غيبت ولې حرام دی؟

عن ابي هريرة رضی الله عنه ان رسول الله صلی الله عليه وسلم قال:اتدرون ماالغيبة؟ قالو االله ورسوله اعلم. قال ذکر اخاک بمايکره قيل افرايت ان کان في اخي مااقول؟ قال ان کان فيه ماتقول فقداغتنته وان لم يکن فيه ماتقول فقد بهتّه (رواه مسلم)
له حضرت ابوهريره رضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:تاسو پوهيږئ غيبت څه شی دی؟
صحابۀ کرامو وفرمايل: الله او د هغه رسول ښه پوهيږي ويې فرمايل:( غيبت دې ته وايې) چې تاسو د خپل مسلمان ورور په داسي ډول يادونه وکړئ چي هغه پرې خفه کيږي صحابۀ کرامو وفرمايل:که هغه خبره په هغه کي وي وئې فرمايل:که په هغه کي هغه خبره موجوده وي چي تاسوئې کوئ نوداغيبت شواوکه په هغه کي هغه شی موجونه وي کوم چي ته وايې نوپرهغه دي بهتان ولگوی (چي ترغيبت لويه ګناه ده)(مسلم) تشريح :غيبت کول اواوريدل هم دهغوګناهونوپه سرکي ځای لري چي نن سبا ډېروخلگومتاسفانه دګناهونوله فهرست څخه ايستلی دی،نن متاسفانه غيبت زموږ د مجلسونونه بيليدنوکي برخه ګرزول شوی دی،له غيبته پرته مجلس بې خونده ورته ښکاري نوچي کله هم دوه کسان سره يوځای کيږي خامخاددريم غيبت شروع کوي اوپه ډيرخوندباندي لګياوي، دې ته بالکل فکرهم نه کوي چي داګناه ده،په دې هکله به پوښتنه راڅخه کيږي اوددې ناوړه کارسزابه راکول کيږي .
داسلام دسپيڅلي دين هراړخ ته چي څوک فکروکړي،نودې پايلي ته رسيږي چي دادين دانسانيت لپاره يوغوره اوپوره سبق دی اوپه هراړخيز ډولدمسلمان څخه دزمکي پرمخ ترټولوغوره انسان جوړوي غيبت څه شی دی:
لکه څنګه چي په دې حديث کي ذکرشول: هره خبره چي ديومسلمان په هکله په داسي وخت کي کيږي چي هغه موجودنه وي اوکه ترې خبرشي نوپرې خواشينی کيږي، که داخبره رښتياوي نودې ته غيبت ويل کيږي. اوکه درواغ وه نوورته بهتان ويل کيږي چي داترغيبت هم لويه گناه ده.
الله پاک په څرګندډول په خپل مقدس کتاب کي فرمائلي دي چي غيبت کوونکی دخپل مړه ورورغوښي خوري.
دعام انسان غوښه خوړل څومره سترجرم اوناوړه کاردی،بيادخپل سکه ورورغوښه خوړل په داسي حال کي چي مړوي،ددې په هکله دې سړی دځان سره لږفکروکړي چي ديوچاورورمړشي په کورکي مور،پلار،وروڼه اوخويندي ټول له غمه ژاړي،اودادرنده چاړه راواخلي اوددې مړه ورورڅخه غوښه پرېکوي اومسلسل يې په خوراک بوخت وي .
لکه څنگه چي مړانسان په دې تکليف نه پوهيږي چي څوگ يې غوښه خوري،نودارنگه ستاهغه ورورچي ته يې غيبت هم په دي تکليف نه پوهيږي چي ته ورپسي لگيايي اودهغه عزت لوټوې .
خوکه هغه مړژونه دی وای نوپه دې تکليف به پوه شوی وای،دارنگه هغه ستاورورهم که موجودوای اوياستاپه غيبت  خبرشي،نوهرومروبه خواشينی شي .داددې گناه (غيبت) حقيقت دی.
غيب څه کوي
غيبت ديوه انسان ابرو او عزت ختموي،په ټولنه کي دهغه شخصيت ټيټوي او سپکوي..
پاته دي نه وي چي په دې کارسره خپله غيبت کوونکی هم نوروته سپک ورپيژندل کيږي ځکه خلګ ورته غيبتناک وايي،خلگ ترې کرکه کوي اوپه خوله يې څوک باورنه کوي او خلگ دده په هکله وايي چي دنوروغيبت اوسپکاوی کول دده عادت دی .
همدارنګه زموږهغه وروڼه اوخويندي چي چي خپله درنه اودنوروسپکه وايې اوپه دې ډول مجلس گرموي ،دې ټکي ته هيڅ پام نه کوي چي دوی که دخپل مسلمان ورورابرورژوي،هغه بې عزته کوي اوهغه ته سپکاوی کوي ددې سره خپل شخصيت هم نوروته کښته ورپيږني اوخپل ځان هم سپکوي .وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله وصحبه اجمعين

مولوي عصمت الله عزام

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب