دین د خلکو لومړنۍ اړتیا

خلك ولې دين ته اړتيا لري؟ ايا د بشر په لاس جوړ كړي قوانين د خلكو د چارو د سمون لپاره بسنه نه كوي؟
خلك چې څومره دين او دينداري ته اړتيا لري دا اړتيا له هغه څه ډير زياته ده ، كوم چې يو انسان په خپل ژوند كي نور شيانو ته اړتيا لري ، ځكه يو انسان ته دا اړينه او ضروري خبره ده چې په هغه څه پوه وي په كوم چې دالله تعالي ، دخپل خالق ، رازق ، او پالونكي ذات خو ښي او رضا نغښتي ، او په كوم كړنو و يناوو، معتقداتوباندي هغه پاك اوسپېڅلي ذات نا را ضه كيږي او دهغه دغضب او غوصي لامل جوړيږي ، او يو انسان په طبيعي ډول هم له هغه كړنو سره مينه لري چې په هغو كي گټه وي، له هغه ځايونواو كړنو څخه ځان ساتي چې هلته خطر، ګواښ، نا خوښي او ضررموجود وي.

خو اصلي خبره داده چې د اسلام سپيڅلي شريعت او دانسان او ټولو موجوداتو خالق او پالونكي ذات دا سره څرګند كړي دي چې كوم شيان دانسان په ګټه دي ، او كوم يي په زيان او ضرر د ي، او په مخلوقاتو كي دالله تعالي عدالت هم دادي ، او دبندګانو په منځ كي يي نور او رڼا يي همداده ، نو انسانانو ته به دايوه ستونزمنه خبره وي چې پرته له شريعت څخه ژوند وكړي ، هغه شريعت چې دوي ته يي  دګټو او زيان لاري  بيلي كړي دي.

نو كله چې انسان ديوه كار دترسره كولو اراده وكړي ، نوپه دي بايد بايد پوه وي او په اړه يي فكر وكړي چې داكار زما په ګټه دي او كه تاوان ، چې همدا خبره يوشمير دخپل فطرت له مخي پيژني ، اويوشمير نوريي بيا د يوه استدلال له مخي پيژني ، اوپه اړه بيلابيل دلايل وړاندي كوي، او يوشمير نور بيا ديته اړتيا لري چې هغوي ته دپيغمبرانو په مرسته ورته وښودل شول ، اوهغوي لارښوني كوي ، دالله تعالي دا پيغام ورته رسوي، په دي اړه زيات معلومات په دي كتابونو كي ترلاسه كولا ي شي ، التدميريه  ، امام ابن تيميه كتاب ، مخ ۲۳_او ۲۱۴، او هم مفتاح دار السعاده ، دوهم جلد ۳۸۳مخ.

كه څومره بي دينه او سيكولري ډلي ، مادي ډلي ټپلي زياتي شي ، ديوڅه وخت لپاره په ټولنه كي مطرح افكار ولري ، اوكه ناسم او مزخرف افكار په ټولنه كي موجود وي، خو ددي ټولو سره سره بيا هم خلك په يوصحيح داسي دين ته اړتيا لري چې هغه فطري دين وي ، غوښتني او لارښوني يي دانسان دفطرت سره سمون خوري ، هغه ناوړه افكار ، لاديني او بي ديني افكار دانسان روح او جسد غوښتنو ته ځواب نه شي ويلي ، اوكه څومره يو څوك په هغه كي غرق لاړشي ، نوبيا هم په دي خبره خپله قانع اويقين ولري چې هغه ته يوډاډ او سكون نشي وركولاي ، او نه دهغه تنده ماتولاي شي ، او پايله به يي داوي چې بيا به دخپل روحي تندي ماتولو ته اړتيا لري چې هغه يوازې په ديني التزام او پابندي سره ماتولي شي.

يو فيلسوف چې  ارنست رينان نوميږي په دي اړه داسي وايي : دا ممكنه ده چې له هرشي څخه ماړه شو ورسره مينه لرو، او ورڅخه تيرشو، له منځه لاړشي، خو يوازيني شي چې هيڅكله په يو فيلسوف چې  ارنست رينان نوميږي په دي اړه داسي وايي : دا ممكنه ده چې له هرشي څخه ماړه شو ورسره مينه لرو، او ورڅخه تيرشو، له منځه لاړشي، خو يوازيني شي چې هيڅكله په ډاډمنه توګه چې هغه روحي او قلبي سكون درلودونكي ژوند وي ، له هغه پرته ژوند كول سخت كار دي ،ډاډمنه توګه چې هغه روحي او قلبي سكون درلودونكي ژوند وي ، له هغه پرته ژوند كول سخت كار دي ، يوبل عالم چې محمد فريد وجدي نوميږي داسي وايي: دا ناشوني خبره ده چې دتدين او دينداري له فكرڅخه ځان لري وساتو، دا ځكه چې تدين دانسان ترټولو هغه لوړ څه دي چې ورته نفس تمايل لري ، او ترټولو عزتمن عواطف يي همدا ديني عواطف دي ، اوداخو لاپريږده چې له هغه دي لاس واخيستل شي ، دا ديني تمايل او دين  التزام ميلان زياتوالي مومي، اودتدين فطرت له انسان سره تړلي  دي كله چې يوانسان ديو داسي عقل درلودونكي وي چې په هغه عقل د ښكلا اوبدرنګي توپير وكولاي شي ،اوپه كومه كچه دهغه درك اوپوه لوړه وي ، او معرفت يي زيات وي ، نو په هماغه كچه به يي ددين غوښتنو لوري هم ميلان زرو مومي.

كله چې انسان له خپل رب څخه لري شي ، نو دهغه ددرك ، او افاقي معلوماتو په اندازه دا درك كوي چې دخپل رب په وړاندي څومره په جهالت او ناپوهي كي پاتي دي ، او دخپلو مسوليتونو په اړه چې دخپل رب پ وړاندي يي لري  نو دهغه په اړه هم په ناپوهي او جهالت كي پاتي وي، او دخپل نفس په اړه هم نه پوهيږي چې په حقيقي مانا باندي يي څه په ګټه دي ، او څه يي په تاوان دي ، كوم شيان دي چې هغه دده دبدبختي او بد مرغۍ لامل ګرځي ، او كوم شيان دي چې دهغه دنيكمر غى لامل جوړيږي،اوڅومره چې دعلومو په جزياتو ناخبروي لكه دفلكياتو په برخه كي ، دكهكشانونو په برخه كي ، او دكمپيوتر او اتوم په برخه كي ، نو هلته انسان دغرور او تكبر له څوكي د تواضع ، تسليمي او سرټيټي اوارې ته راښكته كيږي ، او په دي باندي يي باور زياتيږي چې ددي علومو او ددي دجزياتو ترشا يو حكيم ، توانا، او پيدا كونكي ذات شتون لري.

نو كله چې يوڅوك په دي برخه كي يوڅه دقيق او منصفانه نظر وكړي ، نو دي ته اړكيږي په غيب باندي ايمان ولري ،او دين ته غاړه كيږدي اوهغه دفطرت ندا ته لبيك ووايي ، اوكله چې دانسان سليم فطرت خپل اصلي حالت له لاسه وركړي ، او شكمن شي ، دشيطان تر اغيزي لاندي راشي ، او حيواني اړخونه پري غالب شي ، نو په لنډه توګه ويلي شو چې په دقيقه توګه په كون او خپل نفس كي تامل كول ددي لامل ګرځي  چې انسان دتدين لوري ته راكاږي او داسلامي شريعت باندي التزام پيداكوي.

تدين ، په توحيد باندي عبادت كول ، دانسان دژوند دتكامل لپاره يو هغه عنصر دي انسان ته ډاډ، اوددي لامل ګرځي چې انسان  دهرډول بدمرغي ، او شقاوت څخه يي ژغوري ، او بل لورته نيكمرغي ، ددواړو دارينو بريالتوب ورپه برخه كوي ، يوازي په دينداري دانسان عقلي پوخوالي رامنځ ته كيږي او دزړه ډاډ اوسكون يي په برخه كيږي ، او پرته له تدين او دينداري څخه ناشوني ده چې خپلو لوړو مدارجو ته ورسيږي.

تدين يا دينداري يوازيني عنصر دي چې دانسان روح ورباندي تزكيه كيږي ، او وجدان ځواك ورباندي تهذيب كيږي ، داځكه چې انسان دكومو لوړو او قميتي عواطفو درلو دونكي دي هغه عواطف لپاره په اسلامي دين دا بهانده چيني شتون لري چې كله هم نه وچيږي او په همدغه سره مړيدلاي شي او خپلو لوړو اهدافو ته رسيدلاي شي ، دينداري يوازيني عنصر دي چې انسان اراده بشپړ كوي ، له ناهيلۍ او نااميدي څخه يي ژغوري ، اوترټولو ښه او اغيزمن توكي وركوي ترڅو د ناهيلي او نا اميدي څخه يي را وباسي ،نو بايد ووايو چې كه يوڅوك وايي چې انسان په طبيعي ډول سره اجتماعي ، او متمدن دي ، نوداهم بايد ووايو چې انسان په طبيعي توګه متدين دي ، داځكه چې انسان د دو انسان په طبيعي توګه متدين دي ، داځكه چې انسان د دو قوتونو درلودونكي دي ، دعلمي او نظري قوت ، او دوهم يي علمي او ارادي قوت ، او دانسان دبشپړي نيكمرغي او سعادت دعلمي ارادي قوت تر بشپړتيا پوري تړلي دي ، كله چې دانسان علمي ارادي ځواك بشپړي شي نو هلته به بشپړه نيكمرغي په برخه شيقوتونو درلودونكي دي ، دعلمي او نظري قوت ، او دوهم يي علمي او ارادي قوت ، او دانسان دبشپړي نيكمرغي او سعادت دعلمي ارادي قوت تر بشپړتيا پوري تړلي دي ، كله چې دانسان علمي ارادي ځواك بشپړي شي نو هلته به بشپړه نيكمرغي په برخه شي ، او ددي لپاره چې علمي قوت يي بشپړ شي نو ديو لړ مهمو شيانو پيژندلو ته اړتيا ده چې له لنډه توګه يي يادونه كوو،
۱: دخپل خالق، رازق ، الله جل جلاله پيژندل چې انسان یې له عدم يا نشت څخه پيدا كړ ، او په نعمتونو كي یې پټ كړ.
۲: د الله تعالي سپيڅلي نومونو او صفاتو پيژندل ، او دهغي غوښتنه څه ده ، او ددي نمونو په بندګانو باندي څه اغيز دي ، ۳: هغه لاري پيژندل چې انسان په هغي سره خپل خداي ته رسيږي او د هغه رضا او خوښي ترلاسه كولا ي شي ،
۴: هغه خنډونه او افات پيژندل چې د الله تعالي دلاري او دهغه درضا دپيژندلو په لاره كي خنډ ګرځي ، او هغه كوم شيان دي چې دهغه په مرستي دالله تعالي نعمتونه ترلاسه كيدلاي شي ،
۵: په حقيقي بڼه باندي دخپل نفس پېژندل ، اودهغه څه پيژندل چې دانسان نفس ورته اړتيالري ، دهغه څه پيژندل دانسان په ګټه دي ، او كوم شيان يي په زيان د ي، او نفس فاسده وي ، او هغه څه پيژندل چې دانسان نفس دكمال لوړو مدارجو ته خيژه وي او كوم شيان دي چې انسان دهلاك كندي ته لاهو كوي.
نو ددغه پنځه ټكو په پيژندلو سره انسان كولاي شي خپل علمي ځواك بشپړ كړي اوهغه مهال دا بشپړ كيد لاي چې دالله هغه حقوق مراعات كړي كوم چې په خپلو بندګانو يي لري ، او هغه بيا په اخلاص ، ريښتينولي ، سره ترسره كړي ، اوپه دي باندي بايد باوري وي چې دا دواړه ځواكونه هلته دبشپړتيا پړاو ته رسيږي چې د الله تعالي ورسره مرسته وي ، نو انسان ديته اړد ي الله تعالې يي هغه دنيغي لارې ته ورته هدايت وكړي .هغه لاره چې اولياؤ يي هغي ته هدايت كړي دي ، په دي اړه زيات مالومات الفوايد نامي كتاب كي لوستلي شي دكتاب مخ ۱۸او ۱۹.
كله چې په دي باندي پوه شو چې صحيح دين دنفس دبيلابيلو قوتونو سره يوه الهي مرسته ده ، او دين په واقعيت كي دانساني ټولنې دساتلو مهم عنصر دي ، داځكه چې بشري ټولني جوړښت ديته اړتيا لري چې ددي ټولني دغړو ترمنځ تعاون او يودبل په ښه او ګټورو كارونو مرستندوي وي ،و او دا تعاون بايد يو نظم باندي ولاړ وي ، داسي يو نظام چې هغه ددوي اړيكي سره تنظيم كوي ، او يودبل په وړاندي مسوليتونه او حقوق ټاكي او دا نظام بايد ديوه حكيم او توانان واكمن له لوري ټاكل شوي وي ، هغه ذات چې نفس ديوبل دحقوقو نه پام كولو څخه هيره وي ، او ديته يي هڅه وي چې يودبل حقوق او مسوليتونه په پام كي ونيسي ، نو دا واكمن به څوك وي چې دا سي نظام وټاكي ، نو دځمكي په مخ يو داسي قوت نشته چې دتدين له ځواك  سره برابر وي.

يوداسي نظام چې  دټولني په جوړښت ته پام كوي او دراحت او ډاډ اسباب ورته برابر وي ، او ټولي لارښوني يي دانسانيت په ګته وي ، دهغوي دنيكمرغي او خوښي لپاره وي ، ددي ټولو راز په دي كي دي چې دنورو كايناتو څخه دا ځانګړتيا لري چې دهغه تصرفات  ، حركات ، ټول اختياري دي ، هغه تصرفات او كړني او حركات ديو لړعقيده وي ارزښتونو له لاري ترسره كيږي واكمنه قوه او چلونكي قوه هغه دانسان عقيده ده ، كه عقيده سپڅلي او پاكه وي ، نو كړني اوتصرفات به هم پاك او سپيڅلي وي ، اوكله چې د ناسمي عقيدي درلودونكي وي نو ټولي كړني او تصرفات به يي ناسم وي ، يا په بل عبارت سره ويلي شو چې عقيده ، او قوي ايمان د انسان دټولوكړنو څارونكي دي ،په الله تعالي باندي قوي ايمان درلودل دانسان په ټولو كړنو باندې په نيت او پټو او ښكارو باندې رقيب دي ، اوهمدغه غښتلي ايمان دحيا  ، ميني ، ويري عواطف تازه كوي ، او قوي ايمان دنفس او شيطان دناوړه غوښتنو په وړاندې ترټولو قوي دمقاومت عنصردي چې انسان دبي لاري او كږليچوڅخه را ګرځوي او په نيغه جاده يي برابره وي ، نو له همدې امله ويلي شو چې تدين يا دينداري دخلكو ترمنځ دښو اريكو ساتلو ، دعدالت او انصاف د برقراري اوپاتي كيدلو لپاره ضمانت كوي اوتدين يوه ټولنيزه اړتياده، له ټولني څخه د تدين جلا  والي داسي مثال لري لكه له بدن څخه چې زړه جلا وي ،

شیخ صالح منجد
ژباړه: سيد مصطفي حماس

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب