د «نس خرابي» سره د مبارزې لپاره څو کورنۍ نسخې

ګیس وي، که قبضیت، بدهضمي وي که اسهال، ټول د خېټې/نس اړوند هغه مرضونه دي چې انسان له اخه توخه وباسي.

د نس/خېټې ستونزې د حل لپاره ځېنې کورنۍ نسخې شته چې په طبیعي ډول مو خېټه ښه کولو کې مرسته کوي چې یو شمېر يې په لاندې ډول دي.

د ګازرو او پودېنې جوس

شاید عجیبه درته ښکاره شوې وي، خو دغه ګډوډ جوس هغه وخت درته په کار راځي چې کله مو معده سمه نه وي او ورسره مو خېټه هم خراب وي. ګازرې غذایت جوړوي او پودینه د معدې اړوند ستونزې حل کوي.

محض داسې وکړئ چې څلور ګیلاسه پرې شوې ګازرې، له څلورو ګیلاسونو اوبو او یو کاشوغې وچې پودینې سره پنځلس دقېقو لپاره وایشوئ، بیا په کې کاشوغه ووهئ او ویې څکئ.

د وریجو چای

کولرا «هیضه/يو ډول وژونكيى سارى نار وغى چه دنا ولو شيانو دخوړلو څخه پيداكيږى» د درولو لپاره د وریجو چای وڅکئ او پایلې یې وګورئ. نیم ګیلاس وریجې له شپږ ګیلاسه اوبو سره ګډې کړئ او پنځلس دقيقو لپاره یې وایشوئ، بیا له اوبو وریجې وباسئ، اوبه له شاتو یا له بورې سره ګډې کړئ او نوشې جان يې کړئ.

د مڼې سرکه

که تاسو د بدهضمۍ له ستونزې سره مخ يئ یا د ګيډې ګاز په لانجه اړولي يئ نو محض دومره وکړئ، چې د چای یوه کاشوغه سرکه د یوې کاشوغې شاتو سره په یوه ګیلاس اوبو کې ګډ کړئ نو تر یوه بریده به مو ستونزه حل شي. دغه ترکیب همدا راز د سینې سوزښت هم یو څه حل کوي.

ممیز، شفتالو او الو بخاره

که د قبضیت ښکار وئ، نو ممیز، شفتالو یا الو بخاره وخورئ، دا د «فایبر» څخه ډکې مېوې دي او ستاسو د هاضمې نظام ته حرکت ورکوي او د قبضیت تکلیف هم یو څه ختموي.

مستې

که مو په خېټه درد وي نو مستې وخورئ. مستو کې هغه باکتریاوې موجودې دي چې د خېټې لپاره ښې دي، د خېټې درد کموي او انسان د جسم دفاعي نظام قوي کوي.

ځيره

ځيره له وټامینونو او منرالونو څخه ډکه وي او هغه ناوړه باکتریاوې له منځه وړي چې د د ډوډۍ هضمېدلو، ګیس او نورو تر منځ خنډ وي او معده خرابوي. د ډوډۍ وروسته یو څه وخورئ، د خېټې ستونزه به مو یو څه حل کړي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب