په اسلام کې دښځې مقام، حقوق او وجايب

اسلام په خپلو لار ښوونو کي دغه موضوع په ډير صراحت او تفصيل سره بيان  کړى ده تر څو په ټولنيز ژوند کي  هغه خلک چي دنفس او خواهشا تو بند ګان اوغلا مان دي دخپلو نفسي خواهشا تو دپوره کولو لپا ره ددغي موضوع غلط تفسير او تعبير ونه کړي او همدا رنګه داسلام مقدس دين ديوي داسي بشري ټولني غوښتو نکي دى چي له هر قسم بداخلا قيو نه پاکه اوستره وي او دا هله کيداي شي چي ښځه په ټولنه کي خپل مقام او مرتبه او خپل حقوق واجبات او په ټو لنه کي دخپل کار کو لو ساحه و پيژني تر څو دنفسي خواهشاتو دغلا مانو په دام کي ګيره نه شي ،چي کله په يو نامه او کله په بل نامه يي  پري په ټولنه کي دبداخلاقيو ميدان  ګرم ساتلي وي نو له همدي وجي نه دقران کريم ډير ايا تونه اود حديثو غټه پانګه په ټولنه کي دښځي مقام او مرتبه او دهغي حقوق  او واجبات او دهغي دکارکولو په اړوند مسائلو پوري ارتبا ط لري نو له دي نه معلو ميږي چي اسلام دغه موضوع ته داهميت په سترګه ګوري ځکه دغه موضو عات ديوي ټولني په اصلاح او فسادکي مهم رول لري.

ښځه او ازادي:

داسلام دښمنان په اسلا م دا تور لګوي چي اسلام  ښځه په څلور کنجه ديوال کي بندول غواړي حقيقت دادي چي اسلام هيڅ کله دانه دي ويلي چي ښځه دي څلور کنجه ديوال کي بنديوانه شي  بل کي اسلا م په ټو لنيز ژوند کي ښځو ته دومره  ازدي ورکړيده څومره ازادي چي دټو لنيز ژوند لپاره ګټوره ثابتيداي شي او دا هله کيداي شي چي ښځه په ټولنيز ژزند کي په پرده کي وه اوسي.
که څوک دا وائى چي دښځي پرده ديوي ټولني دترقي او پر مختګ لپاره  ګټورثابتيداي  نه شي ددي خلکو په جواب کي مونږ دومره ويل غواړو چي ايا دټو لني دتر قي او پر مختګ په کا رونو کي دنوي نسل تربيه کول هم شامل دي اوکنه؟

او که چيرته ښځه په کورونو کى خپلو او لادونو ته د انسانيت رسول ورزده کړى او نيک ئى وپالى نو د ټولنى په ترقى او پرمختګ کى مهم رول لرلي شى او که نه ؟
نو که چيرته ښځه د خپل ژوند ډير وخت د کور څخه په بهر کارونو تيره کړى او ښځه د کور څخه په بهر کارونو مصروفه وساتل شى نو دا کار د نوى نسل په تربيه او پالنه منفى اثر کوى او د يوى ټولنى د ترقى او پرمختګ په لا ر کى خنډ واقع کيداى شى.

نو له همدى وجى نه اسلام وائى چى ښځى دى د معقول او شرعى عذرنه پرته د کور څخه بهر ته نه رواځى الله تعالى فرمائى –وقرن فى بيو تکن ولاتبرجن تبرج الجا هليه الاولى-
په کور کى کينۍ او د جاهلي ټولنو د ښځو غوندې له کوره مه رابهر کيږۍ.
همدا وجه ده چى اسلام په ټولنيز ژوند کى د هغه کارونو زيات مسؤليتونه د نارينه په غاړه اچولى کوم کارونه چى د کورنه بهر سر ته رسيږى اودهغه کارونو زيات مسؤليتونه ئي د ښځى په غاړه اچولى کوم کارونه چى د کور دننه سرته رسيږى ،اواسلام د دغه مسئوليتو په تقسيم کى د ښځى او نارينه پيدائشى استعدادونه او صلاحيتونه په نظرکى نيولى دى او بيا ئى هر يوته د هغه د استعداد مطابق مسئوليت په ټولنيز ژوند کى ورسپارلىدى .

[irp][irp][irp]

په اسلام کې د ښځى مقام:

د پورته موضوع د ښه وضاحت لپاره په دى خبره پوهيدل په کاردى چى په مخکنى او سنى غربى جاهليت کى د ښځى مقام او مرتبه څه وه او ده؟ داسلام څخه مخکى په عربى رومى او يونانى جاهلى ټولنو کى ښځى ته په سپکه سترگه کتلى شو په هغه ټولنه کى دښځى پيدائش د شرم او پيغور خبره وه نو له همدى وجى نه به ئى ژوندۍ خښولى قرآن کريم په هغه ټوليو کى د ښځى هغه بد حالت داسى بيانوى
واذ بشر احدهم بالا نثى ظل وجهه مسودا وهو کظيم يتوارى من القوم من سوء مابشر به ايمسکه على هون ام يدسه فى التراب الاساء ما يحکمون
کله به چې ورباندې دلور دزيږدو زيرى وشو مخ به ئى له غوسې نه تک تور شو  دخپل قوم نه به پټيده د دغه بدزيري له وجې نه او فکر به يې کوه چى دغه بشر سره له سپکاوي وساتي او که ژوندۍ يې په خاورو کى خښ کړي د ا خو ډيره ناکاره فيصله ده. په هغه ټولنو کې ښځه دميراث څخه بې برخې وه ميراث صرف دنارينه حق گڼل کيده،
په اروپائى ټولنو کى هم ښځو ته په سپکه سترګه کتل کيدل د اروپا د کليساپاپانو به ويل (( ښځه يو ذليله او نجس حيوان دى )) په ١٨٠٥ ميلادى کال کى اروپايانو په خپل قانون کى ليکلى وو (( نارينه کولي شى چى خپله ښځه خرڅه کړى))
په اوسنى غربى نړى کى هم ښځى ته ترهغه وخته پورى په درنه سترګه کتل کيږى تر کومه وخته پورى چى ځوانه او پيغله وى او کله ئى چى د ځواني په حسن خزان راشى بيا ورته په سپک سترګه کتل کيږى او په ټولنه کى  هيڅ حيثيت نه لرى په اوسنى غرب کى زړه ښځى دحکومت لخوا په ډير لږ معاش باندى وخت تيروى زړى ښځى په  يو اطاق کى د مړو په څير پرتى وى .
ديهودو په نزد ښځه يو لعنتي هستي ده هغوى په خپل منحرف تورات کى ليکلى دى-
(( المراءة امر من الموت)) ښځه د مرگ نه هم تريخ حقيقت دى
خو په اسلام کى ښځى ته همغه مقام حاصل دى کوم چى سړى ته حاصل دى په دى خبره به مونږ په صحيحه توگه هله پوهه شو کله چى مونږ په اسلام کى د ښځو حقوق او واجبات او دهغى دکار کولو ساحه وپيژنو.

په اسلام کې د ښځو حقوق:

په اسلام کى ښځى دسړو سره برابر حقوق لرى ځکه دواړه انسانان دى نو په انسانى حقوقو کى دواړه سره برابر دى په دى هکله الله تعلى فرمائى
((يايهاالناس اتقواربکم الذىخلقکم من نفس واحدة ))
انسانانو د خپل رب څخه وه ويريږى چى تاسوئى ديو نفس نه پيداکړى ياستى
په پورته آيت کى الله تعالى د دى خبرى اعلان کړيدى چى په ټولنيز ژوند کى ښځه سپکه او بى مقصده هستى نه ده ځکه د کوم نفس نه چى نارينه پيدا شويدى له همغه نفس نه ښځه پيداشويده لکه څه رنگه چى نارينه د ټولنى يو مهم رکن دى همدارنگه ښځه  هم ده،دانسانى ټولنى او معاشرى وجود بقاء اوتسلسل په دواړو پورى تړل شويدى يو پر بل بهترى نه لرى چى ديو وجود مهم اوبل غير مهم شى خو د دواړو استعدادونه صلاحيتونه او پيدائشي ځانگړتياوى سره فرق کوى خو دد ى فرق سره هم يو پر بل بهترى نه لرى بلکى هر يو بايد د خپلو ځانگړتياو او صلاحيتونو قدر دانى وکړى او کوم ذات چى دغه صلاحيتونه او ځانگړتياوى ورکړيدى د هغه ذات شکر اداکړى
او اطاعت وکړى او هريو د خپلو ځانگړتياو او صلاحيتونو په برخه کى دټولنى او معاشرى لپاره کار وکړى
هر کله چى ښځه اونارينه ځانته پيدا يشى ځانگړتياوى اوصلاحيتونه لرى نو د ټولنيز ژوند په کومه برخه کى چى دواړه ځانگړتياوى او استعدادونه فرق کوى په همغه برخه کى  ئى حقوق او واجبات هم فرق کوى او په کومه برخه کى ئى چى ځانګړتياوى او استعدادونه فرق نه نه کوى نو حقوق او واجبات ئى هم برابر دى دپورته قاعدى په نظر کى نيولو سره ښځه د نارينه سره په لاندى حقوقو کى برابر او مساوى ده:

[irp][irp][irp]

ښځه دنارينه په شان دژوند حق لري که چا قصداً مړه کړه قاتل به يې قصاص کيږ ي.
په ټولنه کې دکرامت شرافت او عزت حق لري دنارينه په شان په دې هکله الله  ج فرمايي ولقد کرمنا بنى ادم  مونږ دادم بچيانو ته عزت ورکړيدى.
په روا طريقې سره دمال ګټلو او دهغې دمالک کيدو حق لري دنارينه په شان، له همدې وجې نه ورته اسلام په ميراث کې برخه ټاکلې ده .
په خپل مال کې دتصرف او خرچ کولو جق لري کولى شي چې په روا کارونو کې خپل مال مصرف کړي.
دتعليم حق لري خو هغه تعليم چې ددې له فطرت او خلقت سره مناسب وي او اسلامي اداب او اخلاق ورکې دپښو لاندې نه شي او دټولنې دترقۍ اوخوشحالۍ باعث وګرځي نه داخلاقي فساد . همدارنګه دښځې عفت او ابرو ورکې خوندي وي، دزده کړې او تعليم سيستم يې شرعي وي، مخلوط نظام تعليم نه وي ، داسى تعليم نه وى چى ښځه خپله اصلي او مهمه دنده دهغى سره سرته نه شى رسولى.
دمسلمانانو په ټولنيزو پيښو کى دخپل نظر داظهار حق لرى د ليکلو له لارى د مقالو دلارى د کنفراسونو او غونډو د لارى .

په اسلام کى دښځى مسئوليتونه

کوم دينى او شرعى مکلفيتونه او مسئوليتونه چى دنارينه نه مطلوب دى همغه د ښځى نه هم مطلوب دى که دغه مکلفيت د عباداتو په برخه کى وى اوکه د اعتقادو برخه کى وى اوکه د معاملاتو په برخه او که د اخلاقو په برخه کى وى مگر هغه مسئوليتونه چى ښځه د هغى د سرته رسونى توان نه لرى بيا د ښځى نه شرعاً مطلوب نه دى لکه حيض په وخت کى  د روژى او لمونځ په کولو شرعاً مکلفه نه ده او يا د الله په لار کى جهاد کول
او ښځه دنارينه سره د دينى او شرعى مکليفيتونو په سر ته رسولو کى برابره ده د کوم دينى او شرعى مکلفيت خطاب چى په قرآن او نبوى احاديثو کى نارينه ته متوجى دى همغه خطاب ښځى ته هم متوجى دى ،ښځه دکور د تنظيم او د خپل ميړه د کور اومال د ساتنى مسئوليت په غاړه لرى په دى هکله رسول کريم فرمايي:( کلکم راع وکلکم مسئوول عن رعيته والمراة راعية فى بيت زوجهاو مسئولة عن رعيتها)
هر يو له تاسى نه ساتونکى دى او مسئول دى خپل ماتحتو خلکو، ښځه ساتونکى ده د خپل خاوند دکور او مسئوله ده د خپل اولاد.
ښځه د خپل اولاد د تربيت اوپالنى مسئوليت په غاړه لرى له همدى وجى نه په اسلام کى د ښځى او اولاد د نفقى مسئوليت د نارينه په غاړه اچول شويدى تر څو ښځه خپلى دغه مهمى دندى ته وزګاره وى له همدى وجى نه اسلام هغه مکليفيتونه او مسئوليتونه چى د ښځى د دى مهمى دندى په لارکى خنډ واقع کيږى نه دي لازم کړى،لکه جهاد کول د جنازى لمونځ کول او داسى نور. د ښځى بل مسئوليت دا دى چى په روا او جا يزو کارونو کى به د خپل ميړه خبره منى په دى هکله اسلام ډير تاکيد کوى رسول کريم صلى الله فرمائى(لوکنت آمر احد ان يسجدلاحد لامرت المراة ان تسجدالزوجها )
که له الله نه په غير بل چاته سجده کول روا وى نو ما به ښځى ته امر کړى وى چى خپل ميړه ته سجده وکړي.

او اسلام ځکه په دى خبره زيات تاکيد کوى چى ښځه بايد په ټولينز ژوند کى دخپل خاوند خبره ومنى ځکه ميړه د کور سرپرست دى نو بايد خبره يې ومنل شي او که په کورنى ژوند کى ئى خبره ونه منل شى نو په کورنى کى ګډوډي رامنځ ته کيږى چى بالاخره کورنى ژوند  له منځه ځى په کورنى ژوند کى د سرپرستۍ چارى ځکه نارينه ته سپارل شويدي چى دغه صلاحيت الله په نارينه کى ايښى دى نه په ښځينه کى چى اوسنى مادي او غربى نړۍ هم په دى واقعيت دحال په ژبه اعتراف کوى خو په اسلام کى د سر پرستى معنى دا نه ده چه نارينه په ښځينه کومه بهتري لرى بل کى اسلام وائى چى دکورنى ژوند سرپرست به نارينه وى خو د سرپرستى دغه اړيکى به دمينى محبت او دمشورى په بنسټ ولاړ وى چى په داسى سر پرستى کى دښځى د توهين او په هغى باندى د ظلم هيڅ تصور نه شىکيدائى خو د اسلام دښمنان له دغه سرپرستى نه غلط تعبير کوى او وائى چى اسلام غواړي چى دښځى نه دخپل ميړه وينځه جوړه کړى خو حقيقت دا دى چى د اسلام دښمنان د غه تبليغات د ښځو سره د خواخوږۍ په بنيادنه کوى چى ښځه د نارينه د بندگى نه خلاصه کړى بلکى هدف ئى دا دى چى ښځه په کورني ژوند کىدميړه دخبرو دمنلو په ځاى سرکشي اختيار کړي تر څو په کورني ژوند کې گډوډى رامنځ ته شى تر څو کورنى ژوند له مينځه لاړ شى او د دوى کار اسان شى.

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب