انبیاء ع

خپل قوم ته د نوح علیه السلام دعوت

نوح علیه السلام زيات ستونزمن ژوند درلودی، ډېر تکليفونه او زحمتونه يې د خپل قوم زغملي ول، ده په خپل قوم کي کلونه او پيړۍ وختونه تېر کړه خو بدبختانه ده په دغه لويه مده کي دکڼو غوږنو، غافله اوسخت  زړونو پرته بل شي نه وليدل، د دغه خلګو نفسونه تر ډبره  وچ وه او زړونه يې تر اوسپنه سخت وه، نصيحت او پند دوي ته هيڅ ګټه ونه کړه، وعيد او  تحذير دوي د خپلو بدو کړنو څخه را ونه ګرځول. هرڅومره چي به نوح علیه السلام دوي ته زيات نصيحت کاوه په هغه اندازه به د دوي عناد زياتېدي، څومره چي به نوح علیه السلام دوي ته د الله جل جلاله يادونه  کول دوي به په سرکښۍ او فساد کي زياتونه کول، د ګمراهۍ پر مسير به روان وه، د نوح علیه السلام دعوت ته يې هيڅ پاملرنه نه کول او د تحذير او وعيد يې هيڅ پروا نه کول.
نوح علیه السلام د خپل قوم په منځ کي د دعوت کونکي په توګه ٩٥٠ کاله واوسېدئ ، دخپل قوم د نجات او د دوي د بت پرستۍ څخه د خلاصون لپاره يې د هر ډول حکيمانه تګ لارو څخه استفاده وکړه خو ګټه يې ونه کړه، نوح علیه السلام به شپه او ورځ، په پټه او ښکاره دوي ته دعوت کاوه په دې ټولو کړنو سره د دوي زړونه نرم نه سول، بلکي واحسان ته يې په بدۍ، نرمۍ ته يې په سختۍ او  تشدد جواب وايه او د نوح علیه السلام په وهلو او ځورولو به يې لاس پوري  کړ، سره د دې چي نوح علیه السلام به تل داسي ويل: اې خدايه! زماقوم ته عفوه وکړې زما قوم نه پوهيږي.
مفسرين روايت کوي: نوح علیه السلام دخپل قوم منځته  راغلئ او دوي يې د الله جل جلاله لوري ته راوبلل، دده قوم پرده راټول سوی، دی يې تر سختو وهلو اوکوټولو لاندي راوستى، خفه يې کړ، آن تردې چي بېهوښه سو، بيا به يې په يوه  بوريا کي وپېچى پر لويه لاره به يې وغورځوئ او ويل به يې چي په ډېر لنډ وخت کي به مړ سي، الله جل جلاله به بيا ده ته د اول په څېر توانايي او ژوند ورکړ، دى به بيا په چټکۍ سره راغلى بيا به يې خپل قوم دالله جل جلاله ولوري رابلى، قوم به يې بيا هغسي معامله ورسره وکړه په دغه ډول نوح علیه السلام خپل ټول ژوند د دغسي  تکليفونو سره د دوي سره تېروی او دوي يې د الله جل جلاله لوري ته رابلل، ددې ټولو تکليفونو سره نوح علیه السلام د الله جل جلاله څخه نه غوښتل چي زما قوم هلاک کړې. ددې برعکس به يې هيله  درلوده چي ګوندي د دوي په اولادونو کي داسي څوک پيدا سي چي زما دعوت قبول کړي او حق دين ته راسي. ددې اوږدې زمانې په تېرېدو سره بياهم د لږو کسانو پرته چي ايمانونه يې راوړي وه بل چا ايمان نه دى راوړى .کله چي دده د قوم دغه نسل له منځه ولاړى پر  ځاى يې بل نسل راغلى چي ترهغو په ګمراهي کي بدتر وو او خپلو زامنو ته به يې توصيه کول چي د نوح علیه السلام پيروي مه کوئ، کله چي به يې زامن ځوانان سوه دوپ به خپلو زامنو ته ويل: د دغه سړي (نوح علیه السلام) څخه وبېرېږئ چي د دين څخه مو وانه ړوي. نوح علیه السلام چي داحال وليدی په دغه وخت کي دخپل قوم څخه ناهيلى سو چي نور نو دوي ايمان نه راوړي او الله جل جلاله ته يې دعا وکړه:
وَقَالَ نُوحٌ رَبِّ لَا تَذَرْ عَلَى الْأَرْضِ مِنَ الْكَافِرِينَ دَيَّارًا (۲۶) إِنَّكَ إِنْ تَذَرْهُمْ يُضِلُّوا عِبَادَكَ وَلَا يَلِدُوا إِلَّا فَاجِرًا كَفَّارًا (۲۷. سورت نوح، ایت۲۶-۲۷پوري.
ژباړه: نوح علیه السلام وويل: اې زما ربه! پر مځکه باندي د کافرانو څخه يو سراى مه پرېږدې، بېشکه که ته دوي پرېږدې ستا بندګان ګمراه کوي او دوي يوازي فاجران اوفاسقان زېږوي.
دابن مسعود رضی الله تعالی عنه  څخه روايت دی، دى فرمايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم يو د هغه پيغمبرانو څخه دی چي د خپل قوم تر سختو وهلو او کوټولو لاندي راغلى دی تر داسي بريده چي بدن مبارک يې ټول په وينو ولړل سو په داسي حال کي چي ويني يې د مخ څخه پاکولې او ويل به يې: اې خدايه! زماقوم ته عفوه وکړې، دوي نه پوهيږي.
صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: