په دې کې د بدعت او ګمراهۍ څه دي؟!

د دې ورځې په ترڅ کې باید موږ د الله د لوی نعمت یادونه وکړو، د الله د نعمتونو شکرانه اداء کړو حمد او ثناء یي ووایو، الله جل جلاله موږته په خپل کتاب کې د نعمتونو په یادولو امر کوي او وايي: (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اذْكُرُوا نِعْمَةَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ جَاءَتْكُمْ جُنُودٌ فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ رِيحًا وَجُنُودًا لَّمْ تَرَوْهَا وَكَانَ اللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرًا * إِذْ جَاؤُوكُم مِّن فَوْقِكُمْ وَمِنْ أَسْفَلَ مِنكُمْ وَإِذْ زَاغَتْ الأَبْصَارُ وَبَلَغَتِ الْقُلُوبُ الْحَنَاجِرَ وَتَظُنُّونَ بِاللَّهِ الظُّنُونَا) الاحزاب ۹-۱۰
ژباړه: [اى مومنانو! د الله هغه پيرزوينه در په زړه کړئ چې ( همدا اوس اوس ) یي پرتاسې کړې. كله چې لشكرو پرتاسې يرغل وكړ نو مونږ پرهغو يو سخت طوفان ولیږه، او داسې پوځونه مو وليږل چې ستاسې په نظر نه راتلل . الله هغه هرڅه ليدل چې تاسې په دې وخت کې كول . کله چې هغوى له پاسه اوله لاندې پر تاسې يرغل وكړ. كله چې سترګې له ويرې نیغې وختې، زړونه خولې ته راغلل . اوتاسې د الله په باب راز راز گومانونه وكړل] .

په آیت کریمه کې د خندق د غزاء جګړه ایز حالت تشریح کیږي، وایي چې کله قریش او غطفان او د دوی نور شاوخوا غلامان را ټول شول او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم او مسلمانانو سره یې په خپل کور کې جګړه پیل کړه، مدینه منوره یې کلکه محاصره کړه، غوښتل یې چې د مسلمانانو بیخ او بنیاد له منځه یوسي، خو الله جل جلاله مسلمانان ترې وساتل، په کفارو یې سخت طوفان را نازل کړ او د مسلمانانو لپاره یې ملایکې د مرستې په توګه را واستولې چې مسلمانانو نه لیدلې، الله جل جلاله په آیت کریمة کې مسلمانانو ته دا لوی نعمت وریادوي او ورته وايي چې تاسې یې هم یاد کړئ او دا رنګه پیښې له یاده مه باسئ، مانا دا چې په موږ واجب ده چې دا نعمتونه تل په یاد ژوندي وساتو او هیڅکله یې هم له یاده ونه باسو، په بل آیت کې الله جل جلاله فرمايي: (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اذْكُرُواْ نِعْمَتَ اللّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ هَمَّ قَوْمٌ أَن يَبْسُطُواْ إِلَيْكُمْ أَيْدِيَهُمْ فَكَفَّ أَيْدِيَهُمْ عَنكُمْ وَاتَّقُواْ اللّهَ وَعَلَى اللّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ) سورة المائدة ۱۱
ژباړه: [اې مؤمنانو! د الله هغه احسان در یاد کړئ، کله چې یوې ډلې تاسې ته د لاس غځولو اراده کړې وه، خو الله پر تاسې د هغوی لاسونه پورته کولو ته پرې نښودل، د الله نه وویریږئ، د ایمان خاوندان باید پر الله ډاډه وي].

دا آیت کریمه د بني قینقاع یهودي قبیلې له مکر او فریب څخه پرده پورته کوي او وايي چې کله یې غوښتل نبي کریم صلی الله علیه وسلم له منځه یوسي، د مکر او فریب ټول چال او چلن یې په کار واچولو، خو د الله جل جلاله علم ډیر پراخه دی مخکې له دې چې دوی خپل مقصد ته ورسیږي خپل نبي یې له پیښې خبر کړ، (وَيَمْكُرُونَ وَيَمْكُرُ اللّهُ وَاللّهُ خَيْرُ الْمَاكِرِينَ)، هغوی خپل تدبیرونه په کار اچول، او الله خپل تدبیر کاوه، او الله تر ټولو ډیر ښه تدبیر کوونکی دی.

دا د نعمتونو یاد دی، موږ د الله د نعمتونو یادونه کوو، مسلمانان باید د دا رنګه پیښو یادونه وکړي، درسونه او عبرتونه ترې واخلي، نو آیا په دې کار سره څوک ملامت کړو؟ آیا دا بدعت او ضلالت دی؟

محمدي رسالت:
له بله اړخه د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د ژوندانه د پیښو لمانځل په حقیقت کې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د ژوندانه د تګلارې څخه پرده پورته کوي، موږ چې کله د بدر د غزا یا هم د مکې د فتحې یا د هجرت یادونه کوو، په حقیقت کې موږ د خپل نبي صلی الله علیه وسلم کړه وړه تشریح کوو، ښکاره ده چې موږ په دې ګمارل شوی یو ترڅو د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د هر خوځښت او هرې تګلارې متابعت وکړو، هغه زموږ رهبر دی، هغه یو کامل شخصیت دی، الله جل جلاله د هغه په شخصیت کې ټول کمالات را غونډ کړي، الله جل جلاله وروسته ترهغې چې د یو شمیر پیغمبرانو نومونه یادوي وايي (أُوْلَـئِكَ الَّذِينَ هَدَى اللّهُ فَبِهُدَاهُمُ اقْتَدِهْ) اې محمده! هماغه کسان د الله له لوري هدایت میندونکي وو، د هماغو پر لاره ته هم لاړ شه. نو زموږ پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم د ټولو انبیاوو په لارښوونه او هدایت پل ایښی، په دې مانا هغه ټول خیرونه چې په نورو پیغمبرانو کې تیت وو ټول زموږ په پیغمبر کې را غونډ شوي، نو ځکه هغه صلی الله علیه وسلم فرمایي؛ (په حقیقت کې زه مبعوث شوی یم ترڅو د غوره اخلاقو لړۍ تاسې ته پوره کړم).

ټول غوره اخلاق چې په نور مخلوق کې تیت وو، الله جل جلاله زموږ په پیغمبر کې را غونډ کړل، نو دا زموږ حق دی چې په داسې یوه شخصیت پسې اقتداء وکړو، د ژوند هرې لحظې ته یې درناوی وکړو او دهغه په پل پل کیږدو، (لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِّمَن كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا) ژباړه: په حقیقت کې ستاسو لپاره د الله په رسول کې یوه خورا غوره نمونه (دپیروي) ده، د هر هغه چا لپاره چې د الله او د آخرت د ورځې هیله من وي، او الله ډیر ډیر یادوي.
هغه صلی الله علیه وسلم د ژوند په هر اړخ کې نمونه او غوره مثال ؤ، هغه له الله جل جلاله سره په معاملې کې نمونه ؤ، د الله د دین د کامیابۍ لپاره یې نه ستړي کیدونکې هلې ځلې کړې، هغه د الله د بنده ګانو سره په معامله کې نمونه ؤ، د دوست او دښمن سره یې نیکه معامله دلودله، د هغه مبارک سیرت د دارنګه غوره معاملو څخه ډک دی، هر انسان کولی شي خپل ځانته یې نمونه ونیسي اقتداء پسې وکړي.

زموږ نبي داسې نه وو لکه نور انبیاء، د نورو انبیاوو ژوندونه هرې برخې ته شامل نه دي، نو ځکه کولی شو په ځینو کارونو کې اقتداء پسې وکړو او په ځینې نورو کې اقتداء پسې ونکړو، د بیلګې په توګه موږ کولی شو په زهد او د دنیا نه په لیرېوالي کې عیسی علیه السلام خپل ځانته نمونه وګرځوو، د زهد نه یې زده کړو، خو نه شو کولی ازدواج او خپل منځي ژوند د هغه نه زده کړو، ځکه هغه ازدواج او واده نه وو کړی، نشو کلی هغه د یوه ښه پلار او نیکه په څیره ووینو ځکه هغه اولاد نه درلود، نشو کولی په جنګ او سوله کې د هغه نه زده کړه وکړو، ځکه نه یې د چا سره سوله کړې او نه یې د چا سره جنګ، نشو کولی د هغه نه د ثروت او اقتصاد اړخ زده کړو، ځکه هغه مال نه درلود، نشو کولی د هغه نه د امارت او بادشاهۍ اړخ زده کړو، ځکه هغه کله هم امیر او مشر نه وو پاتې شوی.

کوم چې د محمد صلی الله علیه وسلم ژوند ؤ، هغه هرې برخې ته شامل دی، هغه کس چې واده یې نه وي کړی کولی شي د بې واده حالت اړخ ترې زده کړي، ځکه نبي کریم صلی الله علیه وسلم تر پنځه ویشتو کلو بې واده ؤ، ځوان کولی شي وګوري چې هغه صلی الله علیه وسلم دغه د بلوغ لس کاله ژوند څنګه تیر کړ، هغه کس چې د یوې ښځې سره یې واده کړی وي، کولی شي د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د یوې ښځې سره د ژوند اړخ وګوري، مطالعه یې کړي او ترې زده کړي، هغه صلی الله علیه وسلم د خپل ژوند ډیره برخه د یوې داسې ښځې سره تیره کړه چې ترده ۱۵ کاله په عمر لوړه وه، د خپل ژوند د پینځه ویشتو کلو څخه تر پنځوسو کلو پورې د هغې سره پاتې شو بل واده یې ونکړ، د دوو او ډیرو ښځو لرونکی کولی شي د هغه د ژوند وروستي کلونه وګوري، هغه د ژوند په وروستیو مرحلو کې د خپل دعوت لوازمو ته په کتو له ډیرو ښځو سره ودونه وکړل، د پیغلې سره یې واده کړی، د کونډې سره یې کړی، له اسرائیلۍ سره یې کړی، د اولادو د څښتنې سره یې واده کړی، پرته له اولادو ښځې یې درلودې…هر رنګه حالت پرې راغلی او هر څه یې په ژوند کې شامل دي، نو ځکه هر انسان کولی شي د خپل ژوند بیلګه د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په ژوند کې ترلاسه کړي.

پلار کولی شي له خپلو اولادو سره په معامله کې د هغه له ژوند څخه زده کړه وکړي، ترڅو وویني چې د اولادو په ژوند او مرګ د هغه صلی الله علیه وسلم حالت څنګه ؤ، ځکه د نبي کریم صلی الله علیه وسلم ډیرۍ اولادونه د هغه په ژوند کې وفات شوي، د هغه اولادونه زامن او لورانې د هغه په ژوند وفات شول، یوازې وروستۍ کشره لور فاطمة الزهراء رضی الله عنها پاتې شوه، دا زموږ نبي دی چې الله جل جلاله بشریت ته نمونه ګرځولی، مسلمانان باید د هغه د ژوند له حالاتو خبر شي، نه باید څوک د دې څخه محروم پاتې شي.

د هر مناسبت سره سم باید د هغه ژوند وڅیړل شي، ريښتیني روزونکي تل وایي چې د شاګرد د روزنې لپاره له فرصتونو او وختونو څخه ګټه واخلئ، ترڅو عملا د هغه په ذهن کې پاتې شي، وايي چې فرصتونه او وختونه د مناسباتو سره وتړئ، ترڅو د روزنې هدف په سمه توګه ترلاسه شي، نو ځکه موږ وایو چې د مولود شریف په ورځ باید د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د شخصیت څخه بحث وشي، ځکه همدغه یې غوره مناسبت دی، باید د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د سیرت او رسالت څخه خلک خبر شي، د هغه نبي شخصیت باید خپلو امتیانو ته څرګند شي چې وایي (زه رحمت یم) او دا خبره یې د الله جل جلاله د دې قول څخه اخیستې چې وايي تعالى (وما أرسلناك إلا رحمة للعالمين) نه یې لیږلی ته اې محمده موږ مګر رحمت لپاره د عالمیانو.

نبي کریم صلی الله علیه وسلم د ټولو خلکو لپاره په ټولو معاملو کې غوره انسان ؤ، هغه یو غوره مهاجر، غوره دعوتګر، په جګړه کې غوره رهبر، د ټولو خلکو څخه په لمانځه کې غوره، کله چې د خلکو ترمنځ فیصلې کوي ترټولو غوره قاضي، کله چې فتوا ورکوي تر ټولو غوره مفتي، کله چې واده کوي تر ټول غوره د ژوند ملګری، د اولادو لپاره تر ټولو غوره پلار، د لمسیانو لپاره ترټولو غوره نیکه… لنډه دا چې د ژوند په هر پړاو کې غوره شخصیت وو چې باید ژوند یې نمونه وګرځي او نړیوال تر زده کړي. الله جل جلاله هغه د بشریت یو کامل انسان ګرځولی، د هغه شخصیت د خلکو په وړاندې د اسلام په مبارک دین کې ښکاره دی، ټول خلک فیلسوفان نه دي چې هرڅه په تجربه او نظر سره ترلاسه کړي، بلکې یوې کاملې انساني نمونې ته اړتیا لري، چې په عملي بڼه د ژوند هر حرکت ورته تمثیل کړي، داسې یوه واقعي رهبر ته اړتیا لري چې کړه وړه یې په سترګو وویني، په غوږو یې واوري، او په زړونو یې اغیز وکړي، چې دا د ژوند کامله نمونه همدا محمد صلی الله علیه وسلم وروستۍ د انبیاوو علیهم السلام دی.

نو مسلمانو وروڼو، هڅه وکړئ ترڅو د نبي کریم صلی الله علیه وسلم سیرت زده کړئ، د هغه سیرت د اصلي سرچینو نه واخلئ، د قرآن نه یې زده کړئ، د هغه صلی الله علیه وسلم د سیرت له کتابونو څخه یې واخلئ، د عام تاریخ پاڼې پسې وګورئ، ترڅو د هغه صلی الله علیه وسلم د ژوند سره آشنا شئ، د هغه د هرې ناستې ولاړې څخه زده کړئ، ځکه هغه یو غوره معلم او د ژوند یوه غوره نمونه دی، خو ددې هم باید یادونه وشي چې نن سبا په کوم شکل په ځنې اسلامي هیوادونو کې په غلطه طریقه دامبارکه ورځ لمناځل کیږي، په ریښتیا سره هم دا له رسول الله او دین سره جفا او زیاتی دی.

له الله جل جلاله څخه غواړم چې موږ ته د دین پوهه را په برخه کړي، نیغې لارې ته مو هدایت کړي او بښنه راته وکړي. أقول قولي هذا وأستغفر الله تعالى لي ولكم فاستغفروه إنه هو الغفور الرحيم ، وادعوه يستجب لكم .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دوکتور یوسف قرضاوي
ژباړه: خلیل الرحمن حنیف

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب