د یوسف (ع) کیسه

یعقوب(ع)   یو متقي او پرهیزګار سړی وه. یعقوب(ع) کورنۍ سره دکنعان په ځمکه کي چي شام یا فلسطین هم ورته ویل کیږي په ​​خیمو کې ژوند کاوه.

یعقوب(ع)ته پاک الله دولس-12- زامن ورکړی وه،.اودوه زامن یي : یوسف (ع) ، او بینیامین ،  له بلي ښځي څخه وه . په دې کې شک نشته چي یوسف(ع) په خپل پلار باندي تر نورو وروڼو ډیر ګران ونازولي وه، چي دا شي به دنورو وروڼو دخوابدي سبب ګرځیده، او یوسف (ع) ته به یي ورځ په ورځ په زړونوکي کینه وبد ایسیدل را ډیریدل .

برسیره پردي، یوسف(ع) لاځواني ته نه وه رسیدلي ،خوب یي ولید چي یولس- 11- ستوري او لمرو سپوږمي هغه ته ټنډی په ځمکه لګو ي ، او سجدي روته کوي.

یوسف(ع) خپل پلار ته بیان کړ،او ورته ویي ویل چي اِي زما پلاره ، ما خوب ولید چي یولس ستوري او لمر وسپوږمي ټول ماته سجدې کونکي وي.

پلار یي ورته وویل چي اِي بچیه داخوب دخپلو وروڼوته مه وایه،او له ځان سره یي پټ وساته،او که نه هغوي به بیا تالره دامونه ږدي ،او چل به درته جوړوي، او تابه پکښي رابند وي، داځکه چي هغوی به تا ترخپلو ځانو څخه لوړاوپورته وګڼي .

د یوسف (ع) وروڼودافیصله وکړله چي یوسف (ع) مړکړي. دیعقوب (ع) زامن له کوره ووتل او يوسف(ع) یي له ځانو سره ملګري کړو. دوی د یوسف(ع) په څاه کي یي ورکوز کړي.

یوسف (ع) په څاه کی ناست ده او په دې باندي ایمان لري چي دالله(ج) رحمت راتلونکي دی، او دسوداګرو کاروان په لاري راروان دي، او هغه څاه ته نږدې یي کډې واړولي کوم چي یوسف(ع) پکښې لاندې لویدلي دي،او دخلاصون په انتظار دي، سوداګروله خپل منځ څخه یو وګړي چي دابو- میو- اود ابوپه ځايو پیږندلو کي یي پوره تجربه درلودله، څاه ته يي ورولیږه چي اوبه تريني راوباسي، کله چي څاه ته ورورسیده ، او سولاغه یي پکښي ورکوزه کړله، یوسف(ع) دخدای شکر پر ځاي کړ او ژر تر ژره په سو لاغه کي کښینات او ځان یي دهغي په پړي باندی ټینګ وتاړه، او شکشکونکو ته یي وویل چي ورو ورو زه بني بشر یم نسیب دلته غورځولي یم،وایي چي سولاغه راکشکونکي کله چي یوسف(ع) دڅاه خولي ته را نږدې کړ او دهغه ښکلا یي ولیدله ږښت ډیر خوشحال شو،او دښکلي هاک د میندلو زیري یي وکړ،او په لوړ اواز سره یي چیغې کړي( یا بشری هذا غلام).

کله چي کاروانچیان مصر ته ورسیدل ، نو یوسف(ع) یي په ډیرو لږو پیسو باندې خرڅ کړ.

یو سړي چي عزیز- دمصریي شهرت درلود چي نن ورته – دوزیرانورئیس – وایي دخزانو اود شتنمي او هیواد ټوله واکداري په لاس کی درلودله ،یو سف(ع) یي په لږو پیسو باندي خپلې ښځې – راعیل بنت رعائیل- ته چي بیا ورسته په – زلیخا- باندې مشهوره شوه راونیوه او ورډالۍ یی کړ.

داځکه چي- عزیز- ته یوسف(ع) ډیرښکلي او ادبناکه هلک ښکاره شو،او خپلې ښځي ته یي وویل چی له هغه سره ښه رویه او پاملرنه پري وکړي، بل داچي دوی اولاد نه درلود هیله مند وه چي یوسف(ع) به دخپلوځانولپاره خپل زوی وګرځوي، او یا به داوي چي یوسف(ع) به له هغوی سره په ږوند کي دهغوی مرستیال وي.

يوسف په مصر کې لوړ مقام ترلاسه کړ. هغه د خوړو او تجهیزاتو وزیر شو. په دې طریقه هغه ډیر خلک وژغورل. کله چې په مصر کې وچکالی او قطحې راغي،یوسف (ع) بیا خپلې کورنۍ سره ولیدل او  نه یوازی خپل ورونو سره  بلکه ټول خلک مرسته وکړ.

یوسف (ع)  د لوی خدای شکر پر ځای کړ، او خدای ته دعا وکړه  چا چې ورسره مرسته وکړه .

لیکنه په ورډ فایل کې د تصویرونو سره د لاندې تړوني څخه ښکته کړئ.
ښکته کول

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب