یو بل په بد نوم مه یادوئ | حدیث

یو بل په بد لقب او ناخوښه نوم سره یادول ښه کار نه دی په دې سره هغه انسان خپه کیږې ځکه خپل اصلي نوم په هر انسان ګران وي او مینه ورسره لري، دا کارد یوه انسان سپکاوی ده او شرعا ناروا ده قران کریم وایې : وَلاتَلْمِزُوا أَنْفُسَكُمْ وَلا تَنَابَزُوا بِالألْقَابِ (الحجرات)
یعني تاسو په خپلو ځانونو (په یوه بل) عیب مه لګوئ ، او یو بل په بدو لقبونو او بدو نومونو مه ولئ . علماء وایې دا د یوه مسلمان په بل حق ده چې یو بل په خپل غوره نوم وبولې او بد نوم ورته یاد نه کړې .
په روایت کې راغلې چې ابوذر رضی الله عنه بل صحابي ته وویل : ای د تورې زویه ، رسول الله صلي الله علیه وسلم هغه ته وویل: په تا کې لا د جاهلیت خوی شته .
عن أبي ذر رضي الله عنه قال : ساببت رجلاً فعيرته بأمه ، فقال لي النبي صلي الله عليه وسلم ( يا أبا ذر أعيرته بأمه؟ إنك امرؤ فيك جاهلية. أخرجه البخاري.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب