د لمانځه مفسدات او مکروهات – د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود

د لمانځه مفسدات او مکروهات:

پوښتنه: پلار جانه! کوم شيان لمونځ فاسد يا مکروه کوي، او په کومو ځايونو کې د لمانځه لوستل مکروه دي؟

ځواب: دا ډېر ښه سوال دی او زه به درته په ترتيب ځواب درکړم.

که د لمانځه له شرايطو څخه کوم يو په پام کې ونه نيول شي نو لمونځ باطل کیږی. لکه: اودس، غسل، کالي او نور …

په لاندې مواردو کې هم لمونځ فاسد کېږي او لمونځ ادا‌ء کوونکی باید د دويم ځل لپاره لمونځ وکړي:

د لمانځه د ترسره کولو په وخت کې خبرې، چيغې، ګيلې، قرآن د مخ نه لوستل، پرته له امام څخه چاته ويل چې لمونځ غلط اداء کوي، په لاره تلل يا قدم وهل، ښۍ يا کينې خوا ته کتل او په لمانځه کې غلطي چې د ايت مفهوم واړوي.

د لمانځه مکروهات په لاندې ډول دي:

د لمانځه په وخت کې د کاليو يا نورو شيانو سره ساعت تېری، د لمانځه له ځايه د څه شي لرې کول، د لاس ګوتو ته فشار ورکول ترڅو غږ يې پورته شي (د لاس ټک ايستل)، لاسونه په څنګ کې ايښودل، په سترګو ښي او کيڼ (چپ) لوري ته کتل، پلترۍ وهل يا چهار زانو کېناستل، اوږده کالي اغوستل چې په ځمکه ولګي، د زي روح موجودات په سر سجده، د انځوريزو (مصور) کاليو سره لمونځ او په لمانځه کې د تسبيح اړول.

اما په دې اړوند چې لمونځ په کومو ځايونو کې مکروه دی؟ باید ووايم په عمومي لارو، د څارويو په شپول، د څارويو د وژلو په ځای، حمام، تشناب او د کعبې د خونې په غولي، او په زور نيول شوې ځمکه کې لمونځ مکروه دی. په عمومي لاره کې چې نښه نه وي ايښودل شوې، لمونځ کول صحيح نه دی.

کتاب: د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود

ليکوال: سيد عبد الله ولی زی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب