دغو خوړو سره مو زړه له ناروغیو وژغورئ

د فصلونو بدلیدل د انسان په زړه اضافي فشار زیاتوي او انسان په مختلفو ناروغیو اخته کولی شي. که چیرې د ژمي له تیریدو وروسته ستاسې زړه بیا هم ضعیفه وي او د زړه درزا مو له نورمالې اندازې کمه وي نو د زړه متخصص ته مراجعه وکړئ.

هغه کسان چې نه غواړې پورته ذکر شوی حالت تجربه کړي او غواړي چې پیاوړی زړه ولري نو کولی شي له وړاندې څخه د دغې پیښې مخه ونیسي.

په دغه برخه کې خواړه له انسان سره ډیره زیاته مرسته کوي او ځینې داسې خواړه هم شتون لري چې کولی شي د انسان زړه پیاوړی کړي. دلته مو د هغو پنځو خوړو سره اشنا کوو چې په دغه برخه کې مو مرسته کولی شي.

۱- وچې میوې: یوه لپه وچه میوه د یوې ورځې لپاره د بدن د مګنیزیم (Magnesium) او سیلینیم (Selenium) اړتیا پوره کوي او له زړه سره د وینې غوره پمپ کولو کې ډیره زیاته مرسته کوي.

۲- باراکولي (Broccoli): باراکولي د کرم یو ډول دی چې د زړه په روغتیا کې ډیره زیاته مرسته کوي. د روغتیايي څیړونکو په وینا د روغ او پیاوړی زړه لرلو لپاره لږ تر لږه په اونۍ کې یو ځل باید باراکولي استعمال شي. دغه خواړه کې شته سیلولوز (Cellulose)، پوتاشیم (Potassium)، کلسیم (Calcium)، مګنیزیم (Magnesium) او ویټامین سي (Vitamin C) د وینې فشار نورمال ساتي. د غوره نتیجې ترلاسه کولو لپاره د باراکولي ۲۰۰ ګرامه باید د بخار یا ایشولو په طریقه تر پخولو وروسته اونۍ کې یو ځل استعمال شي.

۳- کدو: دغه خواړه زیاته اندازه ویټامین ډي (Vitamin D) او زینک مالګه (Zinc salts) لري کوم چې د زړه رګونو او روغتیا لپاره له اړینو موادو څخه ګڼل کیږي.

۴- رومیان: دغه خواړه په طبیعي ډول او د جوس په ډول استعمالیدی شي. رومیان د لایکوپین (Lycopene) نومې اکسیډنټ ضد (Antioxidant) موادو تر ټولو غوره منبع ګڼل کیږي. د غوره روغتیا لپاره باید هره ورځ دوه ګیلاسه د رومیانو جوس او یا هم ۲۰۰ ګرامه د سلاد په ډول وخوړل شي.

۵- غوښه: د غوره روغتیا لپاره باید په ورځنۍ ډول ۲۰۰ ګرامه د چرګې، پیل مرغ او یا هم سوۍ غوښه وخوړل شي. باید کوښښ وکړئ چې د غټو څارویو له غوښې څخه ځان وساتئ. انسان کولی شي په اونۍ کې یوازې یو ځل د غټو څارویو غوښه استعمال کړي. هغه خلک چې غوښه نشي استعمالولی کولی شي د غوښې پر ځای له پروټین لرونکي سابه لکه لوبیا، نخود او نسک څخه استفاده کړي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب