د حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه مېړانه

یوه ورځ حضرت علي رضی الله عنه په خپله وینا کې وویل: اې خلکو! ماته تر ټولو میړنی سړی را وښنیئ!!

خلکو ورته وویل: اې امیر المؤمنین! ته یې! حضرت علي رضی الله عنه وویل: زه چې د کوم دښمن مقابلې ته وتلی یم خپل حق مې پوره ترې اخیستی دی؛ خو ماته تر ټولو زیات غیرتي سړی را وښیئ! خلکو ورته وویل: موږ خو بل څوک نه پیژنو ته یې وښایه، حضرت علي رضی الله عنه وویل: ابوبکر صدیق دی، بیا یې وویل: د بدر په ورځ چې موږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته څپر جوړ کړ؛ نو اعلان مو وکړ چې د رسول الله علیه وسلم ساتنه به څوک کوي؟ په الله قسم! د دښمن له ویرې هغه وخت هېچا له پیغمبر صلی الله علیه وسلم سره د پاتې کېدو زړه ونکړای شو یواځې ابوبکر صدیق رضی الله عنه و چې توره یې را وو‎ېسته د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سر ته ودرېد او هر چا به چې د وړاندې راتلو هڅه کوله ده به ورمنډه کړه، بیا یې وویل: همدا ابوبکر رضی الله عنه تر هر جا زیات مېړنی دی…[ اخرجه البزار کذا في المجمع ۹/۴۶]

مأخذ: د ایماني ژوند ځلانده بېلګې.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب