په جهاد کې د شعرونو د ويلو مقام او حيثيت

د جذابو او حماسي شعرونو ويل پدې لاره کې د جهاد وسله ګڼلی شي له همدې امله به رسول الله صلي الله عليه وسلم حسان بن ثابت رضی الله عنه ته په مسجد کې منبر کېښودلو او هغه ته به يې داسې ويل:

له تا سره جبرائيل عليه السلام مرسته کوي، لکه په حديث شريف کې چې راغلي:

«عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا، قَالَتْ: كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَضَعُ لِحَسَّانَ مِنْبَرًا فِي الْمَسْجِدِ فَيَقُومُ عَلَيْهِ يَهْجُو مَنْ قَالَ فِي رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: إِنَّ رُوحَ الْقُدُسِ مَعَ حَسَّانَ مَا نَافَحَ عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: رَوَاهُ اَبُودَاوُدَ( ).

ژباړه: له بي بي عائشې رضی الله عنها څخه روايت دی هغه وايي:

رسول الله صلي الله عليه وسلم به د حسان بن ثابت رضی الله عنه لپاره په جومات کې منبر کېښودلو،

حسان بن ثابت به پر هغه درېدلو داسې شعرونه به يې ويل چې په هغو کې به يې په مشرکينو باندې د رسول الله صلي الله عليه وسلم لوړ والی ثابتولو،

د مشرکينو ناوړه وينا ګانو ته به يې غاښ ماتوونکي ځوابونه ور کول،

رسول الله صلي الله عليه وسلم د حسان بن ثابت رضی الله عنه دغه عمل او هڅه ستايله او داسې به يې ويل:

حسان بن ثابت تر څو چې له رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه دفاع او ننګه کوي او د هغه لوړ والی ثابتوي الله جل جلاله له هغه سره د روح القدس(جبرائيل ع) په واسطه مرسته کوي.

په يو بل حديث کې راغلي:

«عَنِ البَرَاءِ بْنِ عَازِبٍ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَوْمَ قُرَيْظَةَ لِحَسَّانَ بْنِ ثَابِتٍ: اهْجُ المُشْرِكِينَ، فَإِنَّ جِبْرِيلَ مَعَكَ» رَوَاهُ البخاري ( )».

ژباړه: براء بن عازب رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل:

ته د مشرکينو هجوه کوه او يا د هغوی د هجوې ځواب ورکړه جبريل عليه السلام له تاسره دی.

پدې حديث کې هم حسان رضی الله عنه ته امر کولی شي چې هغه د شعرونو په واسطه سره د ژبې له جهاد څخه کار واخلي.

په يو بل حديث کې راغلي:

«عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا، قَالَتْ: اسْتَأْذَنَ حَسَّانُ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي هِجَاءِ المُشْرِكِينَ قَالَ: كَيْفَ بِنَسَبِي فَقَالَ حَسَّانُ: لَأَسُلَّنَّكَ مِنْهُمْ كَمَا تُسَلُّ الشَّعَرَةُ مِنَ العَجِينِ» رواه البخاري ( )».

.ژباړه: بي بي عائشه رضی الله عنها وايي: حسان بن ثابت رضی الله عنه له رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه د مشرکينو د هجوې په هکله اجازه وغوښته، رسول ا لله صلي الله عليه وسلم ورته وفرمايل: ”زما نسب سره به څه کوې؟“ حسان رضی الله عنه وفرمايل: زه به تا داسې ورڅخه وباسم لکه ويښته چې له اوړو څخه ايستلى شي.

حسان بن ثابت رضی الله عنه به د مشرکينو بدي بيانوله او د رسول الله صلي الله عليه وسلم کورنۍ به يې له هغوی څخه مستثنی کوله، حسان بن ثابت رضی الله عنه د رسول الله صلي الله عليه وسلم د در بار په شاعر سره مشهور و، ابو عبيده رضی الله عنه وايي: عربانو به هغه د امير شعراء اهل المدر(د آباديو داوسېدونکو دمشر) په توګه سره منلی و، رسول الله صلي الله عليه وسلم به د هغه د شعري ټولګو درناوی کولو، کله به چې د مشرکينو څه کسانو د رسول الله صلي الله عليه وسلم هجوه او عيب بيان کړ رسول الله صلي الله عليه وسلم له حسان بن ثابت څخه هغوی ته د ځواب ور کول وغوښتل، د حسان بن ثابت رضی الله عنه شعري ټولګو د مشرکينو د نفساني غوښتنو په له منځه وړلو او باطلولو کې ډېر د پام وړ جنګي رول لرلو، د هغه نوم حسان او کنيه نوم يې ابو الوليد و، د انصارو د خزرج له قبيلې څخه و، د هغه نوم به د لويو شاعرانو په نوم لړ کې شمېرلی شو، نوموړی د شعري دېوان څښتن هم دی، يو سل او شل کاله عمر يې لرلو، چې شپېته کاله يې د جهالت په زمانه کې تېر کړي وو، او پاتې شپېته کاله يې په اسلام کې تېر کړل د علي رضی الله عنه د خلافت په زمانه کې وفات شو.

سنن ابی داود(ج4/ص304/طبع بيروت، کتاب الادب،باب ماجاءفی الشعر).

صحيح البخاري(ج5/ص113)کتاب المغازی، باب مرجع النبی صلی الله عليه وسلم من الاحزاب ومخرجه الی بنی قريظة ومحاصرته اياهم.

صحيح البخاري (ج4/ص185/ طبع بيروت،کتاب المناقب، باب من احب ان لايسب نسبه.

فردوس محترم

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب