د عيسى علیه السلام معجزې

د عيسى علیه السلام  معجزې زياتي وې ، ځيني يې په قرآنکريم کي ذکر سوي دي . دعيسى علیه السلام  معجزې هم دنورو انبياؤ په څېر دده پر خدايۍ باندي دلالت نه کاوه بلکي يوازي ددې لپاره وي چي دده دنبوت صدق او ثبوت په وسي .
دعيسى علیه السلام  معجزې دلاندنيو شيانو څخه عبارت دي:
1. دناروغانو شفا .
2. دړندو بينا کول.
3. دمړو ژوندي کول.
4. دناليدلو شيانو خبر ورکول.
5. په زانګو کي خبري  کول او داسي نور.
الله جل جلاله  په دغه اړه فرمايي :
 إِذْ قَالَ اللَّهُ يَا عِيسَى بْنَ مَرْيَمَ اذْكُرْ نِعْمَتِي عَلَيْكَ وَعَلَى وَالِدَتِكَ إِذْ أَيَّدْتُكَ بِرُوحِ الْقُدُسِ تُكَلِّمُ النَّاسَ فِي الْمَهْدِ وَكَهْلًا وَإِذْ عَلَّمْتُكَ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَالتَّوْرَاةَ وَالْإِنْجِيلَ وَإِذْ تَخْلُقُ مِنَ الطِّينِ كَهَيْئَةِ الطَّيْرِ بِإِذْنِي فَتَنْفُخُ فِيهَا فَتَكُونُ طَيْرًا بِإِذْنِي وَتُبْرِئُ الْأَكْمَهَ وَالْأَبْرَصَ بِإِذْنِي وَإِذْ تُخْرِجُ الْمَوْتَى بِإِذْنِي …( سورة مائدة الاية ١١٠)
ژباړه : ياد کړه هغه وخت چي الله جل جلاله  عيسى علیه السلام  ته وويل : ياد کړه هغه نعمت چي ما پرتاباندي کړى دئ او ستا پر مور مي کړى دئ کله چي مو ستا تائيد په پروح القدس سره وکړى تا خبري په ځانګو او زوړوالي کي کولې ، کله چي مي تاته کتاب او پوهه وښودل ، تورات او انجيل مي درته وښودل . ياد کړه هغه وخت چي تا به دخاورو څخه مرغان جوړول بيا به دي پکښي پوهکل هغه به زما په امر ژوندى مرغه سو. تا به زما په اراده سره دفس مرض جوړاوه ، مورزاده ړانډه به دي بينا کول . او ياد کړه هغه وخت چي تا به زما په امر او اراده سره مړي ژوندي کول.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب