د رسول الله -ص-  څلوېښت حديثونه

ګرانو! دمهرباني له مخي يې هره ورځ يو- يو په يادوي او که هيڅ وخت نلري نو يې فقط او فقط د اوني يو- يو پيادوي. نه پوهېږم چي ددې ګټي او ثوابونه په کومو ټکو کښي بيان کړم زما دايمان اوعقيدي وروڼوهرسړي ته مرگ راروان دي كه موږدځانه سره سوچ اوفكر وكړوچې د50 يا 60 كلونوعمر لپاره موږڅومره خواري اوهلي ځلي په دنيا كې كووخو هغه ژوند چې عبدالعبد دي موږ دهغه لپاره څه كړي دي؟
لا اله الاالله محمد رسول الله
حضرت محمدصلي عليه وسلم فرمايلي :
مَن حَِفَظ َعَلي ا ُمُتِي اَربَِعينَ حَدِيثًا فِي ا َمرِ دِينِهَا بَعَثَهُ اللهُ َفِقيهًا وَ كُنتُ لَه يَومَ الِقيَامَةِ شَاهِدًا وَشَِهيدًا (ترمذي)
څوک چي زما دامت دديني ګټو دپاره څلويښت حديثونه جمع کړي (راټول يا يي ياد کړي او نورو خلکو ته يي ورسوي )الله تعالي به هغه سړي دقيامت په ورځ فقيه راپورته کړي ،زه به خپله دده شفاعت وکړم او خپله به دهغه شاهد شم .
۱– اِنَّمَاالاَعٌمَالُ بِالنِّيَاتِ (بخاري اومسلم)
دعملونو قبليدل دنيت سره تعلق لري.
۲– مَن اَحَبَّ اَن يُبسَطَ لَه فِي ِرزقِه وَيُنسَا لَه فِي اَثَر ِه فَليَصِل رَحِمَه (متفقٌ عليه )
څوک چي خپله روزي ډيره او عمر زيات غواړي نو هغه ته پکار دي چي خپلوي ښه پالي.
۳– اَلله ُ اَفرَحُ ِبتَوبَةِ عَبدِه مِن اَحَدِكَم سقَط َ عَلي بَعِيره وَ قَد اَ ضَلَّه فِي اَرِض فَلاةٍ (بخاري مسلم).
چي ديوه کس نه په يوه دښته يا صحرا کي خپل اوښ ورک شوي وي او هغه پيدا شي نو دغه کس به څومره خوشحاليږي – بس الله تعالي ددي نه هم ذيات دخپل بنده په توبه ويستلو خوشحاليږي .
۴- مَنٌ غَشَّ فَلَيٌسَ مِنَّا (مسلم)   فريب وركونكي له موږ څخه نه دي .
۵- السَاعي عَلي الاَرملة وَ المِسكين كَالمُجَاهِد فِي سَبِيل الله وَفِي رَوَاية او كَالذي يَصوم النَهَار ويَقوم الليل (بخاري مسلم).
دکنډو او محتاجو خلکو په کار کي کوښښ کوونکي داسي دي لکه مجاهدين في سبيل الله او په بل روايت کي داسي ثواب لري لکه چي د ورځي روژه او دشپي عبادت کوي.
دنيا يوسامان دي ددي سامان يوه غوره حصه نيکه دينداره ښځه ده.
۶- الغَيبَة ُ اَشَدُّ مِّنَ الِزّناَ (مشکوة )   غيبت کول تر زنا هم بتره دي.
۷- زنَا الٌعَيٌنِ النَّظَرُ (مشکوة)       دسترګو زنا ناروا ته کتل دي.
۸- لاَيَدٌخُلُ الٌجَنَّةُ مَن لاَّ يّأمَنُ جَارُه بَواَءقَة (مسلم )
هغه سړي به جنت ته داخل نه شي چي دده  همسايګان دده له شر او ضرر نه په امن نه شي.
۹- کُلُ مَسٌکِر ٍحَرَام (ابوداؤد)   هر شي چي سړي ته نشه راولي حرام دي.
۱۰- ِمفتاحُ الجَّنةِ الصَّلوةُ وَمفتَاحُ الصَّلوةِ الطَّهُورُ (ترمذي).
دجنت کلي لمونځ دي او دلمانځه کلي اودس دي.
۱۱- السِّوَاكُ مُطَهِّرَةُ لِّلفَِم وَ مَرٌضَاةُ لِلِرّبِّ (نسايي) .
دمسواک وهل خوله پاکوي او دالله (ج) دخوښي سبب ګرځي.
۱۲- اَفضَلُ الَاعمَاِل اَلحُبُّ فِي اللهِ وَالبُعضُ فِي اللهِ (ابوداؤد)
بهترين عمل دوستي دپاره دالله(ج)  او دوښمني دپاره دالله(ج)  وي .
۱۳- مَن بَنَا ِللهِ مَسجِداً بَنَي اللهُ لَهُ بَيتًا فِي الجَنَّةِ (بخاري مسلم ).
چا چي دخداي (ج) لپاره جومات جوړ کړ خداي (ج) دده لپاره په جنت کي ځاي جوړ کړي.
۱۴- مَآ اَسفَلَ مِن الكَعبَين مِن الِازَاِرفِي النَّاِر(بخاري اومسلم).
دهرچا پايڅي چي تر بجلکو ښکته وي هغه حصه دبدن به يي دوزخ ته ولاړه شي.
۱۵- ِايَّاكُم وَالحَسَدَ يَأكُلُ الحَسَنَاتَ كَمَاتَأكُلُ النَّارُ الحَطَبَ (ابوداؤد).
دحسد او بغض څخه ځانونه وساتي ځکه چي حسد اوبغض دانسان نيکي داسي خوري لکه اور چي بوټي خوري.
۱۶- سَبَابُ المُسلِِمِ فِسقٌ وَّقِتَالُه كُفرٌ (بخاري مسلم)
مسلمان لره نا لايقه وينا او په نا حقه سره وژل لويه ګناه او دکفر سره برابر دي.
۱۷- اِرحَمُوامَن ِفي الاَرِض يَرحَمُكُم مَّن فِي السَّمَآءِ (ترمذي ابوداؤد).
تاسي دځمکي په مخلوق رحم کوي رحم به وکړي پر تاسي هغه (الله ج ) چي دآسمانو خالق دي.
۱۸- لَِقّينُوا مَوتَاكُم لآاِلهَ اِلَّاالله (مسلم)
خپلو مړو ته دزنکندن په وخت تلقين ورکوي په کلمه د لآ اله الاالله .
۱۹- لَايُؤمِنُ اَحَدُكُم حَتيّ’ اَكُونَ اَحَبّ اِلَيه مِن وَّالِدِه وَوَلَدِه وَالنَّاِس اَجمَعِينَ (بخاري مسلم ).
ستاسي څخه  هيڅ سړي تر  هغي کامل مؤمن نشي کيداي ترڅو  چي زما محبت تر خپل موراوپلار ،اولاد او تر ټولو خلکو ډير نشي.
۲۰- كُن فِي الدَّنيَا كَاَنَّكَ غَِريبٌ اوَعَابِِرِسَبِيلٍ (بخاري) .
په دنيا کي دمسافر او لاري تيريدونکي په شان ګزاره او ژوندکوه.
۲۱- مَاعَمِلَ آدمُّي عَمَلا ً اَنجي’ لَهٌ مِن عَذَابِ القَبِر مِن ذِكِرالله
دالله تعالي دذکر نه ذيات دچا بنيادم هيڅ عمل دغذاب قبر نه ذيات خالصي ورکونکي نشته.
۲۲- اَفضَلُ الذِّّكر لاَاله اِلاالله وَاَفضَلُ الدُّعآءِ الحَمدالله .ِ(ترمذي).
بهترين دذکر لااله الاالله او بهترين د دُعا الحمدالله دي.
۲۳- مَامِن شَفِيعٍ اَفَضلُ مَنزِلَة ً عِندَاللهِ يَومَ القِيمَة غَيِره  مِن القُرآنِ لاَنَبِيُّ وَلا مَلَكٌ وَلاَ ُ
دقيامت په ورځ به دالله تعالي په نزد دقرآن پاک نه ذيات څوک شفاعت کونکي نه وي نه نبي ،نه فرښته او نه نور.
۲۴- لَقَد هَمَمتُ اَن آمُرَ فِتيَتِي فَجَمعُوالِي حُزَماً مِّن حَطَبٍ ثُمَّ آتِي قَوماً يُّصَلُّونَ فِِي بُيُوتِهِم لَيسَت بِهِم عِلَّة ٌ فَاُحَرِقُهَا عَلَيهِم .
ځما زړه غواړي چي يو څو ځوانانو ته ووايم چي ډير بوټي راجمع کړي رايي وړي بيا زه هغي خلکو ته ورشم چي بي غذره په کورونو کي لمونځ کوي  دهغوي کورونه وسوزوم.
۲۵- سَبعَة ٌ يُظِلُّهُمُ اللهُ فِي ظِلِّه يَومَ لاَ ظِلَّ اِلا َّ ظِلُّه اَلاِمَامُ العَادِلُ وَالشَّآبُّ نَشَآءَ فِي عِبَادَةِ اللهِ وَرَجُلٌ قَلبُه مُعَلّقٌ بِاالمَسَاجِدِ وَ رَجُلاَن ِ تَحَآبَّا فَي اللهِ اِجتَمَعَا عَلي ذ’لِكَ وَ تَفَرَّقَا عَلَيهِ وَرَجُلٌ دَعَتهُ اَمرَاةٌ ذَاتُ مَنصَبٍ وَّ جَمَالٍ فَقَالَ اِنِّي اَخَافُ الله وَرَجُلٌ تَصَدَّقَ بِصَدَقَةٍ فَاَخفَاهَا حَتّي’ لاَتَعلَمُ شِمَالُه مَا تُنفِقُ يَمِينُه وَرَجُلُ ذَكَرَاللهَ خَالِيًا فَضَاخَتُ عَينا هُ.(بخاري او مسلم)
اووه کسان دي چي هغوي ته به الله تعالي دخپل (رحمت) سيوري کي په داسي ورځ ځاي ورکړي په کومه ورځ چي به دهغه سيوري نه غير بل  هيڅ سيوري نه وي ۱- عادل پاچا ۲- هغه ځوان چي په ځواني کي دالله تعالي عبادت کوي ۳- هغه څوک چي دهغه زړه جوماتو سره تړلي وي (پنځه وخته لمونځ په جمع کوي کله چي يو لمونځ آدا کړي دبل په فکر کي وي) ۴- هغه دوه کسان چي دالله تعالي د رضا لپاره خپل منځ کي محبت وي ،هم په دغي دهغوي يوځاي کيدل وي او هم په دغي د دوي جدايي وي ۵- هغه کس چي يوه ښايسه شريفه ښځه يي خپل طرف ته متوجه کړي او هغه ورته ووايي چي زه دالله تعالي نه ويريږم  ۶- هغه سړي چي پداسي پټه طريقه صدقه ورکړي چي بل لاس تري هم خبر نشي ۷- هغه کس چي دالله تعالي ذکر په تنهايي کي وکړي او اوښکي يي وبهيږي (يا په پټه کي د خپلو ګناوو په يادولو دالله تعالي له ويري وژاړي يا دشوق او محبت له وجي دذکر پر وخت پټ وژاړي).
۲۶- َلجَنَّة ُ تَحتَ اَقدَاِم الا ُ مَّهَاتِ (مسلم).
جنت دميندو تر قدمو لاندي دي.
۲۷- مَنٌ صَمَتَ نَجا َ (ترمذي)   څوک چي پټه خوله شو هغه خلاص شو.
۲۸- لَآ اِيمَانَ لِمَن لآ َّ اَمَانَةَ لَه ُ وَلاَ دِينَ لِمَن لا َّ عَهدَ لَه ُ (بيهقي ).
ايمان نشته هغه چا لره چي امانتداره نه وي او دينداره نه وي هغه څوک چي پر خپله وعده وفا نه کوي (دايمان  او دينداري نه مراد کامل ايمان دي .
۲۹- لا َ يَدخُلُ الجَنَّة َ خِبٌ وَّ لا َ بَخِيلٌ وَّ لا َ مَنَّانٌ (ترمذي).
فريبکاره ،بخيل او هغه څوک چي دخپل احسان منت پر بل چا اچوي جنت ته به داخل نه شي .
۳۰- ا’يَة ُ المَنَافِق ِ ثَلثٌ اِذَاحَدَثَ كَذَبَ اِذَا وَعَدَ اَخلَفَ وَاِذَا أتُمِنَ خَانَ (بخاري مسلم).
دمنافق دري علامي دي کله چي خبري کوي درواغ وايي او څه وخت چي وعده وکړي وفا نه کوي او په امانت کي خيانت کوي .
۳۱- اِنَّ ا ُمََّتِي يُدعَونَ يَومَ القِيمَةِ غُرًّا مَّحَجَّلِينَ مِن آثَاِر الوُضُوءِ (بخاري ومسلم ).
زما امت به دقيامت په ورځ په داسي حال کي رابلل کيږي چي د دوي د اوداسه اندامونه به ځليدونکي وي.
۳۲- وَيلٌ لِّلا َ عقَابِ مِنَ النَّاِر اَسِبغُواالوُضُوءَ .
دداسي بندو لپاره چي په اوداسه کي وچ پاتي شي د وَيل عذاب دي (دپښو ، لاسونو يا بل ځاي کوم بند يا برخه چي په  اوداسه کي وچي پاتي شي ).
۳۳- اَلعِبَادَة ُ فِي الهَرِج كَهِجرَةٍ ِالَيَّ (مسلم)
دآزمايش په وخت کي دالله پاک عبادت کول داسي فضيلت لري لکه چي زماسره يي يو ځاي هجرت کړي وي.
۳۴- َمن سَرَّه اَن يُنَجِّيه اللهُ ِمن كُرَبَ يَومِ القِيَامَةِ فَليُنَفِّس عَن مُعسِر ٍ اَويَضَعَ عَنهُ (مسلم)
کوم سړي چي غواړي دقيامت په ورځ الله پاک دي له سختو نه وساتي نو هغه ته پکار دي چي ،هغه تنګ لاسه قرضدار ته مهلت ورکړي يا يي قرض بالکل معاف کړي.
۳۵- لَن يَشبَعَ مُؤِمنٌ ِمن خَير ٍ حَتّي يَكُونَ مُتهَاهُ الجَنَّة َ (ترمذي)
دمؤمن خيټه دنيکو نه تر هغه وخته نه ډکيږي ترڅو هغه جنت ونه رسوي.
۳۶- ِان فِي الجَنََّةِ مِاءَةَ دَرَجَةٍ اَعَدَّ هَا اللهُ لِلمُجَاهِدِينَ فِي سَبِسل ِ اللهِ مَابَينَ الدَّرَجَتَين ِ كَمَا بَينَ السَّمآءِ وَالاَرض ِ(بخاري).
الله تعالي د في سبيل الله مجاهدينو لپاره په جنت کي سل درجي (منازل) تيار کړي دي ددوه درجو منځ کي فاصله دځمکي او آسمان د فاصلي برابر ده .
۳۷– عَينَاِن لاَ تَمَسُّهُمَا النَّارُ عَينُ بَكَت مِن خَشيَةِ اللهِ وَعَينُ بَاتَت تَحرُسُ فِي سَبِيل اللهِ (ترمذي).
دوه ډوله سترګي دي چي هغه به د دوزخ اورهم مَس نه کړي يو خو هغه چي دالله پاک له ويري ژاړي او دوهم هغه سترګي چي دالله په لاره کي دحفاظت په خاطر بيداره اوسيږي.
۳۸– مَامِن عَبدٍ مُسلِم ٍ يَدعُوا ِلاَخِيه بِظَهر ٍ الغَيبِ اِلا َّ قَالَ المَلَكُ وَلَكَ بِمِثل ٍ (مسلم).
کوم مسلمان چي دبل مسلمان لپاره پسي شا (غايب ) دعا کوي دهغه په دعا فرښتي وايي دا دعا د ستا دپاره هم دهغه په شان قبوله وي.
۳۹– مَن خَرَجَ فِي طَلَبَ العِلمِ فَهُوَ فِي سَبِيل اللهِ حَتي يَرجِع (ترمذي).
دعلم دطلب لپاره وتونکي تر څو چي بيرته نه وي راغلي هغه به في سبيل الله (دخداي ج دلاري  مسافر) شمارلي شي.
۴۰– مَن يَضمَن لِي مَابَينَ لَحيَيهِ وَمَا بَينَ ِرجلَيهِ اَضمَن لَهُ الجَنَّةَ (متفقٌ عليه )
کوم سړي چي ماته د خپلي ژبي او شرمګاه  د (حفاظت ) ضمانت راکړي زه هغه دپاره دجنت ضمانت ورکوم .

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب