فساد عاردى كه شعار؟

پخوابه فساد عار وو،خو اوس شعار گرځيدلى داډېره د تعجب خبره ده چې پخواني خلك به پۀ ګناه، فساد، جرم او ظلم خپه كېدل،ظلم او جرم ته به يې ګناه ويله،ګناه ورته عار ښكاريده، چا به چې كوم جرم وكړ نو هغه به خپل ضمير، وجدان او ټولنې ته سر ټيټى او خجالت وو،د ايمان او الله جل جلاله  پۀ وړاندې به پړ او ملامت وو،خو پۀ ډېر تاسف بايد ووايو چې زموږ پۀ اوسنۍ ټولنه او عصر كې څۀ خلك پۀ فساد فخر كوي، پۀ ګناه وياړي، جرم خوښوي، مجرم هيڅ ځانته مجرم نۀ وايي.جرم، فساد، بې عدالتي، رشوت خوري، غلا، چور، چپاول او بد معاشي ورته عار نه شعارښكاريږي او دا وايې چې پۀ دې وخت كې چې څومره فساد كوې پۀ هماغه اندازه به وړاندې ځې، نو راځه د فساد لپاره ملا وتړه چې ستا د پرمختګ باعث وګرځي، كوشش وكړه پۀ حكومت، مؤسسه او ټولنه كې چې هر څومره او هر ډول اختلاس، غلا، خيانت او فساد كولاى شې هومره به وړاندې ځې. او پۀ اكثره مؤسساتي او ځينې حكومتي ارګانونو كې مقام او منصب هم تر لاسه كولاى شې.
دا څنګه؟ او دا ولې؟ ځكه چې ددوى زياتره كارمندان پۀ دې مرض مبتلا دي ، د مثال پۀ توګه زموږ يو تن وكيل صاحب چې د ملت او قوم پۀ اوږو سپور پارلمان ته ورسيد څو ورځې وروسته يې د سرينا هوټل نه خپل يو دوست ته پۀ تليفون كې داسې وويل:چې (( اوس پۀ ژوند پوه شوم ټول ژوند مو سپيره تير كړ خلك به خپل كار كوي )) معنٰى دا څوك چې د ولس پۀ اوږو سپور د سرينا هوټل ته ورسيږي هدف يې فقط د ښه ژوند تېرولګېډه او جيب ډكول وي تاسې څۀ فكر كوئ چې داسې وكيلان به د ولس پۀ درد دواء شي، طبيعي ده چې دغسې استراحت طلبه وكيلان د هوا او هوس مريدان چې خپل ټاكلي هدف ته ورسيږي بيا د اسلام، وطن او ملت د خدمت كيسې ته د پاى ټكى ږدي. ددغسې عناصرو اساسي هدف مقام ته رسېدل،د جيب ډكول،ځان پړسول اودښۀ ژوند تېرولو لپاره پارلمان ته تلل دي . او بس، بل هيڅ هدف نۀ لري او نه يې پيژني.

او راځو دې خبرې ته چې پۀ مجموع كې فساد ډېر ډولونه لري، زمونږ پۀ ټولنه كې د فساد ځينې ډولونه ډېر ښكاره دي لكه: اداري فساد،اخلاقي فساد،فرهنګي فساد،اجتماعي فساد، اقتصادي فساد او امنيتي فساد اوس هر يو پۀ لنډ ډول تر څېړنې لاندې نيسو:

 اداري فساد:
اداري فساد د ټولو مفاسدوسرچېنه ده ځكه چې د كوم كور، ټولنې، مؤسسې، تنظيم او حكومت اداره چې فاسده شوه ټول نظام ورسره درهم برهم كيږي، سر چې فاسد شو ټول غړي فاسديږي ځكه چې حكم، اوامر او سياسى واك د ادارې پۀ لاس كې وي.زمونږ د هېواد اكثره ادارې له اداري فساد سره مخ دي . لۀ يوې خوا كار اهل كار ته نۀ دى سپارل شوى او لۀ بلې خوا رشوت خوري، خپلوي، تنظيم پالنې او د انډيوالۍ ميله ښه ګرمه روانه ده . دا كار لوړ رتبه مسؤلين ښۀ ويني نۀ يې اصلاح كوي كله نا كله يې پخپله هم كوي، كله كله چېغې ډېرې وهي خو د عمل ډګر كې هيڅ شى نۀ كوي .دادرسته ده او منو يې د فساد او ګډوډۍ د سمون لپاره به برنامې ډېرې جوړيږي خو عملي كېږي نه، نو بناءََ لۀ مشره تر كشره ټول پۀ اداري فساد يا مبتلا يو او  يا پرى چپ پاتې شوي يو، ښكاره خبره ده چې پۀ دواړو حالتونو كې مسؤل يو.

 اخلاقي فساد :
زمونږ پۀ ناديده ټولنه كې اخلاقي فساد دومره اوج ته رسيدلى چې نه يې حكومت مخه نيولى شي او نه يې رعيت،اوبۀ نور لۀ ورښه تېرې دي .زمونږ د ټولنې اكثره افرادو خپل اخلاق تر پښو لاندې كړي او د نورو د اخلاقو پياده كولو پۀ تكل كې دي ، زمونږ پاركونه،زمونږ هوټلونه،زمونږ ودونه او خوشحالۍ ټول پۀ پردي سيستم روان دي زمونږ اكثره ښاري پېغلې اوهلكان اوس پۀ خپلو اخلاقو د ځان پۀ ملبس كولو شرميږي، اوځان ورته كم ښكاري،پۀ پرديو اخلاقو وياړي او فخر پرې كوي.خپل اخلاق ورته وروسته پاتى والى او عار ښكاري اودغرب فرسوده له انسانيت نه لرې اخلاق ورته متمدن او شعار ښكاري،الله جل جلاله مۀ كړه كۀ څو كلونه پۀ همدې حال تېرشي ګمان كوم چې بيا به پۀ افغانيت هم شرميږي.

 فرهنګي فساد :
مونږ چې كله خپل يو تعداد تعليم لرونكي خلك ګورو چې د پرديو د فرهنګونو پېښې پۀ پټو سترګو كوي نو ډېر ورته تعجب كوو چې البته دا كاربه ښۀكار وي ځكه يې زمونږ پۀ اصطلاح فرهنګيان او اكادميك قشر پۀ پوره اخلاص تر سره كوي بل خوا چې ګورو ورځ تېرېږي عنعنات مو پردي كيږي، زمونږ دودونه او رواجونه پردي شول، دود او دستور مو پردي شول ، خيالات او تصور مو ټول پردي شول حتٰى زمونږ حركات او سكنات ګرد سره پردي بلكى هر څۀ مو پردي پردي شول، الله جل جلاله دې خير كړي چې اخر مو دين پردى نۀ شي.زمونږ د راډيوګانو او تلويزوني چېنلونو ډېر پروګرامونه داسې دي لكه چې زمونږ نۀ وي كله كله خو سړى پرې بيخې دپرديو چېنلونو ګومان وكړي. پۀ هيواد باندي دهندى فرسوده موسيقۍ شيطاني دام غوړيدلى چې هيڅ بې بندو باره ځوان او پېغله ترې سر نۀ شي پورته كولاى دهندجادوګرو ډمانو زمونږ پۀ ولس او فرهنګ داسې كوډي كړي چې هرڅۀ يې رانه هيركړي ،زۀ خو وايم چې كۀ افغان ميړنى ولس خپل زرين تاريخ،ادب او كلتورنۀ درلوداى بيامو كۀ دنورو دفرهنګونوتقليدكولاى ډېره بده به نۀ وائ خو تاسې لږ زير شئ او ويښ شئ خپل تېر حالت ته وګورئ ژوندى تاريخ لرئ خپل كلتور،فرهنګ او اتلولي لرئ ،لږ متوجه شئ دخپلواسلافو (مخكينيو) لارتعقيب كړئ كۀ نه نو دځمكې پرمخ مو اتلولي او تاريخ ختمېږي دهمدې كار لپاره ښې ډېرې هلې ځلې روانې دي.
افغان مسلمان زلميه! ښۀ متوجه شه دخپل مسلمان اتل پلاراو قهرمان نيكۀ تاريخ مۀ خرابوه ، شمله يې هسكه وساته دفرهنګ،كلتور او ادب زرين تاريخ يې تر قيامته زرين،روښانه او پۀ اسلام لوړ وساته، پۀ همدې كې دې خير او ازادي ده، او پۀ ازادۍ كې دې سوكالي او كاميابي ده .

 اجتماعي فساد:
كـــــلــــــه چې دټولنې افـــــــرادپۀ اداري ،اخـــــلاقي،فرهنګي او سياسي فساد اخته شول برابره خبره ده چې ټولنه به دفساد،ګډوډۍ،بربادۍ،خرابۍ،انارشي او جاروجنجال پۀ لورسوق كوي. زمونږ پۀ ټولنه كې د اخلاقي مفاسدو شمار نشته ،دمخدره موادو استعمال ،بدكاري ،دشرابوڅښل او دچرسو څكول خوعادي خبره ده .داټول هغه شيان دي چې   ټولنه يې لۀ خطر سره مخ كړې ده،دارنګارنګ اخلاقي مفاسد چې زمونږ پۀ هيواد او ټولنه كې روان دي او يو تعداد پردي ورته لمن وهي او وده وركوي كۀ ملت او ټول مسلمانان يې مخنيوى ونۀ كړي نو خبردار اوسئ او دا واورئ  چې ډېر ژر به ديو بل راتلوونكي سترالهي طوفان او عذاب ننداره وكړئ.

 اقتصادي فساد:
زمونږ هيواد دځمكې پر مخ هسې هم پۀ غريبۍ او فقر كې اول نمره دى، نژدې ده چې دمفلسۍ شهادتنامه او سند ترلاسه كړو ، لۀ چا ســـــوال كوي او څوك ورته قرضونه معــــافوي،كوم كومكونه چې دسوال پۀ نتيجه كې د افغانستان پۀ نامۀ راځي پۀ هغې نورخلك لوبې كوي دهېواديوتعداد بې وفا اومادي بچي هم لۀ هغوى سره پۀ دې فساد كې همغاړه او همغږي دي،او هېواد  لاهماغسې وران،ويجاړ پروت دى، بل خوا د هيواد پۀ زيرمو دنورو قبضه ده كۀ لۀ دې زيرمو نه مونږ ته پۀ من كې خورد هم راورسيږي،خولۀ به آسمان ته واچوو او غريبي به مو وركه او وطن به مو آباد شي. زمونږ پۀ هېوادكې الحمد لله خام مواد ډېر شته خو صنعت نۀ شته،اوبۀ ډېرې دي خو زراعت نۀ شته فابريكه نشته، كار نشته هر څۀ راته پۀ تياره راځي او خورويې او كۀ نۀ راځي نو مرو به.
مونږ لۀ ځان  سره د خپل وران،ويجاړ اقتصاد پۀ هكله هيڅ عملي برنامې او پلان نۀ لرو او كۀ څۀ لرو هغه هم تقريباً پۀ نشت حساب دي

امنيتي فساد :
د هيواد د امنيت مسئله خو د ازادۍ راډيو، امريكا غږ اشنا راډيو او بى بى سي او نورو خبري رسنيو څخه اورو چې هره ورځ د هېواد پۀ سطحه به لس هاوو ستونزې او جنجالونه پېښېږي ، د هيواد پۀ سطحه وتلي او منلي مسلمان شخصيتونه يا وژل كيږي، يا ترور كيږي او يا فرار كيږي آخر به هېواد لۀ علمي او اكادميكو شخصيتونو څخه خالي شي بيا به هر نژدې او لرې دښمن پۀ آسانۍ پرې لوبه كولى شي .

هغه څۀ چې د نړۍ اكثره پوهان او پۀ ځانګړي ډول مسلمان علماء پرې قانع او پۀ دې نظر دي چې د ملتونو او ټولنو د هر اړخيز پر مختګ او د خلكو د ټولو قضاياو او ستونزو دحل لپاره او د كار د ښۀ برياليتوب پۀ خاطر بايد لۀ دې اساسي نقطو څخه استفاده وكړاې شي:
لومړى : درست او سم پلان جوړونه
دوهم: پۀ نظم او دسپلين دهغه كار دوامداره ترسره كول
دريم: كار فني او مسلكي خلكو ته سپارل
طبعي ده كوم كار چې لۀ دغو شرايطو سره سم ترسره شي نو پايلې او نتيجې به يې پوره مثبتې راوځي ،زمونږ د هېواد اكثره ستونزې او كړاونه ددې دريونقطوپۀ مراعت كولو سره حليداې شي . اميد دى چې پۀ هر كار كې درسته پلان ګذاري پرلۀ پسې دوامداره عمل كول او پۀ كار كي د نظم او دسپلين مراعت وشي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب