اسلام اړوند پوښتنېانبیاء ع

آيا آدم عليه السلام د انبياؤ/رسولانو له ډلې څخه وو؟

د آدم عليه السلام  نبوت يو يقيني خبره ده  ټول جمهور علماء په يوه خوله د ده پرنبوت باندې په اتفاق دي، البته په دې خبره کې اختلاف سته چې دى رسول وو او که نبي وو ؟ ايا دى يو چاته لېږل سوى وو که يا؟
د آدم عليه السلام  د نبوت پر ثبوت باندې په قرآن او حديث کې خورا زيات دلائل سته البته په قرآنکريم کې د ادم عليه السلام  په نبوت سره تصريح نه ده سوې يعني په قرآنکريم آدم عليه السلام  ته دنورو انبياؤ عليهم السلام  په څېر د نبوت لفظ نه دئ استعمال سوى  لکه ابراهيم عليه السلام  ، اسماعيل عليه السلام  ،موسى عليه السلام  ، عيسى عليه السلام  او نورو انبياؤ عليهم السلام  ته چي استعمال سوى دئ مګر په قرآنکريم کي راغلي دي چي الله جل جلاله  دادم عليه السلام  سره دکومي واسطې پرته خبري کړي دي او الله جل جلاله  ددغه خبرو په بغل کي ده ته شريعت هم ورکړى دئ.
الله جل جلاله  په دغه شريعت کي آدم عليه السلام  په ځينو شيانو باندي امر کړى دئ او دځينو شيانو څخه يې منعه کړى دئ ، پرته له دې چي الله جل جلاله  ده ته کوم رسول لېږلى وي ځيني شيان يې ورته حلال کړي وه او ځيني شيان يې ورته حرام کړي وه دغه کار خپله دنبوت معنا لري لکه مخکي چي مو بحث پر وکړى.
پاته دي نه وي چي دده په رسالت کي اختلاف سته يوه ډله علماء په دې آند دي چي آدم عليه السلام  ته دنبوت ترڅنګ رسالت هم ورکړل سوى وو ، الله جل جلاله   دى خپلو اولادو ته رسول لېږلى وو . بله ډله بيا په دې آند ده چي آدم عليه السلام  نبي وو مګر رسول نه وو دغه ډله دشفاعت په حديث سره استدلال کوي. په دغه حديث کي راغلي دي : کله چي دقيامت په ورځ خلګ دآدم عليه السلام  څخه نااميده سي نو نوح عليه السلام  ته به راسي او نوح عليه السلام  ته به ووايي : ته په مځکه کي دالله جل جلاله  لومړى رسول يې. نو که چيري آدم عليه السلام  رسول واى نو ددوى دغه خبره به صحيح نه واى چي ته لومړى رسول يې .
هغه ډله چي آدم عليه السلام  رسول بولي هغه ددغه حديث تاويل کوي ، يعني داچي خلګ به ده ته ووايي چي تر طوفان وروسته ته لومړى رسول يې.
داچي حقيقت خبره به کومه وي الله جل جلاله  ښه پوهيږي خو راجحه خبره داده چي آدم عليه السلام  رسول وو.

د آدم عليه السلام پر نبوت باندي دلائل

لومړى : الله جل جلاله  فرمايي :
إِنَّ اللَّهَ اصْطَفَى آدَمَ وَنُوحًا وَآلَ إِبْرَاهِيمَ وَآلَ عِمْرَانَ عَلَى الْعَالَمِينَ .( سورة آل عمران الاية ٣٣)
ژباړه : الله جل جلاله  آدم عليه السلام  ، نوح عليه السلام  ، دابراهيم عليه السلام  او عمران عليه السلام  اولادونه پر نورو عالميانو باندي مختاره کړي دي.
الله جل جلاله  په دغه ايت کي آدم عليه السلام  ته داصطفا لفظ استعمال کړى دئ مقصد ځني په نبوت اورسالت سره مختار کول دي.
دوهم:  الله جل جلاله  فرمايي :
قُلْنَا اهْبِطُوا مِنْهَا جَمِيعًا فَإِمَّا يَأْتِيَنَّكُمْ مِنِّي هُدًى فَمَنْ تَبِعَ هُدَايَ فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ.( سورة بقرة الاية ٣٨)
ژباړه : موږ ورته وويل : ددې جنت څخه ټول کښته سئ نو که   تاسو ته زما دلوري څخه هدايت راسي ، نو هر چاچي زمادهدايت پيروي وکړه ، بېره به باندي نه وي او نه به هم دوى غمجن وي.
الله جل جلاله  په دغه ايت کي دآدم عليه السلام  سره دهدايت وعده کړې ده او دا ورسالت او نبوت ته اشاره ده.
دريم : الله جل جلاله  فرمايي :
ثُمَّ اجْتَبَاهُ رَبُّهُ فَتَابَ عَلَيْهِ وَهَدَى. (سورة طه الاية ١٢١، ١٢٢)
ژباړه : بيا الله جل جلاله  غوره کړئ  بيا يې دده توبه قبوله  کړه او  هدايت يې ورته وکړئ.
په دغه ايت کي څرګنده سوې ده چي الله جل جلاله  آدم عليه السلام  مختار کړى دئ ددغه مختاره کېدو اوداچي دى درحمت مورد ګرځېدلى دئ دې لوري ته اشاره ده چي الله جل جلاله  دنبوت  او رسالت په نعمت سره مختاره کړى دئ.
همدا ډول په ډېرو حديثونو کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  دآدم عليه السلام  په نبوت تصريح کړې ده لکه چي دابو ذرغفاري رضي الله عنه  په روايت کي چي راځي او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي :دقيامت په ورځ به زه دآدم عليه السلام  داولادې سردار يم  مالره دي فخر نه وي ، دقيامت په ورځ باندي دحمد دبيرغ وړونکى زه يم مالره دي فخر نه ، دقيامت په ورځ باندي به هيڅ پيغمبر نه وي ، آدم عليه السلام  وي او که بل پيغمبر وي مګر زما تربيرغ لاندي به وي مالره دي فخر نه وي، زه لومړى هغه څوک يم چي مځکه راباندي خلاصيږي مالره دي فخر نه وي.(رواه ترمذي)
همدا ډول په يو بل روايت کي راځي چي ابوذرغفاري رضي الله عنه  درسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه پوښتنه وکړه چي لومړى نبي څوک وو؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  په جواب کي وفرمايل : آدم عليه السلام  وو ، بياابوذرغفاري رضي الله عنه  پوښتنه کړه چي آدم عليه السلام  نبي وو ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  په جواب کي وفرمايل : بلي ، هو نبي وو ، بيا ده پوښتنه وکړه چي درسولانو شمېر څو وو ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  په جواب کي وفرمايل : دسلو څخه زيات دي.(رواه احمد)
ددغه خبرو څخه معلوميږي چي دټولو علماؤ پردې خبره اتفاق دئ چي آدم عليه السلام  دالله جل جلاله  نبي وو او دده په نبوت کي هيچا هم اختلاف نه دئ کړى .
والله اعلم بالصواب وعنده ام الکتاب
صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: