د انګورو اوبه وڅښئ چې حافظه مو قوي شي

امريکايي څېړونکو د خپلو څېړنو په ترڅ کې دا ثابته کړې ده چې د انګورو اوبه د حافظې په غښتلتيا کې رغنده رول لوبوي او همدارنګه د حافظې د کمزورۍ مخه هم ډب کوي.

د سينسيناټي پوهنتنون څېړونکو د پلې فنول په نړيوال کنفرانس کې وویل: په انګورو کې شته انتي اکسيدان کولی شي چې مغزي وړتياوې لوړې کړي او د حافظه کمزورۍ مخه ونيسي.

نوموړو محقيقونو د دې مطلب د جزئياتو په اړه وويل: موږ د انګورو د اوبو اغېز د ۱۲ ناروغانو ترمنځ چې عمرونه يې د ۷۵ – ۸۰ کلونو پورې و وڅېړه. دا هغه کسان و چې د حافظې د کمزورۍ څخه يې رنځ وړه.

دغه ګډون کوونکي په دوه برخو ووېشل شوه، د دغو دوه ډلو څخه يوې ډلې ته د ۱۲ اونيو په اوږدو کې د ۱۰۰ فيصده خالصو انګورو اوبه ورکړل شوې او دويمې ډلې ورنکړل شوې.

د دې څېړنې په پايله کې څېړونکو اعلان وکړ چې، هغه ډلې چې ۱۲ اونۍ يې په پرلپسې توګه د انګورو اوبه څښلې په سلو کې ۷۵ سلنه يې حافظې غښتلې شوې وې.

د تلګراف د راپور په اساس، نوموړو څېړونکو همدا راز دا هم وويل چې: ( زموږ د څېړنو پايلې ښيي چې د لوړ عمر خاوندان که د مېوو او ترکارۍ څخه ګټه پورته کړي، نو دوی سره به د حافظې په غښتلتيا کې ډېره مرسته وکړي.)

ژباړه: محمد عزيز پردېس

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب