ماشومانو ته مېوه څه ډول ورکړو؟

 

د مېوې خوړل د تغذیې یوه برخه جوړوي چې د بدن لپاره ګټه رسوي. ماشومان هم باید د خپلو میندو او پلرونو په وسیله د مېوې خوړلو لپاره تشویق شي. د ماشومانو تغذیه باید اصولي وي. د میندو لپاره لازمه ده چې خپلو ماشومانو ته د مېوې په ورکړه کې ټول اصول رعایت کړي.

د ماشوم لپاره د مېوې سپینولو ګڼ دلیلونه شته، لومړی دا چې هضم یې اسانه کېږي، کېدای شي د ماشوم لپاره د مېوې د پوستکي خوند په زړه پورې نه وي او بل دا چې د ماشوم بدن ته د مېوې پر پوست باندې د پاتې شوو افتونو مخه هم نیول کېږي.

ایا ماشوم د مېوې پوستکی هضمولای شي؟ دا د ماشوم پر بدن پورې تړلې خبره ده. ډېر کله د مېوې پوستکی پر ماشوم باندې بوج کېږي، په معده کې یې د درد لامل کېږي او حساسیت ورسره پیدا کوي.

داسې ماشومان هم شته چې هر ډول مېوې او سابه بې له کومې ستونزې خوري او هضمولای شي. که تاسو د لومړي ځل لپاره ماشوم ته مېوه ورکوئ، هرو مرو یې پوست کړئ. کله مو چې ډاډ ترلاسه کړ چې ماشوم مو کولی شي له پوستکي سره هم مېوه وخوري، بیا یې له پوست سره ورکړئ.

your ads

ایا له پوستولو سره مېوه یا سبزي خپل خاصیت له لاسه ورکوي؟ تر ډېره ویلای شو چې بلې. ځینې داسې مېوې او سبزۍ شته چې په پوست کولو سره خپل ويټامینونه له لاسه ورکوي. نو څه باید وکړو؟

څېړونکي وایي، دغه ډول مېوې او سابه کولی شئ یوازې ومینځئ او له پوست کولو یې ډډه وکړئ. دوی وایي، د مینځلو لپاره یې تر یخو اوبو ګرمې غوره دي. دغه راز ځیني ځانګړي مواد هم شتون لري چې د سبزیو او مېوو د مینځلو لپاره ترې کار اخیستل کېږي.

ژباړه: حمیدالله حمیدي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب