د کچالو د پوستکي له ګټو خبر یئ؟

کچالو لږه کالري خو په زیاته کچه ویټامین سي، وېټامین بي او اوسپنه لري.

دغه ګټې یوازې په سپین کړي کچالو کې نه، بلکي په پوستکي کې یې هم شته. کچالو پر دې سربېره په زیاته اندازه فیبر او نور مغذي او حیاتي مواد هم لري.

د یوه کچالو پوستکی د ورځې اته په سلو کې د بدن د اړتیا وړ فیبر پوره کولای شي. د کچالو په پوستکي کې شته فیبر له غنمو، د غنمو له ډوډۍ او نورو هغو محصولاتو سره برابر دي چې له غنمو جوړېږي.

که د بدن د اړتیا وړ فیبر پر وخت پوره شي، نو د زړه او شکرې د ناروغۍ مخه به مو نیولې وي.

دغه راز فیبر کولی شي چې په وینه کې کلسترول او قند کنټرول کړي، د فیبر بله ښېګڼه دا ده چې انسان ژر د مړښت احساس کوي او نه پرېږدي چې اضافي وزن واخلي.

فیبر مرسته کوي چې په کولمو کې شته اضافي موادو ته په اسانۍ سره حرکت ورکړي او د قبضیت مخه نیسي. که د ورځې یو کچالی له پوستکي سره وخوړل شي، کولی شئ چې د بدن ۴۵ سلنه وېټامین سي پوره کړئ، خو یوازې پوست یې بیا ۹ سلنه دغه اړتیا پوره کولی شي.

د ويټامین سي دنده په بدن کې د ارامۍ احساس او د ټپونو رغول دي. په وېټامین سي کې په زیاته اندازه شته انتي اکسیدان د سرطاني ناروغیو ضد عمل کوي.

دغه راز ويټامین سي د بدن دفاعي سيستم پیاوړی کوي او له ډول ډول نورو ناروغیو سره هم مقابله کوي. د کچالو پوست په زیاته اندازه ويټامین بي او اوسپنه هم لري، خو تر ټولو مهمه دا ده چې د کچالو په پوستکي کې شته اوسپنه خپله د کچالو په پرتله پنځه برابره زیاته ده.

د تغذیې د برخې امریکایي څېړونکي په دې اند دي، هغه کسان چې په خپل ورځني غذایي رژيم کې له کچالوو هم ګټه اخلي تر ټولو ښه او مغذي رژیم لري. دوی د خپلې څېړنې په پایله کې چې په واشنګټن کې يې د تجربوي بیولوژي په کانفرانس کې وړاندې کړې ده، ویلي چې کچالو په غوړو کې له سره کولو پرته نور که په هر ډول وخوړل شي، خپل شته مواد او ويټامینونه له لاسه نه ورکوي.

ژباړه: حمیدالله حمیدي

 

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب