د ماشوم روزنه لپاره 10 لارښوونې

کله چې یوه جوړه د شریک ژوند له پیل وروسته ماشوم نړۍ ته وزیږوي ورسره ددوی مسؤلیتونه هم زیاتیږي.

په هماغه لومړي وخت کې همدا ماشومان په خپل مور او پلار یو شمیر حقوق لري چې والدین یي باید دوی ته په مهیا کولو کې لاس په کار شي.

خو کله چې دا ماشوم په تدریجي ډول رشد او نمو کوي ورسره په دې مسؤلیتونو کې زیاتوالی راځې.

ماشومان په خبرو راځې، دوی له خپلو والدینو لسګونه پوښتنې کوي، ددوی سلوک د هغوی پر کردار اغیزه کوي….

هغه چې وایي د ماشوم ذهن لکه د سپین کاغذ په څیر دی هر څه چې غواړئ پرې لیکلی یي شئ؛ نو بیا داسې څه پرې ولیکئ چې راتلونکي کې یي پر شتون ویاړ وکړای شئ.

تاسې به لیدلي وي چې یو شمیر ځوانان په غونډو او کنفرانسونو کې د نظر له څرګندولو ډار لري، دوی په جرأت د خبرو کولو وړتیا نه لري.

دا ستونزه یي هم د ماشومتوب سره ریښه لري او بیرته موضوع ددوی روزنې ته راګرځي، که په همدې ماشومتوب کې دوی ته د نظر د څرګندولو اجازه ورکړئ دا ستونزه به یي تر ډیره حل شي.

لاندې لس لارښوونې درسره د ماشوم په سالمه روزنه کې مرسته کولای شي.

۱: د ماشوم په شتون کې د ژوند له ملګرې سره ناندرۍ او سختې خبرې مه کوئ.

۲: دوی ته د رښتیا ویلو پر ګټو خبرې وکړئ.

۳: ددوی ټولو پوښتنو ته په سړه سینه ځوابونه ووایئ.

۴: د ماشومانو په مخ کې منفي کړنې لکه د نشه یي توکو کارول او نور مه کوئ.

۵: ماشوم ته د نظر د څرګندولو اجازه ورکړئ، حتا په ځینو چارو کې ورسره مشوره وکړئ،

که د هغوی په درکړل شوي نظر مو عمل نه کاوه نظر یي وستایئ.

۶: د ماشومانو ورځني فعالیتونه وڅارۍ او که کومه کوچنۍ لاسته راوړنه یي هم وګورئ په مادي او معنوي ډول یي وهڅوئ.

۷: کله چې خدای مه کړه ماشوم کومه تیروتنه وکړي په داسې الفاظو نوموړی له تیروتنو راګرځوئ چې شخصیت یي زیانمن نه شي.

۸: ماشومانو ته بد نومونه لکه (سپی، خر، بې عقله او ….) مه اخلئ.

۹: ماشوم ته داسې انګیزه ورکړئ چې دی پوه چې مینه ورسره لرئ.

ماشوم
ماشوم پالنه

۱۰: په ماشوم مو داسې نوم کیږدئ چې نوموړی پرې په راتلونکي کې د شرم احساس ونه کړي.

لیکوال: عبدالقیوم ساپی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب