واده د نبوي سنت تر څنګ دسرطان یا کینسر څخه د مخنیوي لامل هم دی

په نړیواله کچه د اسلامي ټولني تر بل هر چا ښه اجتماعیت، کورنی ژوند هغه ځانګړې ویاړنه ده چي په نورو ملیتونو کي نه تر سترګو کیږي.

تجربو ښودلي چي د انسان د تعمیر او ښه پالني په برخه کي تر بل هرڅه اول د کورني جوړښت رول ډیر لیدل کیږي.

د کورني تعمیر ړومبۍ خښته واده دی، په واده سره د ډیرو هغو ناروغیو مخنیوی کیږي له کومو سره چي نن د نړۍ ډیری وګړي ورسره لاس او ګریوان دي.

هغه ناروغۍ چي تر اوسه يي علاج نا ممکن بلل سوی، یو هم د سرطان  Cancer وژونکې ناروغي دی، په دې ناروغۍ داخته کېدلو دمخنیوي لپاره واده یو مؤثر لامل بلل شوی دی.

د کالفورنیا د پوهنتون University of California استاذ سکارلیټ لین جومیس وايي: چي تر ټولو ستر سبب د سرطان Cancer د ناروغۍ په مخنیوي کي واده بللی شو.

درویټرز ورځپاڼي ته په یو لیږل شوي ایمیل کي ښاغلي استاذ دا واضحه کړيده چي د سرطان وژونکې ناروغي د مخنیوي تر ټولو عمده لامل اجتماعیت دی، چي تر ټولو په ښه ډول د واده په کولو سره تر سره کیږي.

په دې اړه هغوی یوه اوږد مهاله سروې هم وکړه چي له 2000م کال نه بیا تر 2009م کال پوري يي دوام وکړ، په دې سروي کي هغوی په 783 زره مختلفو ناروغانو باندي تجریبي وکړي، چي بالآخر دې نتیجي ته ورسېدل چي، په سړیو کي چاچي واده کړی وي، تر هغه نارینه و چي واده يي نه وي کړی، 27 سلنه زیات د سرطان دوژونکي ناروغۍ څخه د خلاصون چانس لري، او په ښځو کي بیا هغه ښځي چي واده يي شوی وي، تر هغو ښځو چي واده ونه لري، 19 سلنه زیات ددې ناروغۍ نه وقایوي چانس لري.

نو خدای مه کړه که څوک دسرطان په وژونکي ناروغۍ اخته شي، او واده ولري، نو 27 سلنه زیات د صحت امکان تر هغه چا زیات لري، کوم چا چي واده نه وي کړی.
او که ښځه په دې ناروغۍ اخته شي، او واده يي هم کړی وي، تر هغې ښځي کومي چي واده يي نه وي کړی 19 سلنه زیات د جوړیدا امکان لري.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب