د حياء او پاک لمنۍ ارزښت

الله تعالی انسان اشرف المخلوقات پیداکړی او له فطري ښېګڼو څخه يې ښه برخمن کړی دی، له دې ښېګڼو څخه یوه ښېګڼه شرم و حیاء دی، د شریعت له نظره شرم وحیاء هغه صفت ته ویل کیږي چي د هغه له امله انسان له بدو او ناخوښه کارونو څخه ځان ساتي . د اسلام دین د حیاء ارزښت (اهمیت) ښه په ډاګه کړی دی ترڅو مؤمن حیاناک شي او په ټولنه کي د امن او ارامتیا لامل وګرځي . نبي اکرم (صلی الله علیه وسلم) یو ځلې یو انصاري (صحابي رضی الله عنه) ولیدی چي خپل ورور يې پوهاوی چي ډېر شرم مه کوه، هغه (صلی الله علیه وسلم) واورېدل نو ارشاد يې وفرمايه «فإن الحیاء من الإیمان» (متفق علیه،مشکاة ،باب الرفق).

“حیاء د ایمان برخه ده”.

په یوه بل حدیث کي نبي اکرم( صلی الله علیه وسلم) ارشاد وفرمایه : ((الحیاء لایأتي إلابخیر))”حیاء د خیر لامل ګرځي” . (متفق علیه)

ګواکي انسان چي څومره حیاناکه کيږي هومره د خیر څېښتن ګرځي . حیاء له هغه صفاتو ده چي له امله يې انسان په په آخرت کي د جنت حقدار ګرځي، د نبي اکرم (صلی الله علیه وسلم) ارشاددی :  ((الحیاء من الإیمان والإیمان فی الجنة والبذاء من الجفاء والجفاء فی النار))(رواه احمدوالترمذي . مشکاة)

“حیاء د ایمان برخه ده او ایمان جنت ته د تلو سبب دی، بې حیايي جفاء ده او جفاء جهنم ته د تلو سبب دی” .

د حیاء په وجه د انسان په خبرو او کارونو کې ښکلا پیدا کيږي، ځکه نو حیاناکه انسان د مخلوق په نظرونو کي هم زړۀ راښکونکی ګرځي، او د نړۍ د څېښتن په وړاندي هم خوښ ګرځي. له قرآن څخه هم ددې ثبوت ترلاسه کيږي، د حضرت شعیب علیه السلام نیک بخته لور چي کله د حضرت موسی علیه السلام د رابللو لپاره راغله نو د هغې په چال چلند کي ډېر ادب او منځلاريتوب وو، الله تعالی رب العزت ته دا شرمناکتوب دومره خوښ شو چي په قرآن کي يې د هغه یادونه وکړه، د باري تعالی ارشاد دی :

(وجَاءتْهُ إِحْدَاهُمَا تَمْشِي عَلَى اسْتِحْيَاء)) (القصص : ۲۵)

“او راغله له هغو څخه یوه انجلۍ شرمېدونکې”

د فکر کولو خبره ده چي  د حیاناک انسان تله او خبرې الله تعالی ته دومره خوښ دي، د هغه چال چلندبه څومره ورته خوښ او محبوب وي؛ ځکه څوک چي د حیاء غوندي نعمت څخه محروم شي، هغه په حقیقت کي له نیک بختۍ څخه بې برخې شي، له داسي انسان څخه د خیر تمه لرل بې ګټې دی، د نبي علیه السلام ارشاد دی :

(إذالم تستحي فاصنع ماشئت)    (رواه البخاري . مشکاة)

“چې شرم لاړ شي نو بیا چې دې څه خوښه وي کوه يې”

له دې څخه څرګنده شوه  چي بې حیاء انسان د هیڅ اخلاقي ‌تګلارې پابنده نه وي، د هغه ژوند د بې مهاره اوښ په څېر وي، یوازي حیاء هغه صفت دی چي له امله يې انسان د پاکۍ او پاکلمنۍ ژوند تېروي، بلکه داسي ویل پکار دي چي حیاء او پاکلمني سره تړلي (لازم او ملزوم) دي، دواړه په منځ کي سره ګنډ او لمن دي، په لاندي کي  ددې حقیقت څرګندونه  ترسره کیږي .

لیکوال: م ابو الطیب

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب