د ثمود قوم عبادت

د ثموديانو قوم په بت پرستۍ اخته ووپه حقيقي الله جل جلاله  سره يې کفر کاوه له همدې امله الله جل جلاله  دوى ته صالح علیه السلام  په پيغمبرۍ سره ولېږي . صالح علیه السلام  دوى ته دهغه نعمتونو يادونه وکړه چي الله جل جلاله  دوى ته ورکړي وه ، دوى يې دکاميابۍ ، نېکمرغۍ او سعادت لوري ته وبلل ،دوى ته يې وويل : تاسو په مځکه کي دعاديانو ځاى ناستي ياست . صالح علیه السلام  دوى ته دتقوي امر وکړى او دبت پرستۍ څخه يې منعه کړه دوى بيا هم په ګمراهۍ کي اخته پاته سوه او خپل کفر ته يې دوام ورکړ، ثموديانو زيات مالونه ، باغونه او چينې په خپل واک کي درلودې . الله جل جلاله  ددوى دنعمتونو په اړه چي ورکړي يې وه فرمايي:
أَتُتْرَكُونَ فِيمَا هَا هُنَا آمِنِينَ (146) فِي جَنَّاتٍ وَعُيُونٍ (147) وَزُرُوعٍ وَنَخْلٍ طَلْعُهَا هَضِيمٌ (148) وَتَنْحِتُونَ مِنَ الْجِبَالِ بُيُوتًا فَارِهِينَ (149) (سورة شعراء الايات ١٤٦ الي ١٤٩)
ژباړه : ايا تاسو به په امن په دې ځاى کي پاته سى په باغو او چينو کي ، په کښتو او خرماوو کي چي شکوفې نازکي دي او تاسو په غرونو کي کورنو جوړوى ښکاره .
د صالح علیه السلام  ددعوت په نتيجه کي ډېرو کمو کسانو ايمان راوړى نور ټول پر کفر پاته سوه ، دده رسالت يې نه ومانه ، خپل کفر او ګمراهۍ ته يې دوام ورکړ. بيا يې دصالح علیه السلام  څخه وغوښتل چي ته يوه معجزه ښکاره کړه چي ستا دپيغمبرۍ ثبوت موږ ته وسي . صالح علیه السلام  ددوى دغوښتني دپوره کولو په موخه دالله جل جلاله  په قدرت سره دوى ته په خپله معجزه سره يوه اوښه پيدا کړه . دغه اوښه يوه لويه معجزه وه چي دصالح علیه السلام  پر رښتينولۍ باندي يې دلالت کاوه ځکه دغه اوښه ديوې لوى او کلکي ډبري څخه راووتل دوى په  خپلو سترګو وليدل چي څنګه هغه ډبره دوه ځايه سوه او اوښه ځني راووتل او هغه اوښه هم دلسو مياشتو حامله وه.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب